سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+عشق/ اجمل پسرلی

عشق/ اجمل پسرلی

 د څوارلس سوه بلاک د څلورم منزل د دوه اویایم اپارتمان له بالکونه یې کړکۍ ګرځولې دي. یو وخت به ټکنده غرمه د ویالې پورې غاړه ولاړ وم، هغه وخت د دې تراس سر لوڅ و. یوه نجلۍ به دلته راغله، کله به یې راته شا کړه. کله به یې یو نیم کالی د بهر خواته وڅانډه، مخ به یې زما خواته کوږ ونیو. هرځل چې به دې کتل زه به د ونې سیورې ته کیدم. په څټ کې راماته هاغه خوله، د نجلۍ تر تګ وروسته د طناب د پلاستیکي قیدکونو رنګونه، چې سره به یې د کوڅې خواته پر کالیو ټومبلي و، هاغه تلوسه، د زړه هاغه درب درب…. پوښتنه مې وکړه، ویل یې دا کورنۍ تر ډيرو دلته وه، بیا چې نظام بدل شو کډه یې وکړه. د مکروریانو زاړه سبزي فروش ویل، د دې زینې پخواني خلک لکه چې ایران ته تللي دي. د ګذر مامور بیا ویل چې دې خلکو ځانونه اروپا ته ایستلي دي.

 زه چې کلونه مخکې جرمني ته ولاړم د حسینې نوم مې ورځې ورځې په فیسبوک کې وپلټه خو دا مې پیدا نه کړه. نه پوهیږم چې دا نوم به یې لاسم و که نه و، د پورې بلاک یوه قسم خور هلک راته په دیرش سپارې قسم کړی و چې حسینه نومیږي.

 د همغې زړې ونې لاندې ودریدم چې کلونه مخکې به کښیناستم. پر دې ونه مې په چاقو یو زړه هم هاغه زمانه کښلی و چې بیا بیا به مې په سره توش رنګ ور تازه کاوه… د مچ بڼا شوه، د خرکار ناره شوه« کلچه پیاز کلچه پياز…»…پر ونه مې ګوتې تیرې کړې، ډډ یې دومره کنډ کپر شوی لکه درې څلور پوسته چې یې تراش شوې وي.  د بلاک له وره څلور هلکان راووتل، سطلونه ورسره وو. په شپیلکي شپيلیکي وررهي شوم، پخوا به مې په خوله سم شپيلکی واهه اوس یې غږ هغسې رسا نه وي.  یوه هلک سطل د بلاک مخې ته نل ته کوږ ایښی و، نور له سطلونو سره په زینو وختل، چې له کاږه ټیټ نله به یې څومره اوبه خیژولي وي؟ په دې هلکانو پسې پر زینو ورپورته شوم . یو سړی له پورته راښکته کیده سترګي په سترګو شو، ما سر ښکته واچاوه، ده هم څادر پر اوږه سم کړ:

« له دې پوښتنه ونه کړم؟»

« د چا پوښتنه؟»

« کیسه به ورته وکړم»

« وبه خاندې»

د زینو له همدې سره مې ورته وکتل، یو پوړ لاندې له یوه بل سره ودرید:

« چې دا دوهم ولاړ شي بیا به ورته ووایم»

د درییم منزل د دهلیز پر کړکۍ مې لاس تکیه کړ، ایینه یې ماته وه، د چوکاټ رنګ یې داسې الوتی و چې نه تشخصیده چې له اصله په کوم رنګ رنګیدلې ده، مازدیګرني شمال د بلاکونو ترمنځ ولاړې ونې زنګولې، د جومات له لاډسپیکره د اذان غږ راپورته شو، جړ و. د بلاک ورته مې وکتل څوک نه ښکاریدل، پر زینو ورښکته شوم څوک نه و، یوه هلک سطل نل ته نیولی و، ترې ومې پوښتل:

-په دې زینو کې په څلورم منزل کې دې چپ لاس ته د چا کور دی

-د قیس دوی کور دی ورغږ کړم

 زه ترې روان شوم، د ده پښه له سطل سره ولګیده، مخ مې ورواړاوه، اوف یې کړل اوبه یې چپه شوې وې. ما شا شاته بلاک ته کتل. د څلورمنزل پټ شوي تراس ته مې سودا شوه چې شاته به یې څه وي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب