شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد آی ايس آی ريیس له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل...

د آی ايس آی ريیس له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغی

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۳) پاکستاني رسنیو نن وویل چې د دغه هیواد د پوځي استخباراتو ريیس ډګرجنرال فیض حمید نن /شنبه/ کابل ته ورسېد چې د طالبانو له قوماندانانو سره وویني.

د پاکستان د حکومت په وینا ډګرجنرال حمید، چې د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې کوي.

«د افغانستان – پاکستان د امنیت، اقتصاد او نورو مسلو په اړه به هم له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.»

خو ځینې نور راپورونه وايي چې د آی ایس آی مشر هڅه کوي چې د طالبانو ترمنځ اختلافات حل کړي.

نیوز ۱۸ ویبپاڼې ادعا کړې چې د پاکستان پوځ اواستخبارات هڅه کوي چې له حقاني شبکې سره د ملایعقوب او ملابرادر اختلافات هوار کړي.

دې شبکې همداراز ویلي چې پاکستان غواړی چې حقاني شبکه د افغانستان پر راتلونکې اردو برلاسې وي.

تر دې مخکې نن د پاکستان د پوځ لوی درستیز د بریتانیا له باندنیو چارو وزیر دومینیک راب سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

جنرال قمر باجوه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې پاکستان به د افغانستان د سولې او د نوي ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړي.

تېره اوونۍ رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي و چې د پاکستان د استخباراتو ريیس کابل ته ځي چې د افغانستان نوې ملي اردو تنظیم کړي خو هغه مهال طالب چارواکو د رویټرز خبري اژانس ادعا په کلکه رد کړه.

3 COMMENTS

  1. کله به مو چې د طالب د غلامۍ په هکله څه ولیکل نو ډیرو به بد رد ویل چې د مسلمان په ځای د کافر طرفداری کوی، دا د طالب د مور میړه چې اوس راغلی نو اوس خو به یې غلامي منئ. طالب نه مسلمان دی او نه افغان دا هغه پاکستانۍ غلامه ډله ده چې د پاکستان ای اس ای یې ځنځیر په لاس لري او دا شل کاله یې پرې افغانستان تباه کړ او د سپیو پشان یې پرې وخوړ. افغان بیغیرته ملته اوس هم سرې وخت دی چې پسې راجګ شئ او دا وحشیان بیرته د پنجابۍ مور په …ورننباسئ. ګنې د تل لپاره د پنجاب مستعمره شوئ.

  2. I AM VERY SAD WHY OUR COUNTRY IN HANDS OF ISI.
    IS PUNJAB BETTER FROM AMERICA,
    SHAME FOR HAQANI NET WORK.
    YOU ARE PASHTOON TRIB ZADRAAN YOU BECOME MAZDOOR OF PUNJAAB
    MY DEAR AFGHANS THIS IS VERY BAD TO SUPPRT TALIBS BECAUSE OF PASHTOON.
    THIS PASHTOONS ARE PUNJABI,
    WE HAVE TO SUPPORT AMRULLAH SALIH. AND STAND UP ANTI PUNJABI TALIBS.

  3. موږ کې متل ده وايي ډمډمډومک خپله ځاله پخپله ښيي.طالب هم خپل ځان افغان ولس ته ورښيي سي تورلالا پنجابی زموږ بادار او بيله ده موږ هيڅ نسو کولای. اوس به دوۍ افغان ولس په کوم وجدان سره ګوري ؟ ايا دغه اسلام ده ايا دغه د هيواد ازادي ده سي لوی يرغلګر ته يې ددوۍ په ژبه ماته ورکړه مګر تورلالا ته يې مړه څټونه نيولي ! تر دغه اسلام خو تور کفر ښه ده سي لعين حرامي او غلام پنجابي ته يې د هيواد واګي په لاس کې ورکړې. ايا که دوۍ رښتيا د هيواد د ازادۍ لپاره جهاد کولای دابه يې ويلي وه سي موږ د واک لپاره نه جنګيږو موږ د افغانستان د ولس د ازادي لپاره وجنګيدلو اوس بايد واک د اهل خاوندانو ته ورکړو او پردی زموږ په منځ کې شر او فساد نه کړي جوړ. يوه خبره کووم دغو خلکو لکه مخکي مي سي ليکلي وه. تر خپله اورتو تير سۍ مګر هيواد تورمخي پنجابي ته مه سوغات کوۍ. دغه ولس به په تاسي لعنت ووايي او په ډبرو به مو قبرونه داسي ولي لکه د هغه ذوروغال سي د ابرهه لښکر ته يې د مکې لاره وروښوله تر څو ابرهه مکه ونړوي (ايت سورة فيل). وروسته به کله سي عرب دده په قبر ورتلل دده قبر به يې په ډبرو ويشتل. زما په اند طالب لکه دده پلار د افغان ولس ازار وهلی او شرميدلی ده. ايا څوک سي افغان وي پښتون وي د پنجاب غلامي به ومني ؟ طالبه ته افغان پښتون مسلمان يې؟ د هغو نيکونو لمسئ يې سي دغه خاوره سرلوړې ازاده ساتلې وه ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب