سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د یوه «سنګین» انسان کیسه/ ګل رحمن رحماني

د یوه «سنګین» انسان کیسه/ ګل رحمن رحماني

    بریالي انسانان د خپل ذاتي جوهر او فطري ځانګړنو له مخې خپله وړتیا ان د ماشومتوب له دورې د خپلې مور په غېږ کې په یوه ډول نه یوه ډول څرګندوي. د هغوی ذهني تفاوتونه آن په کم عمر په بېلابېلو کړو وړو کې څرګند وي او که چېرته یې مور او پلار  دغه خلاقیت ښه درک کړي؛ نو دا پټ استعداد او ذهني ځواک یې دومره پیاوړی او پالل کېږي چې ورسره یې د ژوند راتلونکی مسیر او بهیر ټاکي.

    بله مهمه خبره داده چې د بریالیو انسانانو د ژوند او کړو وړو تګلاره د تیورۍ او عمل تر منځ په یوه داسې توازن ولاړه ده چې اکثره وخت د عملي کړو وړ تله ورباندې درېږي او تیورۍ تر پښو لاندې کوي، دوی د خپلو تیوریو او طرحو لاسته راوړنو ته لاس تر زنې ناسته او ډېر انتظار نه کوي، بلکې غواړي چې د خپل هرعملي ګام پایلې او ټولنیز اغېز په خپلو سترګو وګوري او دې ته په پام سره د خپل پرمختګ بل یا راتلونکی ګام اوچت کړي.

   دغه لنډه مقدمه مې د یوه داسې چا په اړه ولیکله چې له ماشومتوبه تر ننه پورې هم اغېزناک او هم اغېزمن پاتې شوی دی، د خپل او نورو ژوند ته یې د خپل فکر او ځاني وړتیا په سبب په داسې توپاني حالاتو کې مثبت مسیر ورکړ چې نه یې مخکې کومه الګو وه، نه امکانات او نه هم ښاري او د نن په څېر نسبتا مسترح ژوند، د ټولو هیلو او پلانونو سرلښکر یې داسې یو پلار و چې د خپل زوی په فطري وړتیا یې بشپړ باور درلود او د هغه روزنه یې خپل مسوولیت باله.

    هو؛ دا اغېزناک شخصیت په پښتو او دري ژبه کې د تازه پینځه سوه مخیز چاپ شوي کتاب «زه او مخابرات/ من و مخابرات» لیکوال او د افغانستان یو پخوانی پیاوړی وزیر، ځیرک مدیر، د مخابراتي سیسټم ښوونکی او نړیوال شخصیت ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین دی.

  یو څه به تېر ته لاړ شم، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوو دورو کې ما د خبریالۍ دنده تر سره کوله، د حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول وزیر صاحبانو په خبري غونډو کې مې د خپل مسوولیت له مخې کله ناکله مستقیم او نا مستیم ګډون کاوه، د دوی له څرګندونو او معلوماتو به د خبرونو او رپوټونو جوړولو دنده را په غاړه وه.

     ښه مې په یاد دي چې بېلابېلو وزیرانو به د خپلو اړوندو وزارتونو، کړنو، پلانونو او سفرونو په اړه خبرې کولې. ځینې به احساساتي وو، ځینو به یوازې خپلې خبرې پلورلې، د ځینو به یوازې کاغذي پلانونه وېشل کېدل، عملي چارې به یې نه تر سترګو کېدې، ډېر کم به په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) پوهېدل، ځکه به یې د خبریالانو له پوښتنو هم یو ډول وېره لرله.

   د دوی تر منځ یو وزیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلی امیرزی سنګین و چې واقعا د خپل تخلص بشپړ استازی او په خلکو کې محبوب شخصیت و. نرمې او په تول پوره خبرې، په پښتو او دري دواړو یو ډول حاکمیت، خبریالانو ته درناوی، په خبرو او موضوع مستند تمرکز او له خپل دریځ څخه مستنده دفاع یې ځانګړنې وې. تر ټولو مهمه دا چې هره ناسته یې د مخابراتو او ډیجیټلي افغانستان په اړه له یوه نوي زېري سره وه، داسې زېری چې ولس کې به یې عملي اړخ مشاهده کېده او عملا به ګټه ورڅخه اخیستل کېده.

  د همدې مهم، ګټور او مستند کتاب د چاپ په بهانه ـ چې ماته یې هم له وړاندې د لوستنې ویاړ را په برخه شوی  او په بیا بیا لوستنه ارزي ـ  د لیکوال د شخصیت په اړه یو څه لیکم. زه د ښاغلي سنګین پر شخصیت له درېیو زاویو خبرې کول غواړم.

الف: متعلم، محصل او مخترع سنګین

ب: نړیوال کاري او مسلکي شخصیت سنګین

ج: بې جوړې وزیر او د مخابراتو بنسټګر سنګین

 

 لومړی: ښاغلی سنګین د پکتیکا د یوې لرې او وروسته پاتې ولسوالۍ اورګون په ګلشاخېلو کې نړۍ ته سترګې وغړولې، د پلار په ځانګړنې پاملرنه یې زده کړه وکړه، له شپږم ټولګي وروسته ـ چې زده کوونکو نور بېرته له زده کړو دهقانۍ او نورو کاروبارونو ته ستنېدل ـ دی د ولایت مرکز ته په زده کړو پسې مساپر شو، تر مرکزه یې د خپل پلار په ملتیا پلی مزل وکړ، کور کلی یې هېر کړ، له ښوونځي وروسته بیا کابل ته لاړ، هلته یې د مخابراتو روزنیز مرکز کې یې زده کړې پیل کړې او د مسلکي مسیر لومړۍ خښته یې کېښوده.

     همداسې د خپل استاد په مرسته د لوړو زده کړو لپاره تر لندنه ورسېد او یوه معتبر پوهنتون کې یې د مخابراتو انجنیري ولوسته، هلته د ژوند له پراخه امکاناتو او کاري فرصتونو سربېره هېواد ته د خدمت لپاره را ستون شو، په مخابراتو روزنیر او اکاډمیک مرکز کې یې د استاد په توګه دنده اجرا کړه، زده کوونکي یې وروزل، د راډیو، ټیلفون او نورو تخنیکي وسایلو د رغونې او سمون په برخه کې یې خپله وړتیا په اثبات ورسوله، علمي کنفرانسونو او ناستو کې یې ونډه واخیسته، تر دې چې د مرکز مدیریتي دندې یې تر سره کړې، مشري یې وکړه او د کورنیو جګړو په راتګ سره د یوه مجرب او مسلکي استاد په توګه هېواد پرېښودو ته اړ شو. ددې برخې مهمه خبره داده چې ښاغلی سنګین لومړی د خپلې کورنۍ او قوم اتل شو، وروسته یې د افغانستان او نړۍ د مخکښ شخصیت څېره او اتلولي خپله کړه.

دویم: ښاغلی سنګین په سویډن کې له لومړیو افغانانو څخه و چې په کمه موده کې یې سویډني وګړو استعداد درک کړ، سویډني ژبه یې زده کړه، سویډنیانو هم مسلکي دنده ورکړه، د سویډن د سترې مخابراتي شبکې لوړ پوړی غړی شو، سویډني او انګلیسي روانې ژبې یې زده کړې، ډېر ژر ورته له سویډن بهر د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ټیلیا انټرنشنل مخابراتي شرکت د استازي او پیاوړي انجنیر په توګه زمینه مساعده شوه او کلونه کلونه یې د نړۍ د لویو وچو د مخ پر ودې هېوادونو تر منځ تګ راتګ کاوه، د موبایل ټکنالوژۍ او اړیکو پروژې یې تطبیقولې او ګڼو بهرنیانو یې تر مشوره او لاس لاندې کار کول د ځان ویاړ باله.

   دلته یې خپل هېوادوال هم نه وو هېر کړل، هم یې هلته سویډن ته د کډوالو په توګه ور وبلل او هم یې د پاکستان افغان کډوال کمپونه نه وو هېر کړي، مرستې یې ورسره کولې، په درد یې دردمن و او د سویډن هېواد یې «د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې» مهمې ښوونیزې او مرستندویه موسسې جوړونې ته وهڅاوه، د شوروي یرغل پر ضد او د افغان ولس په ملاتړ یې غږ اوچت کړ، مرکې او لاریونونه یې وکړل، خپله ایماني او افغاني دنده یې تر سره کړه.

    درېیم: د ښاغلي سنګین د شخصیت درېیم اړخ چې له ډېرو قربانیو او لوړو ژورو سره تړلی دی، له ۲۰۰۱ زېږدیز کال وروسته بدلونونو څخه پیلېږي. ښاغلی سنګین په هند کې یوه مهمه دنده او ارام ژوند پرېږدي او له دې هیلې سره کابل ته راځي چې که وکولی شي د خپلې تجربې او مسلک په اساس د وران افغانستان په رغونه کې څه وکړلی شي.

     نوموړی نه کوم ګوند لري، نه پېژندنه او واسطه، یوازې خپل دیپلوم او د نړۍ هېوادونو کې پراخه کاري تجربه ورسره ده. د مخابراتو روزنیز مرکز ته ورځي، هغه چې ده په کې زده کړې او بیا استادې کړې وه، د مخابراتو وزارت ته ځي، د وخت وزیر او دده پخوانی همکار ښاغلی معصوم ستانکزی له خپل دفتره بهر راوځي، ګوري چې انتظار خونه کې سنګین ناست دی، غېږ کې یې نیسي، د وزیر په غوښتنه داوطلبانه همکاري ورسره پیلوي، دوه کاله په مهمو تخنیکي پروسو کې ورسره د مشاوریت دنده اخلي او بالاخره ولسمشر حامد کرزی دغه استعداد درک کوي، د وزارت چارې ورسپاري، ولسي جرګه ورباندې باور کوي او له مشاوریت نه څه باندې دوه کاله وروسته پوره لس کاله یاني دوو دورو کې د مخابراتو د یوه موفق وزیر په توګه دنده اجرا کوي.

      دا نو داسې زمانه ده چې خلک د یوه زنګ لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي، د افغانستان کورني او بهرني غلیمان په کمین کې ناست دي چې د نړیوالو مرستو بهیر د شخصي ګټو خواته ور مات کړي، ناوړه استفادې وکړي، خو سنګین صاحب د مخابراتي ټکنالوژۍ بنسټ ږدي، وزارت کې سمون راولي، ژمنه کاري ډله جوړوي، خصوصي شبکو ته جواز ورکوي او په کم وخت کې افغانستان د سیمې د هېوادونو په کچه د مخابراتي خدمتونو خاوند ګرځي.

     فایبر نوري شبکه، روشن، اتصالات،  اریبا (ام ټي ان) او افغان بیسیم خصوصي شبکې جواز تر لاسه کوي، تري جي او ۴جي ټکنالوژي راځي، د برېښنايي حکومتولۍ او برېښنايي پېژندنې پاڼې( تذکرو) طرحې وړاندې کوي، د خصوصي مخابراتي شبکو له خپل سریو سره د سیالۍ لپاره افغان ټیلی کام او سلام مخابراتي شبکې رامنځته کوي، پوسټ شبکه منظموی، پر شبکو د څار قانون او اداره (اترا) جوړوي، د مخابراتو وزارت د ملکیتونو د ساتنې لپاره مبارزه کوي او بالاخره وزارت د وخت حکومت ته په یوه تر ټولو ستر عاید لرونکي وزارت بدلوي چې کاري اغېز یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې محسوس وي.

    په دې دورو کې ښاغلی سنګین د هېواد ګوټ ګوټ ته د پروژو د پرانېستې لپاره کاري سفرونه کوي، د تر ټولو بوخت وزیر په توګه شپه ورځ هڅه کوي، د نړۍ هېوادونو ته بلل کېږي، په نړیوالو ټکنالوژیکو کنفرانسونو کې د یوه محترم او لاسته راوړنو لرونکو وزیر په توګه په ویاړ سره د افغانستان استازولي کوي، ویناوې وړاندې کوي، د افغانستان په اړه د نړۍ د هېوادونو او خلکو تصور بدلوي، ورته څرګندوي چې یوه وزارت له بهرنیو سلاکارانو پرته په افغاني ځواک د افغانستان ټکنالوژیکه څېره بدله کړه.    افغانستان ته د موبایل خدمتونو نړیواله جایزه ګټي او بالاخره دغه بریالی سفر د ملي یووالي حکومت په راتګ سره پای ته رسېږي، خو په مننې او ستاینې سره نه، بلکې په سپکاوي ته ورته حرکت او تورونو سره، هغه بیا هم د خدمت تمه لري، خو هېواد پرېښودو ته اړ باسل کېږي، تر دې چې ښاغلی سنګین کابل هوايي ډګر د یوه عادي وګړي په څېرتلاشي کېږي او اړوند مسوولین هم دا هېروي چې له یوه بریالي، مخکښ او خدمتګار وزیر، یوه ملي او ټولمنلي شخصیت سره انساني او افغاني چلند څنګه وي؟

   زه به باوري چې «زه او مخابرات/ من و مخابرات» ګټور اثر به د ټکنالوژۍ په زمانه کې د یوه معاصر افغانستان د لوړو ژورو عصر په ښه ډول معرفي کړي او ددې برخې له هم مسلکانو پرته به عامو لوستونکو ته هم یو ښه معلوماتي کتاب وي.

     د کتاب ښېګڼه په دې کې ده چې په ساده ژبه لیکل شوی، لیکوال په کې ځان یو اتل نه، بلکې یوه عادي راوي په توګه راوړی دی، تسلسل او زړه راښکونتیا لري، مستند دی، پر رښتنولۍ ولاړ دی،  نږدې ټول پراګرافونه خپل مستند تصویرونه او اسنادونه لري او هر څپرکی یې د ټکنالوژۍ په برخه کې خپل اړوند معلومات لري. دا ګټور اثر دې درانه مشر ښاغلی امیرزی سنګین، د مخابراتو برخې هم مسلکو او ټولو لوستونکو ته له زړه نه مبارک وي. په دې هیله چې د وزیر صاحب قلم د خپل مسلک نور اړخونه او تجربې هم د ګرانو لوستونکو لپاره ثبت او خوندي کړي.

پای

1 COMMENT

  1. د ښاغلي سنګین د شخصیت درېیم اړخ چې له ډېرو قربانیو او لوړو ژورو سره تړلی دی، له ۲۰۰۱ زېږدیز کال وروسته بدلونونو څخه پیلېږي. ښاغلی سنګین په هند کې یوه مهمه دنده او ارام ژوند پرېږدي او له دې هیلې سره کابل ته راځي چې که وکولی شي د خپلې تجربې او مسلک په اساس د وران افغانستان په رغونه کې څه وکړلی شي.
    ——————————————————
    کومو قربانیو؟ دلته خو لوړې اوژوءې دانجینیری له محاسبې وځي او کړکېچ پیل کیږی:
    دافغانستان کړکېچ په سیاسی ،اقتصادی،اجتماعی ،ملی او اسلامی لحاظ له همدې ککړې ،غلامې، یوطرفه جادې رابیل شو.دې ته په کوم مشروعیت دې تباهی ته بدلو ن وایی ؟ معصوم ستانکزی خلقی څوک دی؟ دلته خو دناتو لښکرو ملا را وتړله چې افغانستان ونړوی تا له سنګین څخه سوچه معجزه جوړکړی کوم منطق او عقل دامنی چې دې وخت کې یو مسلکی غړی داحق خانه ته ورکوی چې بشپړ ناوړین او مزدوره اداره کې د بن له ګلم جمو سره دوزارت مقام ته ځان ورسوی . دوستم هم مارشال وه تورن اسماعیل خو داوبو به تعریف نه پوهېده خو بیا داوبو او انرزی وزیروه .
    هیله لرم چې د یوه ژورنالیست به توګه له واقعیت سترګې پټې نه کړې افغانستان دومره تکړه انجنیران لری چې دمخابراتو څانګې دبرخې څو کیبلونه ا ومزی یې به بشبړه توګه جیب کې براته دي.
    راغلو دسنګین دوخت داړه ماران او غله دابحث به اوس پريږدو هیڅ ګټه نه لری زه فکر کوم پنخه سوه مخه کتاب یوازې د مخابرااتو به برخه کې زیاتی دی هغه هم دګوګل په معاصره تکنالوزی کې .که کتاب هم ستا دلیکنې پر بنا لیکلی شوی وی بیا سره بوه شو
    سنګین ماته دبسم الله محمدی به څېر ګونګ سړی سکاری خو والله اعلم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب