سه شنبه, مې 21, 2024
Home+افغانستان په یوه پېړۍ کې| استاد شهسوار سنګروال

افغانستان په یوه پېړۍ کې| استاد شهسوار سنګروال

(۱۳۰۰ــ۱۴۰۰ل ) 

دویم څپرکی  

۱ برخه 

استاد شهسوار سنګروال

د سقاو زوې حبیب الله: 

امان الله خان د یوې لسيزې (۱۹۱۹-۱۹۲۹ زکال) په شاوخواکې د افغانستان پاچاوه. په دغه موده کې چې کوم پرمختګونه (په سیاسي- اقنصادي او کلتوري برخه کې) شويدي، په تېرو پېرونو کې ساری نه درلود. 

بیا هم د ډېرو ستاینو تر څنګ یې غندنې او تېروتنې هم د پام وړ دي. خو ښېګڼې يې د بدګڼو په پرتله دومره ډېرې دې چې د پرتلې وړ یې نشو ګڼلی. 

ولې کوم څه چې دده په وړاندې پېښ شول، دده واک یې وګواښه او په پای کې دده د ماتې لامل شو، 

پدې تړاو په څو لاملونو ټینګار کوو: 

لومړی دسیاسي روحانیونو او ملایانو، په سر کې د نورالمشایخ هاندې هڅې وې چې ولس یې پخپلو تبیلیغاتو د پاچا پر وړاندې ولمساوه. 

ـ دامان الله خان ددرباریانو او سردارانو خیانت، ددولت په ټولو چارواکو کې فساد، د پاچا د اصلاحاتو په وړاندې ناوړه تبلیغات او غبرګونونه. 

ـ له درباریانو او سردارانو سره دپاچا امان الله له خوشباورۍ ډک چلن، لکه پخپله چې ده په ممبیې کې وویل:  

له هېواد نه زما د وتلو لامل زما نظامي ماته نه وه بلکې زما ددرباریانو خیانت او دوه مخي وه. 

ـ په پکتيا کې د ګوډ ملا پاڅون او د شینوار اړودوړ د پاچا دواک ملا ماته کړه. 

د تګاو، نجراو، کوهستان او د کوهدامن وسلوال بغاوت او یاغیتوب چې یو نالوستی، په غلا تورن او د داړه مارانو مشر د سقاو زوی حبیب الله یې واک ته ورساوه. 

د ده د واک دغه پېرله تېر طلایې پېر سره د پرتلې وړ نشو ګڼلي. 

کله چې د پاچا امان الله په وړاندې د سقاو د زوی دویم بريد پیل شو نو امیر پدې پوه شو چې نور ددې جوګه ندی چې په واک کې پاتې شي نو بیا یې خپل مشر ورور سردار عنایت الله خان معین السلطنه خپل ځای ناستی وټاکه او دي له محمود طرزي، غلام صدیق څرخي، د دربار وزیر محمدیعقوب خان،  د کورنیو چارو زیر عبدالاحد خان، له یو شمېر پوځیانوسره چې په پنځه عراده موټروکې ځای پر ځای شوي ول د کندهار په لوري و خوځېدل. 

سردار عنایت الله خان د جنوري په ۱۴ نېټې (۱۹۲۹ زکال) د امان الله خان له تلو وروسته په ارګ کې د بیعت اخیستلو دود پرځای کړ. 

بیا چارواکو پرېکړه وکړه چې یو پلاوی حسین کوټ ته واستوي چې د سقاو زوی حبیب الله سره و غږېږي. 

په دغه پلاوي کې محمد صادق مجددي، عطاالحق او سردار محمد عثمان خان شامل ول. 

« دغه پلاوي د سقاو زوي ته په لاره «ده کیپک» ته ورغلل چېرته چې لا د دولت ځواکونه ځاي پرځاي ول. لومړی یې ورته مبارکي ورکړه، بیا یې د سلطنت د بد لېدلو خبرورکړ او هم یې د جګړې په نه اړتیا ټینګار وکړ.۱ 

کله چې ځواکونو دا خبره د حضرت محمد صادق او د نورو له خولې واروېدې هر چا خپله لاره خپله اوپه ښار کې تیت او خپاره شول. 

پلاوي ته دنده سپارل شوې وه چې د سقاو زوی حبیب الله ته ووایې: 

پاچا امان الله له واکه ګوښه شو او پر ځاي يې عنایت الله د لوړې دود پرځای کړ. اوس نو جګړې ته کومه پلمه نه پيداکيږي، ښه به وی چې د دواړو لورو تر منځ روغه وشي. 

ولې پلاوي د دې پرېکړې پر ځآی لومړی د سقاو زوی ته بیعت وکړ او یبایې د ځواکونو د شاتګ خبره ور غبرګه کړه. 

له دې خبرې سره جوخت د حبیب الله جنګیالې مخ په ښار وخوځېدل او ارګ یې کلابند کړ. 

سردار عنایت الله خان : 

دی د پاچا امان الله مشر ورور وه اوهغه مهال چې پاچا د جدیې په (۲۴) نېته (۱۳۰۷ ه) (جنوري ۱۴) د کندهار په لور و خوځېد. نو بیا ده د دولت یو شمېر چارواکي، سرداران او د کابل مخور کسان د دلکشا په ماڼۍ کې را غونډ کړل او د امان الله استعفا لیک یې و لوست او د شاهي دفتر ریس ،سردار عنایت الله خان د هېواد دپاچا په توګه اعلان کړ. 

پاچا امان الله د خپلې استعفا په ترڅ کې کاږلي ول چې زما د ګوښه کېدو ستر لامل دا وه چې ما نه غوښتل د خپل منځي جګړې له کبله د افغانانو وینې تویې شي. 

نو غوره مې و ګڼله چې له واکه ګوښه شم. 

د پاچا د استعفا لاملونه ښایې ډېروي. ولې څه چې ډېر مهم ول هغه ددرباریان خیانت وه،دبېلګې په توګه ، 

یوه ورځ سهار وختي پاچا د ارګ په باغچه کې ګرځېده چې یو نا اشنا څیز یې تر سترګو شو. نو بیا یې یوه سرتېري ټه اشاره وکړه چئ وګوري دا څه شی دی؟ 

کله چې ورته څرګنده شوه «لاسي بم »دی… 

له ځانه سره یې برېکړه وکړه چې، «بم» زما تر دروازې راورسېد، مانا دا چې د افغانستان ولس ما نه غواړي… 

هغه ووچې خپل استعفالیک یې د خپل ورور مخې ته کېښود او بیا یې واک وروسپاره. 

اډمیک د سردار عنایت الله خان په تړاو دهمفريز له انده کښلي دي: 

امان الله د جنوري په ۱۴ مه (۱۹۲۹ زکال) د خپل مشر ورور عنایت لله خان په پلوۍ له تخته تېر شو، کندهارته لاړ، چې د کورنۍ غړي یې  هم درې اونۍ د مخه هلته تللي ول… همفرېز د یوه لیک په ترځ کې چې د بهرنیو چارو وزیر(اي هنډرسن) ته ولېږه داسې دفاع وکړه: 

شا ه عنایت الله پنځه زره کسیزه لېوا، د یوه کال اذوقه، خزانه، زښت زیات جنګې توکي په واک کې لرل. 

د سقاو زوی حبیب الله د ارګ شاوخوا مهمې سیمې نيولې وې… جنګیالي یې پدې لټه کې ول چې کابل ښار څرنګه چور کړي؟۲ 

د سقاو  زوی د توپونو خولې د ارګ دروازوته اړم شوې وې دا ځکه چې پلاوي ورته په غوږ کې څڅولي وو چې له عنایت الله خان نه خو تاسو د تاج اوتخت وړتیالری او هغه د فیض محمد کاتب خبره: 

که سردار عنایت الله خان تاسو ته بیعت ونه کړي نو د هغه دغه چلن به د اسلامې شريعت له مخې نارواوي.۳ 

هماغه وو چئ د سقاو دزوی جنګیالیو په بیړه (ده افغانان)، ګردنه کوه اسمایې اونورې سیمې یو بل پسې لاندې کړې. 

که څه هم د سقاو بل زوی حمید الله ډېرې هلې ځلې وکړې چې ښار له چورنه وژغوري. ولې بیا هم د کابل د ښار ډېرې برخې چور اولوټ شوې. 

