Homeخبرونهپه لوګر کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

په لوګر کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

تاند (جمعه د دلوې ۱۷) امنیتي چارواکي وايي په لوګر کې له چاودېدونکو توکو ډک یو کرولا موټر نیول شوی دی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، دغه موټر بم نن غرمه مهال د تندر قول اردو د څلورمې لوا سرتېرو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د «پورک» په سیمه کې نیولی دی.

دی وایي په دې کرولا ډوله موټر کې د وسله والو طالبانو له خوا چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي و چې د افغان ځواکونو لخوا د پلټنې پر مهال ونیول شو.

مومند وایي د موټر چلونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د دغه چاودیدونکو توکو په نیولو سره افغان ځواکونو د یو شمیر بې ګناه هیوادوالو ژوند وژغوره.

طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...