شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د ګوربز اړوند ډیلي بولز لوبډله پای لوبې ته ورسېده

د ګوربز اړوند ډیلي بولز لوبډله پای لوبې ته ورسېده

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷)  د متحده عربي اماراتو په لس اوره سوداګریزو لوبو کې ډیلي بولز لوبډلې نادرن واریرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پيدا کړه.

دا لوبه څو شېبې وړاندې ترسره شوه چې لومړی ناردرن واریرز توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو  ۹۷ منډې وکړې او ډیلي بولز ته یې د ۹۸ منډو هدف ورکړ.

د ناردرن واریرز لوبډلې لوبغاړي د تېرو لوبو په څېر ښه ونه ځلېدل خو بیا هم پورن تر نورو ډېرې په ۱۲ توپونو ۳۲ منډې ترسره کړې.

ډیلي بولز لپاره بیا لوبډلمشر براوو، وقاس او نعیم بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ډیلي بولز لوبډلې د رحمن الله ګوربز او اېون لیوس پرمټ چټک پيل وکړ.

دوی که څه هم ژر وسوځېدل خو نورو لوبغاړو لوبه ښه پرمخ یوړه او په نهم اور کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۲ منډې وکړې او لوبه یې په خپل نوم کړه.

ډیلي بولز لپاره رحمن الله ګوربز ۱۴، راترفورد ۲۹ او ټام بیل بیا ۲۳ تر نورو ډېرې منډې کړې وې.

د واریرز لوبډلې لپاره بیا جنید صدیقي ښه توپ اچونه وکړه او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی د ډیلي بولز لوبډلمشر ډوین براوو وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب