یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د نوي حکومت اعلان یې بلې اوونۍ ته وځنډاوه

طالبان وايي، د نوي حکومت اعلان یې بلې اوونۍ ته وځنډاوه

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۳) طالبانو، چې په پام کې لرله نن خپل حکومت اعلان کړي، د نوي حکومت جوړېدا راتلونکې اوونۍ ته وځنډوله.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن وویل چې دوی هڅه کوي چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ پراخ بنسټه او ټولسمشوله حکومت جوړ کړي.

ټاکل شوې وه چې طالبان نن په کابل کې نوی حکومت اعلان کړي. باور کېده چې د طالبانو نوی حکومت به د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ وي.

دا د اګست له ۱۵ راوروسته، چې طالبانو کابل نیولی، دوهم ځل دی چې د دوی له لوري د حکومت اعلان ځنډېږي.

ذبیح الله مجاهد ویلي«د نوي حکومت او کابینې په اړه اعلان به راتلونکې اوونۍ وشي.»

ده نور جزییات ورنه کړل.

خلیل حقاني، چې د حکومت د جوړېدو په اړه له بېلابېلو خواوو سره د خبرواترو د کمېټې غړی دی، ویلي چې د طالبانو له لوري یوه داسې پراخ بنسټه حکومت، چې نړیوالو ته د منلو وي، د جوړېدو کار له ځنډ سره مخامخ شوی دی.

حقاني وايي «که څه هم طالبان د نورو له ګډونه پرته حکومت جوړولی شي خو دوی نورو ګوندونو او ډلو ته برخه ورکوي.»

حقاني تاییدوي چې که د ټولنې ټولو خواوو ته په حکومت کې برخه ورنه کړي نړیواله ټولنه به یې ونه مني.

ده دا هم وویل چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور به هم په نوي حکومت کې شامل وي.

حقاني دا هم وویل چې له نورو سیاستوالو سره هم خبرې روانې دي چې په حکومت کې برخه ولري.

1 COMMENT

  1. د پاکستانیانو دا په خپل سر تګ او را تګ به د طالبانو غلامی ثابته کړی. طالبانو دی متوجه وی تر اوسه یی د حکومت درک نه لګیږی. اوس یی وخت دی چی پاکستان کی جهاد اعلان شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب