سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي چې د پنجشېر مرکز (بازارک) ته نژدې شوي

طالبان وايي چې د پنجشېر مرکز (بازارک) ته نژدې شوي

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۳) طالبان وايي چې د پنجشېر د پریان او شوتل (شُتل) ولسوالیو له نیولو وروسته یې د دغه ولایت عنابه او خِنچ ولسوالۍ هم نیولي دي.

خنج ولسوالي د پنجشېر له مرکز بازارک سره پوله لري.

طالبان وايي چې ځواکونه یې د ابشار ولسوالۍ د نیولو په درشل کې دي. ابشار د بازارک په جنوب کې ده.

اوس د پنجشېر ولایت رخه او بازارک هغه سیمې دي چې لا طالبان پرې کنټرول نه لري.

طالبان وايي چې په پنجشېر کې ورو پرمختګ کوي چې ملکي وګړو ته زیان وانوړي خو له سیمې څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د احمد مسعود په مشرۍ ځواکونه، چې ځان د ملي مقاومت جبهه بولي، د طالبانو د پرمختګ په وړاندې شدید مقاومت کوي.

طالبان همداراز وايي چې ځواکونه یې د پنجشېر مرکز بازارک ته نژدې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب