د امريکا په رهبرۍ اسراییلو په منځني ختيځ کې د خپلو سيالانو ماتولو لړۍ پیل کړه، چې پدې سيستماتيک جنګي ماموريت کې يې پيل د فلسطين له اشغال وکړ. د حماس سیاسي مشران يې يو په بل پسې په نښه کړل او زرګونه فلسطینیان يې شهيدان کړل.
د لبنان حزب الله ډله يې وځپله، د سوريې واکمن نظام له نسکوریدو وروسته يې ورته ټول پوځي ځايونه او تجهيزات تس نس کړل.
دا ټوله نيابتي ډلې د ايران له لورې تمويل کېدې، چې یواځې يمني حوثيان تر آخره پاتې شول او صهيونيستي رژيم ته يې پوځي او مالي ضربه ورکړه.
د سناريو دويمه او مهمه برخه پر ايران پوځي بريد و، چې له دې پوځي او تکنالوژيکي بريده اسراییل + امريکا لاندې اهداف درلودل:
– د ايران اټومي تاسيسات له منځه وړل
– د ايران مذهبي مشر خامنه یي له منځه وړل
– د واکمن نظام پرځای ديموکراتيک نظام رامنځته کول
په ۱۲ ورځني جنګ کې اسراییل او ايران مساوي ولوبيدل او په اخري برخه کې ايران برلاسی و، چې امريکا هم مداخله وکړه او درې د اټومي تاسیساتو بټۍ يې بمبار کړې، چې د ايراني چارواکي د وينا له مخې يې اټومي موادو مخکې ترې لېږدولي وو او مقابل کې يې ایران د دوحې پوځي اډه په توغنديو ورته وويشته.
اسراييلو د ايران ستر پوځي مشران او ساينس پوهان ووژل، چې د ايران په داخل کې ورته مالومات ورکول کیدل.
خو ايران هم د خپلو بالسټيک توغنديو پر مټ د اسرايلو خاوره د غزې سره برابره کړه او مختلف ستراتيژيک ځايونه يې ورته ووېشتل.
اسراييلو خپلې پوځي امريکايۍ جېټ الوتکې وکارولې، خو ايران لومړی هېواد شو، چې د F35 امريکايۍ ۵ الوتکې يې رانسکورې کړې.
له دې سختې او انتقامي جګړې په ۱۲مه ورځ امريکايي ولسمشر ټرمپ د اوربند غږ وکړ او اسراييلو ژر ومانه، چې ايران هم خپله وروستۍ حمله وکړه او ویې ویل، چې په دوی بريد نه کيږي، بريد نه کوي او دواړو هیوادونو د بريا جشنونه ونېول.
پدې جګړه کې د دواړو لوريو ملکي تلقات په سلګونه وو او هم پکې روغتونونه په نښه شول.
په ټوله کې که ووايو، اسراييل + امريکا خپلو اساسي اهدافو ته و نه رسيدل، د اسراییلو بيليونه ډالر تاوان وشو، خو ايران خپل مهم اشخاص له لاسه ورکړل، ولې ځان يې وښوده، چې طاقت دی او د ځان دفاع کولی شي.
حتمي ده، چې روسيې، چين او کوريا به يې ملاتړ کړی وي، خو بالسټيک توغندي يې د څو دفاعي مرحلو واوښتل او د رادار سيستم يې فلج او خپل اهداف يې ووېشتل.
پدې جګړه کې د ايران کمی د اسراییلو داخل څخه کم يا نشت مالومات وو، خو د اسراییلو دغه برخه غښتلې وه.
له جګړې وروسته ايران ولسمشر او مذهبي مشر د يورانيمو غني کولو خبره وکړه، چې دغه برخه به و نه دروي، ټرمپ پدې اوربند سره ځان د نوبل سولې جایزې ته نوماند کړ، خو د دوی له لوري راوستل شوي سوري واکمن د ابراهم تړون ومانه، چې د نوي منځني ختيځ رامنځه کول او د اسراییلو په رسمیت پېژندل دي.
پدې تړون کې د فلسطين، يمن او ايران پرته ټول د منځني ختيځ او عرب هېوادونه شامل دي.
دغه لوبه لا هم روانه ده، و به ليدل شي، چې نور کوم اقدامات په بر کې نيسي او څه کيږي. په هر صورت امريکا چې په هر قيمت وي، د ايران واکمن به پښو غورځوي، ځکه نوره ټوله هېوادونه يې مستعمرې ګڼل کیږي او پوځي اډې پکې لري او اصلي هدف يې يهودي هېواد اسراييل برلاسي کول دي.