محمدابراهیم سپېڅلی
استاد محمد رسول باوري هغه افغانه اکاډمیکه څېره وه، چي په لرغون پېژندنه کي خدای ځانګړی استعداد ورکړی ؤ.
هغه د پوهنتون استاد، لیکوال، لرغون پوه اود وزارت فرهنګي مرستیال ؤ.
د خپلي لوړي پوهي په درلودولو لکه میوه لرونکې ونه همدومره خاکسار ؤ.
زه يې له ډېره وخته له نامه سره اشنا وم، خو له نژدې مي نه ؤ لیدلی.
د ده د لیدو ترمخه مي داسي فکر کاوه، چي استاد باوري به هم د یوشمیر تش په نامه پوهنتوني استادانو په ډول تر جهان پر ځان مین وي، خو د ده په یوار لیدولو مي دغه خبره له زړه او ذهنه یومخ ووتله.
استاد مي اول وار همدلته په کندهار کي د ( کندهار په تېرو ۴۰کلنو ) سیمینار کي ولیدی.
په دغه علمي سیمینار کي د چایو د وقفې پرمهال مي موقع غنیمت وګڼله او د هغه لېوالتیا له مخي، چي له دغسي علمي شخصیتونو سره يې لرم څنګ ته يې ورغلم ، خپل نوم مي ورته یاد کړ.

که څه هم د دوی وړاندي زما پوهه او تجربه ډېره کمه ده، خو دی د خپل دروند عادت له مخي ماته ډېر متوجه سو د دوهم وار لپاره يې روغبړ راسره وکړ او راته يې وویل« یاره سپېڅلې لیکني دي په ځینو سایټونو کي تعقیبوم، ما خو ویل، چي ته به زما همزولی يې، خو ته ماشاء الله تراوسه لا ځوان يې، مګر لیکني دي پخې دي.»
مننه مي ځیني وکړه او چای څښلو ته له مرحوم استاد فضل محمد پنهان سره یوځای مېز ته کښېنستلو، د استاد باوري خوږ مجلس، پېیلي خبري اوورین تندی هغه څه ؤ، چي زه يې نورهم پرځان باوري کړم.
له یاد سیمینار وروسته مي استاد ملګرو سو ، د ټلیفون شمیره يې راکړه ، په فېسبوک کي يې زما ریکویسټ ومنی او بیامو په واټساپ کي هم تماسونه نیول.
د ځوان فرهنګي کهول په هلو ځلو خورا خوشحالېدی او تل به يې لومړی پوښتنه همدا راڅخه کوله، چي: « کندهاري ځوانان په څه اخته دي، فرهنګي وضعیت څنګه دئ؟
»دده ټینګار پر دې ؤ، چي باید ځوانان پوهنتوني زده کړو ته وهڅیږي، ترڅو له دې لاري په دین او دنیا ځان باخبر کړي.
پروسږکال، چي د «فرهنګي اوونۍ » لمانځلو لپاره د یو فرهنګي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تشریف راوړی ؤ، نو یوار بیا مو د لوی کندهار پر سیاسي، کلتوري او نورو اړخونو ډېر مجلسونه وکړل.
د دوی د راتګ په ویاړ مو ځانګړې مشاعره او ځیني فرهنګي پروګرامونه ورته چمتو کړل، ما به استاد دیادو مشاعرو او پروګرامونو پرمهال څاری ده هغه شعر ته د « یوار يې بیا ووایه !» ږغ کاوه، چي د هیواد وورستۍ ناخوالي به پکښي انځور سوي وې.
د مشاعرې په پيل کي يې هم له ځوانو شاعرانو او لیکوالانو وغوښتل، چي خپل فکر، قلم او بیان خپلواک وساتي، د وطن د کامرانۍ لپاره هڅي وکړي او ځان د پوهي په ګېڼه سمبال کړي.
له بده مرغه دا د پوهاند محمد رسول باوري وروستی سفر ؤ، چي کندهار ته يې تشریف راوړی ؤ، له دې وروسته يې بیا په مرګ کندهار ته نصیب وسو او د کندهار پوهنتون سره نژدې د مشاهیرو په په هدیره کي خاورو ته وسپارل سو.
ددوی په جنازه کي پر لوی کندهار سربېره د یوشمیر نورو ولایتونو یو زیات شمیر فرهنګیانو، استادانو، شاعرانو، لیکوالانو، ادبپالو او مخورو سپین ږیرو ګډون کړی ؤ.
په وروستیو کي وایم، چي ترڅو افغانستان وي، د استاد پوهاند رسول باوري نوم او پوهنیز خدمتونه به يېژوندي وي.
مرحوم ته جنتونه او کورنۍ ته يې له الهي درباره جمیل صبر غواړم
۲۰۲۱ – ۰۶ – ۲۷
کندهار ښار – علامه حبیبي واټ ، اطلاعات اوفرهنګ ریاست