په ځانګړي ډول په دغه لوټ کې ملک محسن او سپه سالار پردل برخه درلوده او ډېرې دولتې ادارې یې چور کړې. 

پدې ډول په کابل کې دوه پاچایان ودرېدل. یو نالوستی داړه مار او بل یو بې زړه سردار. 

خو داړه مار په یرغلیز بريد په لټه کې او سردار د ځان ساتنې په حال کې وو… د شور بازار حضرت، سردار محمد عثمان خان اونورو خاینو وزیرانو او د هغود غوړه مالانو ملګرو… عنایت الله خان ووېره وه.۴ 

چې په پای کې له دری ورځو پاچاهۍ وروسته د یوه تړون او ژمنې له مخې سردار عنایت الله خان له خپلې کورنۍ سره په یوې برېتانوى الوتکه کې پېښورته لاړ. له هغه ځایه په اور ګاډي کې چمن ته او وروسته کندهارته ورسېد.  

د امان الله بیا واک ته د رسېدلو هلې ځلې: 

کله چې سردار عنایت الله خان له کابل نه رخصتېده د يوې لنډې وینا په ترځ کې وویل: 

چې ده د پلار له شهادت نه وروسته هم نه غوښتل چې پاچا شي. اوس چې د امان الله خان په سپارښتنه چې زه پاچا شم، بیا هم ما نه غوښتل، ولې یو شمېر حکومتې چارواکو دېته اړ کړم. 

ما په دې هیله چې د غمځپلې افغانستان ولس ته د خدمت جوګه شم ،دې مسولیته ته مې غاړه کېښوده. خو اوس د افغانانو خپل منځۍ جګړه ده نه غواړم چې د افغانانو وینه تويې شي، نو له همدې امله له واک نه ګوښه کيږم. 

له دې خبرو نه ورورسته نوموړى له کابل نه ووت او د پېښور له لارې دری ورځې وروسته کندهارته ورسېد. په دا سبا دواړه وروڼه د کندهار په ارګ کې د کندهار ولس ته ودريدل او د ورپېښې غميزې به تړاو یې اوږدې خبرې وکړې. 

بيا يې د جرګې غړوته وویل: 

زه غواړم چې د هرات له لارې مزارشریف ته لاړ شم او له هغې لارې بېرته واک تر لاسه کړم. ولې جرګې دا ونه منله لومړي یې دی دپاچا په توګه اعلان کړ. 

دویم یې ورته وویل چې ته په کندهار کې اوسه موږ به ډېرژر یو لوی لښکر تیار کړو. 

پاچا له دې ورورسته یوه لنډ مهاله کابینه جوړه کړه چې عبدالعزیز خان یې د حرب وزیر و ټاکه. 

د کورنیو چارو وزارت یې عبدالاحد خان ته وسپاره. محمد عمرخان او علي احمد خان مومند یې په ترتیب سره د حضور او د شورا منشیان وټاکل او عبدالکریم خان د کندهار دوالې په توګه خلکو ته ورو وپيژاندل شول.  

د بهرنیو چارو وزیر غلام صدیق یو ځل بیا ټولې نړۍ ته د تلګرافونو له لارې د عنایت الله د استعفا او امان الله د پاچا په ټوګه اعلان وکړ. 

میر غلام محمد غبار کاږلي دي: 

پاچا د کابل په څېر د یوشمېر ناوړه درباریانو او مامورینو لخوا محاصره وه خو هغو ځوانانو چې په ترکیه کې زده کړې کولې له پا چا سره د مرستې لپاره کندهار ته را غلل، خو چا يې پر وا ونه کړه.۵ 

بیاهم امان الله له څوارلس زره جنګیالیو سره د کابل (۱۹۲۹ د مارچ ۲۶ نېټه) په لور و خوځېد.  

او ددریو اونیو په شاوخواکې د عبدالاحد خان مایار په مشرۍ. و سلوال ځواکونه غزني ته ورسېدل. 

له دېنه د مخه دجرنېل یار محمد خا ن وزیرپه اندعبدالاحد خان د د لېږدي لمریز کال د وري په دولسمه (۱۲، ۱۳۰۸)نېټه له کندهار نه شا جوی ته راغلی وه چې د هغو قومونو په دې لړ کې دوزیرو اومسیدوملاتړ ترلاسه کړي،چې وزیرستانه راغلي وو،دی وایی، 

له اوږدو خبرو وروسته وزیر عبدالاحد خان مایار د امان الله خان غازي په لاسلیک یو فرمان ما ته (یار محمدخان مریانی) او څوارلس فر مانونه د وزیرستان او جنوبي قومونو د مشرانو پنوم را وسپارل.۶ 

عبد الاحد خان پدې ډاډه وه چې د وزیرستان وګړي به ددوی ملاتړ ته را ودانګي نوځکه ده او غلام سرور خان پا چاته وړاندیز وکړ چې ځان په غزنې کې تم نکړي او مخ په کابل و خوځېږي… 

دا هغه مهال دی چې د سردارامین جان په هڅو دوه زره جنګیالیو له بامیانو نه را واخله د غزني تر هزار ګانو مېشتو سيمو پورې خپل ملاتړ له امان الله خان نه اعلان کړ. 

دا تمه هم کېده چې دغزنی میدان وردګو او بامیانو ګڼ شمېر وګړي هم له دوی سره یو ځای شي.  

ولې له بده مرغه د پاچا یو شمېر درباریانو ده ته په غوږ کې د ماتې او نهیلۍ خبرې څڅولې. 

حضرت فضل عمر مجددي هم دغه وخت له ګو مل نه غزني ته رسېدلي وه.  

خپل مریدان، په ځانګړي ډول سلیمان خېل یې دېته هڅولي وو چې د پاچا په پوځ برید وکړي. 

سره ددې چې سقاو د زوی جنګیالې هم ول او د سلېمانخېلو پنځه زره وسلوال هم. ولې بیا هم د دامان الله خان په ملاتړ پوځ ډېر په بري سره پرمختګ کاوه. 

ان تر دې چې د وزیرو ټبر چې له شاجوی نه دوئ سره مله وه په هغه غونډۍ برید وکړ چېرته چې د نور المشایځ مریدان او پلویان ځای پرځای ول. 

دې کې شک نشته چې یو شمېر ستونزې د پاچا په وړاندې وې، د ساري په توګه : 

په قلات کې دیوه سرتېري هلې ځلې چې غوښتل یې نور سرتېري پاڅون ته وهڅوي. ولې په سزا ورسېد. 

د برتانوي هند له لوري د یوه ملا ګومارل چې په پای کې د پاچا د ځواکونو لځوا ونیول شو او په اعدام محکوم شو. 

دېته ورته څو پرلپسې پېښې وشوې، خو دومره د اندېښنې وړهم نه وې چې د امان الله واک یې ګواښلې وی. 

راواخله ددوه الوتکو برید چې بمونه یې پداسې ځای کې وغورځول چې چاته یې زیان ونه رساوه، 

ولې کومه ستونزه چې ډېره مهمه وه هغه دا وه چې د پاچا پوځونه باید ددفاع په حالت کې په غزني کې نه وي تم شوي، داځکه چې د دوی خواړه او اذوقه مخ په خلاصېدو وه. 

د هزاره ګانو (شېعه) ضد تبلغ هم ورو ورو پرا خېدوشواونورالمشایخ مریدانو ته سپارښتنه وکړه،چې اما ن الله خان له شیعېه وګړو سره د دوستۍ په پلمه تورن کړي … 

د ډارنو درباریانو د خوبونو تعبیر د پاچآ روحیه کمزورې کړې وه. 

د سقایانو د پلویانو په منځ کې داسې ګونګوسې هم ول چې د یار محمد خان وزیر، ملا همزاله، شېرمحمد وزیر، محمد افضل خان او نورو په مشر تابه یو لښکر را روان دی، نو دوی هڅه کوله، په هره بڼه چې کېږي سیال لوری تېښتې ته اړ کړي. 

دا چې ولې پاچا دداسې منظم پوځ او ځواک سره سره چې د ځومره والې او څرنګوالې له مخې سیال لوری له دوی سره د پرتلې وړنه وو شاتګ ته اړ شو؟  په لنډیز سره یې د لاملونو یادونه کوو: 

ـ د پوځ د چګړییزې روحيې کمزورتيا. 

ـ د سیال لورې په سرکې د نور المشایخ د مریدانو او پلویانو ناوړه تبلیغ، ان په پاچا باندې د کفر تور لګول. 

ـ په خزانه کې د سپينو زرو د روپیو خلاصېدل.(اشرفۍ) 

ـ د اشرف اغا په مړینه د کندهار د ځواکونو خواشیني، 

ـ د پرمخ تګ پرځای شاتګ (کابل ته نه تلل).  

ـ د سردارانو ناوړه سلا مشورې. 

ـ علي احمد خان ته دپوځ د واک سپارل. 

ـ د یوشمېر پوځبانو تېښته. 

ـ پرته له کومې موخې امان الله خان بيرته مخ په کندرهار وخوځېد،چې دستونزولا مل شو. 

په پای کې پاچا دثور په ۶(۱۳۰۸ ه ق) حرکت وکړ د ثور په ۱۱ مقر ته او له هغه ځایه قلات ته لاړ. 

پاچا په رباط مومند کې پرېکړه وکړه چې له هېواده ووځي. نو پدې پلمه چې نوي ځواکونه راټولوي  کندهارته لاړ. 

کندهارته چې ورسېد سپارښتنه یې وکړه چې ملکه ثریا له خپلې ټولې کورنۍ سره قلعه جدید ته ورسوي. 

هغه وه چې د افغانستان پاچا امان الله خان د مې په ۲۳ نېټې (۱۹۲۹ز کال) د ډېورنډ له کرښې پورې ووت او د برتانوي هند واکمنۍ کې یې ګام کېښود. 

د امان الله خان په ملاتړ 

۱ـ غلام نبي خان څرخي: 

هغه مهال چې پاچا امان الله مخ په هندوستان وخوخېد ،څرخي غلام صدیق خان خپل ورور څرخي غلام نبي خان ته تلګرام وکړ چې د افغانستان پاچا له هېواده ووت. 

تاسو هم ډېر زر له ترکستان نه ووځی نور هرڅه پايته ورسېدل. 

امان الله په پټه خوله دبرتانوي هند خاورې ته ور واوښت او ممبيې کې یې ډلیزو رسانیو ته د یوې اعلامې په ترځ کې د خپل واک دګوښه کېدو په تړاو چې کیسه یې کټ مټ په یوه خبرکې د برتانوي هند یوه څارګر ویکمن Wickmanکړېده داسې ویلي دي چې افغان پوځ د سقاو دزوی په وړاندې ما ته نده خوړلي.   

ما ونه غوښتل چې په غزني کې ددرانیانو او غلجیانو د خپل منځي جګړې ننداره وکړم او له دې بابته وینه تویې شي. 

ما کله هم د خپل ځان ګټې د خلکو اوملت په زیان کې ندې لټولې. تل مې زیار ایسته چې ستونزې د سولې او خبرو اترو له لارې حل اوفصل کړم، که څه هم زه پوهېدم چې ددوی اړودوړ کوم بنسټ نلري. 

موږ ټولې ستونزې انګېرنې د ملي دودونوپه رڼا کې د ملت د استازو په ګډون په یوه لویه جرګه کې چې شمېر یي یوزر او یوسلو اوه ۱۱۰۷ تنو ته رسيده د رایو په اتفاق له مڼځه یوړې. 

ولې بيا هم يو شمېر کسانو چې خپلو شیطانې کړو وړو وېرول خپلو ناوړه عملونو ته دوام ورکړ…  

نو ځکه مې پدې بنسټ دا غوره و ګڼله چې له خپل تاج اوتخت نه تېرشم. 

دا رښتیاده چې که پاچا پښې ټېنګې کړې وی نو له یوې خوا خو د سقاو د زوی دکړوړو په وړاندې د خلکو کرکه او غبرګون و چې پدې تړاو د هند او برتانیې په ارشیفونو کې، لاسوندونه دا ښی او له بلې خوا د خلکو ملاتړ پدې لړ کې غلام نبي خان څرخي چې د امان الله خان د ملاتړ لپاره هم د هېواد شمالي سیموته راغلي وو. 

ګڼ شمېر پلویان یې دېته وهڅول چې د سقاو زوی حبیب الله ماتې ته اړ کړي. 

