شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی طالبانو سره د خبرو...

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

تاند (شنبه، د سنبلې) د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر مطلق بن ماجد القحطاني د یوه ټولشموله حکومت او کابل هوايي ډګر د بېرته پرانیستل کېدو لپاره له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

ډاکتر القحطاني وايي دې بهیر کې د یوه بې پرې منځګړي په توګه قطر له ټولو لوریو سره خبرې کوي.

نوموړی وايي، د اوس لپاره له طالبانو سره لومړیتوب د واک سوله ییز لېږد او د یوه داسې ټولشموله او ګټور حکومت په هکله خبرې دي چې د افغانانو خدمت وکړي.

قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربتوب کوي او تېر کال د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه په همدې هېواد کې وشوه.

د یاد هېواد استازی داسې مهال کابل ته راځي چې بل لورته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د یکشنبې په ورځ به قطر ته ولاړ شي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې د مرستې په خاطر به د دې هېواد له مشرانو مننه وکړي.

هغه زیاته کړه چې دغه راز به په دوحه کې له افغانانو او قطري چارواکو سره هم وګوري.

بلېنکن وویل چې له قطر وروسته به د جرمني رامشتاین هوايي اډې ته ولاړ شي او هلته به هم له افغانانو سره وګوري.

بلېنکن زیاته کړې چې دی به د هغو څه باندې شلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم په انلاین غونډه کې ګډون وکړي چې له افغانستانه د لسګونه زره کسانو د را ایستلو او ځای پر ځای کولو په عملیاتو کې ښکېل دي.

بلېنکن زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو امریکایانو سره چې لاهم په افغانستان کې پاتې دي او غواړي ووځي په دوامدار تماس کې دی.

دغه راز د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین هم په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ د خلیج هېوادونو ته سفر وکړي.

پنټاګون ویلي چې اسټین به سعودي عربستان، قطر، بحرین او کوېټ ته د سفر پر مهال د امریکا له دې متحدانو څخه له افغانستانه د خلکو د اېستلو په پراخو عملیاتو کې د مرستې په خاطر مننه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب