اجمل ښکلی
د چامسکي په اند، انسان مخکې له مخکې په ماغزو کې د ژبې ميکانيزمونه لري، چې له مخې يې د چاپېريال ژبه زده کوي. دې ته ظرفيت يا وړتيا (Competence) او دويمې ته يې فعاليت (Performance) وايي. انسان د ژبې وړتيا مخکې له مخکې لري او د همدې وړتيا پر بنسټ خبرې کوي. ظرفيت يا وړتيا لانګ ښيي او فعاليت پارول يا وينا چې په فيزيکي بڼه د ژبې کارونه ده. د چامسکي په اند، وړتيا هغه انتزاعي نظام دی، چې ويناوال په خپله مورنۍ ژبه کې د بېشمېره جملو په توليد برلاسی کوي او د ګرامري او ناګرامري جملو د توپير وړتيا ورکوي، مثلا يو نالوستی پښتون هم د لاندينۍ جملې پر ګرامري ناسموالي پوهېږي:
ورېدل نن باران.
انسان د همدې ظرفيت له مخې رنګارنګ جملې توليدوي چې دا يې زېږندوی(Generative) ځانګړنه ده، چې په پايله کې اوړون (Transformation) رامنځته کېږي. پر دې بنسټ د انسان په ذهن کې مخکې له مخکې ساده يوستونې خبري جملې وي، چې ژور رغښت(Deep Structure) ورته وايي، چې د اوړون په مټ په پېچلو، مرکبو، ناخبري او…. جملو اوړوي او برسېر رغښت (Surface Structure) يې بولي، مثلا:
زه کور ته ځم.
تا وينم.
دا دوه ژور رغښتونه دي، چې د اوړون په پايله کې په لاندې غبرګه جمله اوښتې:
زه کور ته ځم، چې تا ووينم.
له ژور رغښت نه تر برسېر رغښت پورې دا سفر د چامسکي په اند د شپږو قاعدو په مټ کېږي: غورځونه(حذف)، پر ځايينه، زياتونه، ځايناستي(تعويض)، ګډون(تلفيق) او بدلون۔
دا نحوي قواعد يوازې پر جملو نه، بلکې پر هر ډول نحوي ترکيب د تطبيق وړ دي. د پښتو نوميز او فعلي غونډونه هم د همدې قواعدو له مخې ځيرلای او سمولای شو: مثلا:
په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د پښتو ادبياتو وده.
ممکن ځيني ملګري نيوکه وکړي، چې اتلسمه او نولسمه دوه پېړۍ دي، چې بايد داسې ليکل شوې وای: “په اتلسمو او نولسمو پېړيو کې د پښتو ادبياتو وده”؛ خو چې دا عبارت يوستوی کړو، دا نيوکه راته ناسمه ښکاره شي.
پاسنی عبارت د لاندې دوو ژور رغښتونو زېږنده دی:
په اتلسمه پېړۍ کې د پښتو ادبيات وده.
په نولسمه پېړۍ کې د پښتو ادبيات وده.
خو کله چې دا په يوه جمله کې د يوه غونډ يا د يوه سرليک په توګه کاروو؛ نو له يو بل سره يې ګډوو، چې د تلفيق په پايله کې يې تکراري برخې غورځي او په پايله کې يې د (په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د پښتو ادبياتو وده) غونډ جوړېږي، خو دلته چې دوه پېړۍ راغلې، (پېړۍ) په (پېړيو) ولې نه اوړي؟ ځکه چې د استاد زيار د استدلال پر بنسټ دا مانيز زيان لري او هغه دا چې اتلسمه او نولسمه يوه يوه پېړۍ ده، څو څو پېړۍ نه دي. که د مانا خبره هېره کړو او د چامسکي له انده يې يوازې ګرامرې خوا ته وګورو، نو بيا يې بايد ژور رغښت دا ډول وي:
په اتلسمو پېړيو کې د پښتو ادبياتو وده.
په نولسمو پېړيو کې د پښتو ادبيات وده.
د ژبنۍ وړتيا پر بنسټ يو ساده پښتون هم په دې پوهېږي، چې دا غونډ له ګرامري پلوه سم نه دی؛ خو د يوه ساده پښتون پام يې ولې د برسېر رغښت(په اتلسمو او نولسمو پېړيو کې د پښتو ادبياتو وده) ناګرامروالي ته نه اوړي؟ د دې دوه علته کېدای شي، يو دا چې دا ډول غونډونه په ګړنۍ ژبه کې کم او څه نا څه پېچلي دي، دويم دا چې په پښتو کې د عدد له پلوه د ستاينوم او موصوف سمون د اورېدونکي ژبنی ظرفيت غافلوي. اورېدونکی فکر کوي، چې دوه پېړۍ راغلې، چې (پېړۍ) ورته بايد جمع شي؛ خو چې زېږندو ژور رغښتونو ته يې وروګرځو، پخپله تېروتنه پوه شو. دا تېروتنه زياتره وخت د ليکنۍ ژبې په پېچلو جملو کې هم کوو، ځکه چې په ګړنۍ ژبه کې داسې پېچلې جملې نه وي، چې د ټوکونو له ګڼې ګوڼې پکې ګرامر ورک کړو.
همدا ډول د “په شپږمو او اومو لسيزه کې” پر ځای “په شپږمه او اوومه لسيزه کې” او د ” پينځم او شپږ کلونه” پرځای “پينځم او شپږم کال” سم دي؛ خو که يوه لسيزه د پيل د کال له مخې يادوو، مثلا “په نويمو کلونو کې” يا “د اويايمو کلونو”. په دې صورت کې يې جمع سمه ده، ځکه چي دلته پوره لسو کلونو ته اشاره ده.
د پښتو جملې د ټوکونو ترتيب هم موږ د خپلې ګرامري وړتيا له مخې سمولای شو، آن ګړدودي تېروتنې هم چې موږ ورسره روږدي شوي يو، که څوک مو ورته متوجه کړي، خپلې تېروتنې ته مو ورپام کېږي، يوه وړه سمه بېلګه يې په (لانړم) کې له (لاړ) فعل سره د نفي (نه) کارول دي، چې په ځينو لهجو کې لاړم نه يا نه لاړم دی.
په همدې جوخت پاسني پراګراف کې ما يوه ګرارمري تېروتنه کړې، چې ښايي تاسو ورته د همغې ژبنۍ وړتيا له مخې متوجه شوي يئ، چې د چامسکي په اند يې په مټ انسان ګرامري او ناګرامري جملي توپيروي. هغه (…آن ګړدودي تېروتنې هم چې موږ ورسره روږدي شوي يو، که څوک مو ورته متوجه کړي، خپلې تېروتنې ته مو ورپام کېږي….)
د دې پېچلې جملې برسېر رغښتونه دا دي:
موږ ګړدودي تېروتنو سره روږدي شوي يو.
څوک موږ ګړودودي تېروتنو ته متوجه کوي.
زموږ خپلې تېروتنې ته ورپام کېږي.
د زېږندې اوړوني ژبپوهنې د شپږو قاعدو له مخې بايد ورزيات شوي ټوکونه په خپل ځای راشي، چې په دې کې (که) هم دی، نو برسېر رغښت يې ښايي داسې وي:
آن که څوک مو خپلو ګړدودي تېروتنو ته، چې موږ ورسره عادي شوي يو، متوجه کړي، ورپام کېږي مو.
زېږنده اوړوني نظريه د ژبې پر رغښت غږېږي؛ خو د ژور رغښت په مټ ترې د خپلو ليکنو د سرليکونو او جملو په سمون کې هم استفاده کولای شو. د هرې پېچلې جملې ژور رغښتونه چې راوباسو، په مانا او جوړښت يې پوهېدای شو. کوم ليکوال چې برسېر رغښتونه يې ژور رغښتونو ته نېژدې وي، د ليکنې ژبه يې ساده وي او لوستونکي يې په خبره په اسانه پوهېږي.