Home+یوه پاکستاني ځوان له ۶۵ کلنې انګرېزې سره واده وکړ

یوه پاکستاني ځوان له ۶۵ کلنې انګرېزې سره واده وکړ

تاند (جمعه، د دلوې ۱۷) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې۲۳ کلن پاکستاني له ۶۵ کلنې انګرېزې سره واده وکړ.

راپورونه وایي  ۲۳ کلن عبدالله د پاکستان د ګجرانواله اوسېدونکی دی او د موټرو د رنګمالۍ کار کوي او تر نهم پورې زده کړې يې کړې دي.

پاکستاني رسنۍ وایي   نجلۍ د چیک هېواد اوسېدونکې ده او لومړی یې په ټولنیزو رسنیو کې اړیکې پېدا شوې وې.

سرچینې وایي چې: « لومړی دواړه په ټولنیزو رسنیو کې ملګري شول او دوامداره به يې يو بل سره اړيکې نيولې بالاخره په همدې کې دواړه يو پر بل مین شول».

راپورونه زياتوي چې یاده مېرمن عبدالله پسې پاکستان ته راغلې وه او ښایي دواړه بېرته چیک هېواد ته لاړ  شي.

عبدالله رسنيو سره خبرو کې ويلي: ” کله له دې خبر شوم چې ښځه يې په ۶۵ کلنۍ کې هم پېغله ده نو ډېر حیرانه شوم او له خوشحالۍ مې وژړل.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...