دی د مې په میاشت کې په ۱۹۲۹زکال له شوروی نه مزار شریف ته ددهمدې موخې لپاره راغلي وه او په زرګونو کسان دېته چمتو شول چې د پاچا په ملاتړ د سقاو د زوی د جنګیالیو په وړاندې ودرېږي. 

که څه هم ستېوارت Stewart rhea tally  انګېري او پدې اند چې د اته سوه تنو په شاوخوا کې د کلنل کې ام. پریماکوف په مشرۍ دشوروي سره پوځ سرتېري چې څو الوتکې یې هم په واک کې وې د پاچا په ملاتړ له امو له روده را تېر شوي ول چې په مزار شریف برید وکړي. 

څرخي غلام نبي خان د سقا د زوی ځواکونو ته چې مشرې یې د شېر علي خان په غاړه وه ماته ورکړه او د سمنګانو په لور یې پرمختګ وکړ.  

که څه هم د سید حسين په مشرۍ نوي ځواکونه ور واستول شول، ولې بیا هم څرخي ډاډه وه چې د بامیانو له لارې ځان کابل ته ورسوي، خو دلته ورور یې غلام صدیق خان ورته خبر ورکړ چې پاچا له هېواد نه ووت. 

غلام نبي خان چې خبرشو، بېرته مزارشریف ته ستون شو او له هغه ځایه شوروي ته لاړ. 

غلام نبي خان د سپه سالار څرخي غلام حیدر خان مشر زوی وه چې په ١٩٢٠ کال دمزار شريف قومندان شو او ١٩٢١ نه تر ١٩٢٤ پورې په مسکو کې د سفير په تو ګه وټاکل شو. له ۱۹۲۶ -۱۹۲۸ رکال پورې فرانسې ته د سفیر په توګه واستول شو، 

چې د نوامبر په میاشت کې (۱۹۲۸ز کال) کې د حبیب الله خان طرزي پرځاي بیا په شوروي کې د سفیر په توګه وګمارل شو. 

په ١٩٣٢ ز کال کې چې کله له ترکې نه افغانستان ته را وګرځيد، د عبدالغفار صدیق څرخي له قوله د محمد نادر شا له خوا ووژل شو. 

۲ـ شجاع الدوله خان: 

ستېوارت له يوې موهمې خبرې پلو پورته کړیدې چې«پاچا امان الله په کندهار کې پدې بوخت وه، چې پوځ له سره و رغوي، له هغه ځوانانو نه چې په ترکیه کې یې زده کړې کولې،هغه دری تنه مهم سفیران چې په مسکو، لندن، او پاریس کې دېپلوماتيکې دندې پرمخ وړلې ځانونه کندهارته ورسوي.  

نوخکه څرخي غلام نبي خان له مسکونه مزار ته، شجاع الدوله خان له لندن نه هرات ته او له محمد نادر خان نه هم ورته غوښتنه شوې وه چې کندهار ته راشي.۷ 

د همدې بنسټ له مخې څرخي غلام نبي خان په مزار کې پاتې شو او شجاع الدوله خان هرات ته ورسېد ولې نادر خان پټه خوله پاتې شو. 

شجاع الدوله خان پداسې مهال هرات ته ورسېد چې په پوځ کې ګډوډي وه او په همدغه ترڅ کې د هرات د والي زوم عبد الرحمن د یوه یاغې سرتېري لخوا ووژل شو، له دې سره جوخت والې او دهغه بل زوم هم ووژل شول. 

که څه هم محمد غوث خان ځان د فرقې رښتني قوماندان ګاڼه، ولې عبدالرحمن هم د خپل خسر په مټ ځان ته فرفه مشر ویل. 

د پوځ ددې نا یوالۍ له بابته يو ناوړه ناورين رامينځته شو، چې د سقاو د زوی په سپارښتنه عبدالرحیم خان کوهستانی  هرات ته ننوت اوشجاع الدوله خان چې پخوا د هرات نایب الحکمه وه یوڅه سمسمکې راووست.  

ولې بیا هم عبد الرحیم خان خکه بريالى شوچې د شجاع الدوله خان پلوی پوځ هغه ته تسلیم شو. 

له دې وروسته نوموړی له هرات نه بهر شو او په ۱۹۲۹ز کال برلین ته ورسېد او شپاړس (۱۶) کاله وروسته په هماغه ښارکې ومړ. (نور بیا) 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب