چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+خاوند (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله‌مل

خاوند (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله‌مل

هغه شپه، هغه شېبه چې زما ژوند یې بدل کړ:

د سپرلي شپې ورځې وې. غوټيو تازه ګلان څپړلي وو. پلار مې د دود د تقدس په نامه تاته په نکاح کړم. زما وېره او اندېښنه ېوازې دا نه وه، چې ته به څرنګه سړی وي؟ ځوان که ځوړ، لوړ که ټېټ، روغ که معیوب، آرام که غوسه‌ناک، تریخ که خندنی، ځکه نه ما ته لیدلی و ې او نه تا زه او دلته دا دود هم نه و چې د واده جوړه دې له واده تر مخه ېو بل وويني، زه له دې ډارېدم چې ته زما خاوند ګرځېدې او زما د هرڅه، خندلو، ژړلو، خبرو کولو او چوپېدلو…. واک به نور له تا سره و.

 ما پلار ته وکتل، خو غږ مې بند شو، غاړه مې وچه شوه، زنګونه مې ولړزېدل. هېڅ مې ونه ویل. ځکه مور مې تل راته ویلی و:

“لورې، د ښځې عزت په اطاعت کې دی، نه په بغاوت کې!”

زه واده شوم — نه، زه واده نه شوم، زه وپلورل شوم. لکه یوه ګرانبېه مرغلره چې د کور د عزت په صندوق کې بندېوانه شي. پالنګ زما پټی شو، پټی نه، زندان. او ته د دې زندان‌ څوکېدار.

د واده په شپه چې دې مور غلې لاړه. ما شاته وکتل — خو نه تا ته، بلکې پالنګ ته. نه پوهېدم په څه پسې، خو ته ووتې. زه راغلم، د پالنګ څنګ ته کښېناستم. زړه مې درزېده، ساه مې بنده شوه، وجود مې وسوځېد. پاڅېدم، کړکۍ مې پرانیسته. ومې غوښتل چې ووځم، آسمان ته وګورم، ستوري وشمېرم، د سپوږمۍ رڼا وخورم. خو ته راپه زړه شوې، بېرته راوګرځېدم، څراغ مې مړ کړ. وغزېدم، خو تیاره کوټې لکه قبر، زما پر بدن د لړویخ څادر واچاوه.

غوښتل مې څراغ بېرته بل کړم، خو  پښې مې مړې شوې. د مور، نیا، او دکلي د نورو مېرمنو غږونه مې تر غوږو شول: “د ښځې جنت د خاوند تر پښو لاندې دی. ښځه یا په کور یا په ګور.د ښځې خوله باید بنده او سترګې او سر یې باید  ښکته اوسي.”

…او ته راغلې. څراغ دې ولګاوه. رڼا مې سترګې وځلولې، خو زه پټه وم — نه له شرمه، له وېرې. خپړې دې زما پر سینه کېښودې، خو زه لکه د خاورو لاندې مړی، ونه ښورېدم.

لاس دې زما پرتوګ ته راوړ، خو د پرتاګه غوټه دا سې کلکه تړلې وه چې په اسانۍ دې، نشوه خلاصولای. ووتې. بېرته راغلې. چاړه دې په لاس کې وه. غوښتل مې چیغه کړم، خو غږ مې د خولې تر وره بند شو. ځکه مور مې راته ویلي و:

“خاوند د خدای نوم دی، اطاعت یې عبادت دی، بغاوت یې شیطانت.”

تا غوټه پرې کړه. نه د مینې بلکې د زور په چاړه، ما لکه د قربانۍ ګډ، اه هم ونه کړ. ټوله شپه دې زما له بربنډ بدن سره د ماشوم دنانځکې غوندې لوبې وکړې. له هماغې شېبې ته زما خاوند شوې. زه ستا شتمني او ملکیت. زما ژړا، خندا، چوپتیا، کوروالی، خوبونه او خیالونه… ټول ستا تر واک لاندې راغلل، کلونه تېر شول. موږ زاړه شو. اولادونه را لوی شول. خو ته هماغه یې — زما د بدن، ذهن، او وجود څښتن. زه لا هم هغه غالۍ یم، چې ته هر وخت پرې قدم وهې.

تل مې فکر کاوه چې دا یو  شخصي درد دی، دا درد یوازې زما دی. خو پرون چې تا خپله مشره لور، زموږ په زوي او ددې په پخپل سکني ورور په دې ګناه ووژله چې پخپله خوښه پخپل مّين   پسې وتښتېده نو وپوهېدم چې:

موږ ښځې د افرادو نه، بلکې د نسلونو قرباني یو. موږ د هغو غالیو نسل یو چې د غیرت پر نامه پرې د وینو د پښو  نښې دي.

 موږ ټولې د پلرونو، مېړونو، او ورونو د غیرت قربانيانې یو. زموږ غالۍ چا ته بسترې شوې، چا ته تابوتونه.

زموږ ژړا، زموږ چوپتیا، زموږ قربانۍ، یوازې یوه غالۍ نه جوړوي، بلکې دا یوه په وینه ‌لړلې نقشینه ده، چې پر هر تار یې د درد کیسه اوبدل شوې ده. دا هغه غالۍ ده چې کله پرې د غیرت د پښو  نښې تازه کېږي، نو د یو نسل چیغې ترې راپورته کېږي.

خو واوره! دا غالۍ به یوه ورځ وسوځي. لمبې به پرې بلې شي. دا به د قهر لمبې نه وي، بلکې د بیدارۍ اور به وي. هغه اور چې د ښځې له زړه نه بلکې له تاریخ نه راپورته شوی اور به وي او چې کله دا غالۍ وسوځي، زه به لمبه نه، زه به رڼا شم. زه به هغه رڼا شم، چې نورې غالۍ به پرې ځان وویني — نه د لړزېدلو، سستو قدمونو، بلکې د بیدارو او چابکو قدمونو لپاره. زه به د هغه سهار وړاندوینه شم، چېرته چې به د ښځې خوله پرانیستې، سترګې به یې پورته او سر به یې لوړ وي.

لندن ـ انګلستان

جون ـ ۲۰۲۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...