تاند(جمعه، د دلوې ۱۷) ملګري ملتونه وايي، کورونا وبا د شخړو له زیاتېدو او د تروریستي ډلو د ګواښونو له تشدید سره مرسته کړې ده.
ملګروملتو په یوه راپور کې، چې تازه یې خپور کړی، ویلي؛ د متخصصانو یوه ډله یې دې نتیجې ته رسېدلې چې په ناامنو سیمو کې د تاوتریخوالي خطر د ۲۰۲۰ کال په دوهمه نیمايي کې زښت زیات شوی دی.
د دوی د ارزونو له مخې، د تاوتریخوالي د ډېرېدو لومړنی عامل دا دی چې سختدریځو ته امکان برابر شوی چې د کورونا وبا د مخنیوي په خاطر له بندیزونو سره سره په اسانه عملیات وکړي او په ازاده تګ راتګ وکړي.
د متخصصانو په باور بندیزونو د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
د ملګروملتو د متخصصانو د ډلې په وینا، په القاعده پورې تړلیو ډلو په سوریې کې فعالیتونو ته دوام ورکړی او په داعش پورې تړلې شبکې په عراق او سوریې کې پاتې شوي دي خو تر ټولو ستر ګواښ ظاهراً په افغانستان کې دی چې دا هیواد یې د تروریزم له نظره په نړۍ کې تر ټولو پر بد او خطرناک هیواد بدل کړی دی.
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو او د تروریستي ګواښونو کمېدو ته هیلې وغوړولې خو له دې موافقې سره سره تېر کال په دې هیواد کې تر ۶۰۰ ډېر ملکيان او ۲۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.