دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهتاس وايي، ملا هبت الله اخوندزاده به د ایران د خامه يي...

تاس وايي، ملا هبت الله اخوندزاده به د ایران د خامه يي په شان رول ولري

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۳) د روسیې تاس خبري اژانس وايي چې د طالبانو د تحریک مشر ملا هبت الله اخوندزاده به احتمالاً د ایران د علي خامنه يي په شان د افغانستان زعیم وي او ورسره یوځای به ملا محمد حسن صدراعظم، او ملا عبدالغني برادر یې مرستیال وټاکل شي.

تاس د پاکستاني سرچینو په قول دا هم ویلي چې ملا عبدالغني برادر ممکن په خپله صدراعظم وټاکل شي.

د تاس په راپور کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو د موسس زوی ملا یعقوب به دفاع وزیر، د حقاني شبکې موسس او د طالبانو د تحریک مرستیال سراج الدین حقاني به د کورنیو چارو، امیرخان متقي د بهرنیو چارو او ګل آغا اسحاقزی د مالیې وزیران وټاکل شي.

تاس وايي چې طالبان به په دې برخه کې اعلان په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې وکړي.

تر دې مخکې ځینو نورو خبري اژانسونو لکه رویټرز د طالبانو د کابینې په اړه لږ متفاوت نومونه یاد کړي و.

ځینو رسنیو ویلي و چې عباس ستانکزی به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وګومارل شي.

داسې ناتایید شوي راپورونه هم شته چې د طالبانو ترمنځ ژور سمتي او قبیلوي اختلافات شته.

ویل کېږي چې حقاني شبکې له فرصته په استفادې خپل کسان کابل ته ننه ایستي او مهم ځایونه یې مخکې تر مخکې کنټرول کړي چې دا کار د کندهاري طالبانو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

په مستقل ډول دا راپورونه تایید یا رد شوي نه دي.

1 COMMENT

  1. نن ورځ د تکنولوژی د پر مختګ په سیوری کی ځینی جراحی عملیات د لیری څخه د جراحانو لخوا تر سره کیږی
    همدارنګه
    نن ورځ د ” توطئو ” په عملیات خانو کی زموږ هیواد غوندی خلګو د اذهانو او افکارو د جرّاحی په موخه له لیری ځایه څخه د دیجیتالی او حتی خیالی رهبرانو ” پیازک ” کَرَل کیږی او کښېنول کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب