Homeخبرونهملګرو ملتونو په یمن کې د القاعدې شبکې د مشر د نیولو...

ملګرو ملتونو په یمن کې د القاعدې شبکې د مشر د نیولو خبر ورکړ

تاند (جمعه د دلوې ۱۷) ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د القاعدې شبکې مشر خالد باطرفي نیول شوی او مرستیال یې سعد بن عاطف العوقلي د یمن په ختیځ کې څو میاشتې وړاندې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

تر دې مخکې هم د باطرفي د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي و.

د افراطي ډلو په چارو کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو امنیت شورا ته په یوه راپور کې د خالد باطرفي نیول کېدل تایید کړي دي.

په یمن کې د القاعدې غړي چې د عربستان په ټاپو وزمه کې ځانونه ددغې ډلې مشران بولي، په تېرو نژدې دوو لسیزو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلي دي.

سربېره پر دې، د علي عبدالله صالح د واکمنۍ پر وخت هم دولت او له هغه راوروسته د کورنۍ جګړې د اصلي لوریو ځواکونه د القاعدې پر ضد جنګېدل.

ویل کېږي دې شبکې په یمن کې د یو شمېر سیمو د نیولو هڅې کړي او دغه راز یې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور دا نه ده په ډاګه کړې چې باطرفي په څه ډول نیول شوی او چېرته ساتل کېږي.

بله خوا ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې باطرفي، د عبدرب منصور هادي ځواکونو نیولی او سعودي عربستان ته یې سپارلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...