چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهتورخم دروازه نن په بشپړه توګه پرانیستل کیږي

تورخم دروازه نن په بشپړه توګه پرانیستل کیږي

تاند: ( شنبه، د حوت ۶ )   د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئیس قاري نورمحمد حنیف ویلي، چې نن سهار شپږ بجې به د تورخم لویه لار د هر قسمه تګ راتګ پر مخ په بشپړ ډول پرانیستل شي.

‏‏د طالبانو ځايي چارواکو پرون خبر ورکړ، چې د دوی او پاکستاني چارواکو له مذاکراتو وروسته تورخم دروازه په محدود ډول پرانيستل شوې ده.

یاده دروازه څو ورځې مخکې طالب چارواکو ظاهراً په دې دلیل وتړله، چې پاکستان د ژمنې خلاف له افغان لوري څخه تلونکو ناروغانو سره د ناروغۍ په خاطر له ویزې پرته پایوازان نه پریږدي.

له دې سره تورخم کې د طالب او پاکستاني لوري د نښتې او پکې د یوه طالب سرتېري د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی و، خو طالبانو دغه نښته رد کړې وه.

کابل تېره اونۍ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د پوځي استخباراتو آی ایس آی د رییس د سفر کوربه و.

پاکستاني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او امنیتي چارواکو سره لیدلي وو.

د دغه سفر موخه طالب لوري پر اقتصادي مسایلو خبرې ښودلې وې، خو پاکستان ویلي چې طالب مشرانو د پاکستاني طالبانو خلاف عملیاتو کې د مرستې ډاډ ورکړی.

د پاکستاني پلاوي له سفر سره هم مهاله، پرون طالب چارواکو ویلي وو چې د پنجشنبې پر ورځ به د تورخم دروازه بیرته پرانیزي.

د طالبانو له لوري د یادې دروازې له پرانیستلو څو ساعته وروسته پاکستان دغه دروازه وتړله.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې ترینګلې شوي، چې دواړه لوري یو بل پکې ګرموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی