پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد مصالحې شورا: طالب پلاوي د سولې خبرو پر ځای په سفرونو...

د مصالحې شورا: طالب پلاوي د سولې خبرو پر ځای په سفرونو بوخت دي

تاند(جمعه، د دلوې ۱۷) د مصالحې عالي شورا په دوحه کې د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو ځندېدو پړه پر طالبانو اچوي او وایي، دې ډلې په نامعقوله دلایلو د خبرو بهیر ځنډولی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د مخکینۍ هوکړې پر اساس د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته تللی او د مصالحې شورا، جمهوري نظام، سیاستوالو او د افغانستان د خلکو له ملاتړه برخمن دی.

د سرچینې په وینا، که څه هم مذاکره کوونکي پلاوي ته بشپړ واکونه او مشورې ورکړل شوي، خو په خبره یې، طالبان په پلمو او نامعقوله دلایلو د دې پروسې د ځنډېدو لامل شوي.

اعلامیه زیاتوي، طالبان د دې پر ځای چې د جګړې پر پای ته رسېدو او مهمو قضیو بحث وکړي، په داسې سفرونو بوخت دي چې د سولې خبرې څنډې ته کوي.

د مصالحې شورا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې په هېواد کې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.

په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي چې که طالبان پر دې فکر وي چې له مذاکرې پرته به پر نورو لارو د افغانستان ستونزه حل شي، تېروتلي دي.

هیره دې نه وي چې له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راپدېخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین‌الافغاني خبرو بهیر ځنډېدلی دی، خو د دولت پلاوی بیا وايي چې دوی خبرو ته تیار دي، ولې طالبان ورسره د مذاکراتو مېز ته نه حاضرېږي او د مذاکراتو پر ځای ځینو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي.

طالبان بیا وايي، خبرې درېدلې نه دی، بلکې د دوی پلاوی د مهمو کارونو له پاره ځینو هېوادونو ته سفرونه کوي او دا ځنډ طبعي دی.

1 COMMENT

  1. له دې معلومیږي چې ټالبان ډېر بې ایمانه خلک دي او پر خپل عهد وفا نکوي .
    هغوی چې پرخپل عهد وفا ونکړي منافقین بلل کیږي او د منافقینو ځای به دوزخ وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب