جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهکابل کې د شهزاده سرای نن بېرته پرانیستل کیږي

کابل کې د شهزاده سرای نن بېرته پرانیستل کیږي

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۳) د افغانستان بانک نن په کابل ښار کې د شهزاده سرای د پرانیستل کېدو خبر ورکوي.

له دغه بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د افغانستان بانک او د صرافانو رهبرۍ تر منځ په ګډه ناسته کې شوې ده.

په دې ناسته کې د افغانستان بانک ژمنه کړې چې په مالي او بانکي برخو کې به هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې امانتونه یې له دوی سره خوندي دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.

د سرچینې په وینا د افغانستان بانک ویلي، چې په مرکز او ولایتونو کې د سوداګریزو بانکونو فعالیتونه پیل شوی او د جوړې شوې کړنلارې پر اساس به بانکي فعالیتونه دوام وکړي.

افغانستان بانک وایي، دغه کړنلاره به تلپاتې نه وي، بلکې ډېر ژر به د بانکونو عادي فعالیتونه بیرته پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...