جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه بلوچستان کې غبرګې چاودنې، ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بلوچستان کې غبرګې چاودنې، ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد 

 د ناامنه بلوچستان په مرکز کوټه او بلوڅ مېشته سيوۍ سيمو کې پرله پسې دوې چاودنې شوې چې په نتيجه کې يې دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چاودنې داسي مهال شوې، چې د هيواد په ټولو لويو ښارونو کې له کشمريانو سره د خواخوږۍ په پار لاريونونو دوام درلود.

د کوټې پوليسو د جمعې په ورځ ويلي، چې د ښار پر انسکمب سړک د کوټې د مرستيال کمشنر د دفتر مخ ته هغه مهال چاودنه شوې، کله چې له کشميريانو سره د خواخوږۍ په موخه جوړ شوی لاريون له يادې سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و. د پوليسو په خبره چاودنه په يوه بار وړونکې لارۍ پوري تړل شوي د چاودېدونکو توکو د ريموټ په واسطه د چاودېدو په پايله کې شوې ده. په چاودنه کې دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د سيمې د پوليسو مشر سيدعاصم شاه رسنيو ته د خبرو پرمهال د دوو تنو وژل کېده تاييد کړي او ويلي چې ياد لاريون له سرياب سيمې راروان و چې انسکمب سړک ته د مرستيال کمشنر د دفتر مخ ته راورسېد، چاودنه وشوه.

د کوټې د سول روغتون مشر ارباب کامران هم تاييد کړې چې روغتون د دوو تنو مړي او څلور ټپيان وروړل شوي دي.

د کوټې تر چاودنې وړاندې د ايالت په سيوۍ سيمه کې پر ميرچاکرسړک هم چاوده شوې چې په کې څلرويشت کسان ژوبل شوي دي. د سيوۍ يو پوليس چارواکی وزيرخان مری وايي، چې د ناپېژانده تروريستانو له لوري په يو موټرسايکل کې لاسي بم ايښوول شوی چې د چاودنې په نتيجه کې يې شپاړس تنه ټپيان شوي خو وروسته بيا د ټپيانو شمېر څلرويشت ته ورسېد. ټپيان د سيوۍ روغتون ته وړل شوي او د روغتون د چارواکو په خبره د څلورو ټپيانو وضعيت مرګونی دی.

د بلوچستان والي امان الله خان ياسين زي چاودنې په کلکه غندلې او ويلي يي دي، چې د هيواد دوښمنان غواړي چې د ايالت د ناامنۍ اور ته لمن ووهي، خو په وينا يې تروريستان به هيڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.

د انسکمب سړک له چاودنې وروسته  امنيتي ځواکونه د چاودنې ځای ته رسېدلي، سيمې ته تللې لارې يې تړلې او تحقيقات يې پيل کړي دي. ترواسه کومې وسله واله ډلې د غبرګو چاودنو مسووليت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب