Home+په کینیا کې د وحشي حیواناتو شمېر زیات شوی

په کینیا کې د وحشي حیواناتو شمېر زیات شوی

تاند- د کینیا حکومت د وحشي حیواناتو د لومړنۍ عمومي سرشمېرنې له خپرولو سره هممهاله وویل چې د حیواناتو د غیرقانوني ښکار په مخنیوي کې یې اقدامات بریالي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د کینیا حکومت وايي چې له غیرقانوني ښکار سره د دوی مبارزې د چاپېریال او د حیواناتو له ساتنې سره مرسته کړې ده.

د کینیا د حیواناتو په اړه د کینیا د حکومت د سرشمېرنې پر اساس اوس په دغه هیواد کې تر ۳۶ زره ډېر پیلان اوسي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۱۲ سلنه ډېر دي.

په ۲۰۱۴  کال په کینیا کې د پیلانو ښکار ډېر عام و.

په دې سرشمېرنه کې دا هم څرګند شوي چې ۳۰ ډوله حیوانات د کینیا په نژدې ۹۵ سلنه خاوره کې اوسي.

ویل کېږي چې د حیواناتو ښکاریانو ته د سختې سزا ورکړې مرسته کړې چې په دغه هیواد کې د حیواناتو ښکار کم شي او د هغوی نسل له انقراضه وژغورل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...