هغسې چې په هر مسلک کې تمرین او د وړتیاوو ارزول اړین ښکاري، په پوځي برخه کې هم تمرین او د پوځي وړتیاوو ارزول په هغه اندازه ارزښت لري. په ځانګړي ډول نن سبا، چې هم د جګړې بڼه ساینسي پرمختګونو ته پام سره بدله شوې او هم د وسلو کارونې میتودونه بدل شوي دي.
که څه هم هوښیار ملتونه هڅه کوي، چې جګړې ته اړ نه شي، خو بیا هم کله- کله د حالاتو مجبوري وي. جګړه ناوړه پدیده ده، ځکه په جګړه کې خزانې تشېږي، خلک وژل کېږي او هېواد له سترو بدمرغیو او ناورین سره مخ کېږي.
پوځي دکتورین تل هوښیار واکمن ته سپارښتنه کوي چې خپلې موخې بې له جګړې تر لاسه کړي، خو که چېرې کوم واکمن جګړې ته زړه ښه کوي او یا جګړې ته ورکشول کېږي، په هغه صورت کې اړینه ده چې جګړې ته له بشپړ چمتووالي سره ور مخې ته شي، کوښښ وکړي چې جګړه ژر پای ته ورسوي او د غزېدو مخنیوی یې وشي، ځکه د جګړې اوږدېدل په واقعیت کې د بدمرغیو اوږدېدل دي.
د دې له پاره چې د جګړې د اوږدېدو مخنیوی وشي جګړه باید پرېکنده وي، د پرېکنده جګړې له پاره د جګړې له هغه شکل او تاکتیک څخه باید کار واخیستل شي، چې دښمن يې په مقابل کې د مقاومت توان ونه لري.
د دغسې یوې جګړې له پاره د جګړې یو ډېر موثر شکل مانور دی. مانور په خپل ذات کې د جګړې ډېر ستونزمن، خو د جګړې د هنر له اصولو سره سم د اجرا په صورت کې بريالی شکل دی، ځکه که چېرې مانور په ډېر احتياط او په بشپړه هنر تر سره نه شي، په خپله به د دښمن په لومه کې ګير او ماتې به يې بې له شکه په برخه وي.
په مانور کې په پوځي هنر پوه قوماندان ته لازمه ده چې د دښمن پر ضد له انحرافي لارو او کږلېچونو څخه ګټه پورته کړي، یا د دښمن په مخ کې داسې عمل تر سره کړي چې د دښمن د غولولو له لارې هغه بوخت وساتي او داسي تمثیل وکړئ چې تاسي لیرې یاست، خو په حقيقت کې تاسو په دې تمثیل سره غواړئ چې له دښمن مخکې موضع اشغال او پر دښمن قوي ضربه وارده کړئ.
ګټه او خطر دواړه په مانور پورې تړلې دي، که په دقت تر سره شي بری، د غلطۍ او اشتباه په صورت کې د ځواکونو ملا ماتوي او حتمي د ماتې له خطر سره مخ کېږي.
که قوماندان د مانور د اجرا کولو په صورت کې د ځمکې پر جوړښت، غرونو، غونډیو، کانالونو، ولاړو اوبو، ځنګلونو او خندقونو بشپړ معلومات ونه لري او یا له ډېرو لایقو او بلدو لارښوونکو ګټه پورته نه کړي، نه شي کولای چې د بریالي مانور له پاره خپل ځواکونه په ښه شکل قومانده کړي. قوماندان باید په ښه توګه لارې او ګودرونه وپېژني، تر څو خپل ځواکونه په ښه شکل له دښمن مخکې خپل ځای ته ورسوي. له ښارونو، غرونو او ځنګلونو د ځواکونو په ځانګړې توګه د درندو ټرانسپورتي وسايطو تېرول مشکلات را منځ ته کوي، په ځانګړي ډول چې یوه سیمه غرنۍ وي.
د مانور په نامه که قوماندان خپل ټول قوت پر یوه ځای او یوه نقطه استعمالوي او یا د مانور په پلمه د جګړې ډګر خوشې کوي، مانا دا په پوځي هنر پوه قوماندان نه دی، ځکه په مانور کې ځواکونه باید متحرک استعمال شي او که د جګړې ډګر د مانور په پلمه خوشې شي، په ډېر شمېر پوځي تجهیزات له لاسه ورکوي، چې بیا يې د جګړې په ډګر کې اکمالول له امکان څخه ليرې خبره ده.
د مانور له پاره باید ډېر زړور، هوښیار او ځیرک کسان وټاکل شي، ځکه ځيرک کسان په خپله ځیرکۍ او احتياط سره کولای شي چې دښمن په لومه کې راګير او له منځه یوسي. په مانور کې چل ول او د دښمن غولول ډېر په ګټه او اساسي کار دی.
کله چې يو فوماندان مانور ته زړه ښه کوي بايد د برېښنا په څېر چټک او کله يې چی دفاع ته زړه وي باید د غره په څیر ټيک اوسي. هم یې باید عمل او هم عکس العمل مناسب وي.
په جګړه کې په ځانګړې توګه په مانور کې ټينګه اداره، قوماندې ته غوږ نيول، احتیاط او بې له قید او شرط څخه د امرونو منل او اجرا کول اساسي شرطونه دي.
که چېرې د یو ملیوني پوځ قومانده کول د یوه داسې قوماندان له خوا تر سره شي، چی پوځ يې بې ډسپلينه او بې له چون و چرا يې قومانده ونه مني مانا دا چې اداره له منځه ځي او بری د دښمن په برخه کېږي.
په مانور کې په پوځي هنر پوه قوماندان د خپل استراحت او ارامتيا په فکر کې نه وي، یوازې د هغه څه په هکله فکر کوي چې څرنګه دښمن له پښو وغورځوي. د غښتلي زړه او قوي فکر خاوند قوماندان د سخت وضعيت مقابله کوي او کله چې له ناڅاپي پېښو سره مخ کېږي د وارخطايي پر ځای خپل کارونه تنظیموي او د حالت کنټرول په خپل لاس کې اخلي.
هغه قوماندان چې په پوځي هنر پوه وي، پر منظم دښمن او د دښمن پر غښتلو ټولګیو برید نه کوي او کله چې دښمن د کمزورۍ او تېښتې تظاهر. کوي هغه نه تعقيبوي.
په ډېرو جګړو کې ډېرې بېلګې شته، هغه پوځ چې د غنیمت په فکر کې وي بې له شکه ماتېږي. د آحد غزا يې ستره بېلګه ده. په مانور کې پوه او هوښیار قوماندان هېڅ وخت د دښمن د تېښتې ټولې لارې نه تړي. ځکه که دښمن پوه شي چې مړينه يې حتمي ده تر وروستۍ سلګۍ پورې جنګېږي.
تومو به ویل:
«کله چې وحشي ځناور له پښو ولوېږي د نهیلۍ د ځواک په مټ جنګېږي. کله چې انسان پوه شي چې د حل بله لار نه شته د مرګ تر پولې به وجنګېږي.»
د دښمن د تېښتيدو پر مهال داسې څه په کار نه دي چې بېرته راګرځېدو ته اړ شي او د خپل د نهيلي د ځواک په مټ تاسو ته ستر زیان ورسوي. له مات شوي لښکر څخه د زیان منل د ناپوه قوماندان په برخه وي.