دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د روغتيا لومړني دښمن څه شي دي؟

د روغتيا لومړني دښمن څه شي دي؟

توريالي همت

څيړونو ښودلې چې له څلويښتو نيولې تر نوي سلنې چاغ ماشومان دعمر د ډيريدو پر وخت له ستونزو سره مخامخ کيږي او د چاغوالي له امله ورته ډول ډول ناروغۍ رامنځته کيږي.

په ايران کې د يوې روغتيايي ډلې مشر داکټرعلي اکبر سياري وايي چاغوالی د زيات شمير مزمنو ناروغیو سبب کېږي او ډير کله ورسره د وینې لوړ فشار، کلسترول او د شکري ناروغي مله وي.

داکټر سياري وايي د چاغوالي له امله اختلاتات له کوچینوالي څخه پيل اوبيا د عمرپه اوږدو کې دوام کوي.

ده وويل چې د کوچینوالي چاغوالی د پاخه عمر له چاغوالي سره تړاو لري په دې مانا چې که څوک په ماشومتوب کې ډيرچاغ وي په ځوانۍ او د عمر د ډيدو پرمهال يې هم وزن ډيريږي.

روغتياپوهان وايي چاغوالی د روغتيالو مړنی دښمن دی ځکه په خبره يې له امله يې روغ انسان په بيلا بيلو ناروغیو اخته کيږي.

د داکټرعلي سياري په وينا په نړۍ کې يوعشاريه يو د ډير عمر لرونکي خلک او لس سلنه ماشومان د ډير وزن لرونکي دي چې له ډلې يې ٣١٢ ملیونه کسان چاغ دي.

هغه زياته کړه چې دا شان ديرش سلنه د ډير عمر لرونکي چاغ خلک په امريکا اوشل په اروپا اونورو عربي هيوادونو کې ژوند کوي چې ډيری يې په سختو ناروغيو اخته شوي دي.

روغتياپوهان وايي په دې برخه کې زياتې پوهونې ته اړتيا ده ترڅو خلک د ډير وزن له زيانونوپه خبريدو سره ورزش وکړي اوخپل ډيرشوي وزن کنټرول کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب