پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهکندهار ښار کې دوه چاودنې شوي

کندهار ښار کې دوه چاودنې شوي

تاند (جمعه د دلوې ۱۷) د کندهار ځايي امنیتي چارواکي وايي چې د غورک د ولسوال پر کور ځانمرګی موټر بم بريد شوی دى.

د غورک ولسوال جمعه خان وايي چې په دې پېښه کې یې د کورنۍ څلور تنه ټپيان شوي دي او د کور لويه برخه یې هم تخريب شوې ده.

بله خوا د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې نن په کندهار ښار کې دوه چاودنې شوي دي.

چاودنې نن د کندهار ښار يوولسمې امنيتي حوزې اړوند په عينو مېنه کي شوې دي.

د بارکزي په خبره لومړۍ چاودنه د غورک ولسوالۍ د ولسوال پر کور شوې او دويمه چاودنه د ملکي وګړو پر موټر شوې ده.

دی وايي چې د غورک د ولسوال پر کور چاودنه تلفات نلري او د ملکي وګړو پر موټر د چسپکي ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او درې نور ټپیان دي.

په کندهار کې د عينو مېنې ښارګوټی يو له هغه سيمو څخه ده چې د جمعې په ورځ ورته خلک د مېلې لپاره ورځي.

د يادو پېښو مسؤلیت لا تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...