سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبشعرتدریجې مرګ/ لېمه نیازۍ

تدریجې مرګ/ لېمه نیازۍ

اوس ښه یم، که هاغه مهال چې ژوندې یې خښولم ؟؟؟؟؟؟؟؟

هاغه مهال خو وړه وم کله مې احساس لره ،کله مې د پلار په کرکې پوهیدم ،کله د زمانې د جبر نه خفه وم

یوازې زما مور به ژړل چې پریې ږدئ، مه یې بیاېئ، خاورې پرې مه اچوېېېېېې….. لور مې لور مېېېېېېېېې…… دوی ګمان کاوه چې خاورې شرم پوښه دي

او زه د شرم سمبول وم

مام ګیله نه لرله پلار به مې قبر کینده، ما به یې خولې په څادر وچولې

ورځې به تېرې شوې، کلونه به واوښتل او زه به هیره شوم.

نه به ماته ګیله راتله اونه به خفه وم

ځکه زه خو مړه وم.

او مجال د ګیلې نه وه

قرنونه وړاندې

هاغه دستور هاغه زمان بدل شو

ما اوس ژوندې خاورو ته نه سپاري څوک

اوس مې د شرم الګو نه ګڼې

اوس، اوس او اوس……….کرکه د چا په زړه کې نه یمه زه

خدایه هغه زمان خو ښه وه راته

هلته به مرګ وژلم

دلته غرور مې تر پښو لاندې شي

قرنونه وړاندې به یو ځل زه مړه وم

خو ولې اوس هره شیبه مړه کېږم

پر ما امبار کړې تورې خاورې

خو دې غرور وژل مې پریږدئ

ما ستریدو ته مه پریږدئ

خو ماشومتوب مې مه وژنئ

خپل حیواني هوس ته نه ووایئ

ما نوره مه ځوروئ

زما د روح ښیراوې ولې اخلئ

خاورې پرما باندې امبار کړئ

خو پر مام ناولې لاسونه مه وهئ

ژوندي خښول مې ښه وه

خو تدریجې مرګ مه راکوئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب