جمعه, اپریل 19, 2024
Home+ونه (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

ونه (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

 سپین ږیری سوداګر یې د موټر له ډالې څخه لاندې په سپېرو خاورو را وغورځاوه، لاس او سترګې یې کلک تړلي وو، یوه وسله وال خپلو ملګرو ته په امرانه لهجه وویل:

 نور بس شو، خلاص یې کړئ، دا ځایونه به یې لا په خوب کې هم نه وي لیدلي.

یوه ځوانکي وسله وال  ـ چې د توت تر ونې لاندې یې خپلې خولې پاکولې ـ  را وړاندې شو، سترګې او لاسونه یې ور خلاص کړل او په تندي یې سپکه څپېړه هم ورکړه.

  د لمر روښانه وړانګو د سوداګر سترګې وبرېښولې، نږدې غرمه وه، شا په تخته پروت و، شاوخوا یې درې وسله وال وړاندې سیوري ته ولاړ وو، خو د توت ځوانې ونې یې یوازې دده په پښو سیوری کړی و، د توت څنګ ته لوی کمر و چې دوو وسله والو ورته ډډې وهلې او پښې یې په خاورو کې غځولې وې، په خپلو موبایلونو کې لګیا وو.

  یوه وسله وال له ځمکې ډبره را اوچته کړه، دده خواته را لنډ شو، دی یې تر وېښتو ونیوه، سر یې را پورته کړ او په ډبره یې کېښود، په خندا یې ورته وویل:

   خیر دی اجي صایب! نن همدا ډبره په ورښمین بالښت کبوله کړه، زموږ مجبورو په جونګړه کې څه نه موندل کېږي، چېرته ونه وایې چې هلکان بې مخه وو، همداسې دې یو دمه ممه جوړه کړه.

  وروسته یې بل ملګری  را وړاندې شو او د سوداګر مخې ته د پښو په سر کېناست، د هغه له جړې ږیرې یې خاورې ـ خځلې وشیندلې او ورته وویل:

  ګوره مشره! شل دقیقې وروسته که زموږ غوښتنه ونه منل شي، بیا به دې دا دمه بیخي اوږده او کېدای شي وروستۍ او همېشنۍ شي، نور مه ځان په عذابوه او مه زموږ وخت ضایع کوه، سل کاره لرو…

  سوداګر په وچو شونډو ژبه را تېره کړه، پاس ونې ته یې وکتل، شنې پاڼې یې د صحرا نرم، خو سوځنده  باد خوځلې، څو مرغانو هم د ارام ځای موندلو لپاره ورو ـ ورو څانګې بدلولې، د توت په ډډه یې یوې ټيټې څانګې ته پام شو، د شنه پړي را ځوړند دار په کې کوچني ټالونه وهل، سترګې یې وموښلې او بیا یې دار ته وکتل، خو هېڅ شي بدلون ونه کړ، پړی په یوه تر نورو ډبله او کلکه څانګه  کې را ځوړند و. 

 سر یې له وچې ډبرې ځمکې ته ښکته کړ، د اوبو چڼهار یې تر غوږ شو، شاوخوا یې وکتل، درې څلور لوی کمرونه یې ولیدل چې په ډډو یې پسرلني را شنه شوي واښه تازه وچ شوي وو. له ونې یو څه وړاندې بله لار تېره وه چې د څارویو سوداګرو او کوچیانو ورباندې په همدې صحرا کې خپل څاروي او قطارونه تېرول.

  سوداګر لومړی ځل حس کړه لکه دا ځای یې چې پخوا هم کله له نږدې لیدلی وي، دا ورته هسې وهم او خیال ښکاره شو، دویم ځلي یې ټول ځایونه له سترګو تېر کړل، بیا یې سترګې پټې کړې او په خپل ټول ذهني قوت یې خپل ماضي ته د ستنېدو هڅه وکړه.

    «کلونه وړاندې زمانې ته ستون شو، پسرلی نږدې و، هغه مهال یې له اوسني ښاري کاروبار لرې په کلیو کې د څارویو سوداګري کوله، تازه د څارویو د اخیستلو لپاره د یوه ملګري په مرسته دغه لرې سیمې ته راغلی و، له یوې ګلې سره دې سیمې ته را ورسېد، څاروي یې ستړي او تږي وو، د چینې په لیدو یې ټول څاروي تم کړل، تږو څارویو اوبه وڅښلې، دا وخت یو لاروی هم را ورسېد، په خره یې له نورې سودا سره  خپل کلي ته نیالګي هم بار کړي وو، د توت یو نیالګی یې په بیه ورڅه واخیست او له چینې څو متره لاندې یې د کمره څنګ ته کېښود، د چینې د کمزور اوبو مخه یې هغې خواته ورماته کړه، هغه باوري و چې خامخا ورسېږي او سیوری به یې یو وخت خامخا د ستړو لارویانو په درد وخوري.»

  همدې خواږه خیال یې ښایسته دمه ور جوړه کړې وه، تندی یې له خولو ډک و، سترګې یې پټې وې، دا وخت یوه وسله وال د هغه په ګېډه پښه ور کېښوده او په ټیټ غږ یې ورته وویل:

  ته خو یې په خیراتونو او ثوابي کارونو کې بیخي مفتې او پرېمانه بادوې، حج هم هر کال تازه کوې، خو زامنو ته دې لکه چې له تا پیسې ډېرې ګرانې دي، خبره ان پینځم زنګ ته لاړه. 

 بل ملګری یې را وړاندې شو، خپل ملګري ته یې د هغه له ګېډې د پښې لرې کولو وویل او سترګې یې سوداګر ته مخامخ کړې.

  هلته پاس وګوره، یوازې لس دقیقې وخت پاتې دی، نور یو د بل په درد نه خورو!

  سوداګر بیا د ونې ډډ ته وکتل، د توت ونې یو یو ښاخ یې له سترګو تېر کړ، تر ټولو په راټیټ او قوي ښاخ د دار را ځوړندې کړۍ ټالونه خوړل او کله چې د وسله والو مشر په خپل خیرن لاس له خندا سره ټال ورکړ، ده ته داسې ښکاره شوه لکه چې د ونې هره پاڼه چې په ده پورې په کړس کړس خاندي.

۱۳۹۳ ـ  کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب