جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهنشه / اجمل پسرلی

نشه / اجمل پسرلی

په خپل کور کې مې دا خبره ډیره اوریدلې ده چې کندز پکه او پوستین سیمه ده. خو کله چې په دوه زره دوهم میلادي کال کې پراګ ته راغلم دا وطن هم همداسې دی کله ناکله د شمال قطب له لورې یخه سیلۍ راشي او پراګ بې وخته یخ کړي.

دغسې شمال نن شپه راالوتی و، زه چې له دفتره راوتلم تر موټر پورې مې یخ ژامې وپوړولې. بیا موټر ژر تود شو او له څه مزله وروسته چې د کور په خوا تلم ځنګله ته ورسیدم. زه په داسې ځای کې اوسم چې هم ښار دی او هم په یو ډول له ښاره بهر سیمه، له دفتره هم نژدې شل کیلومتره لرې یم. کور ته چې یو پنځه کیلومتره لاره پاتې شي بیا په ځنګله کې سفر کوم. د موټر دغه لاره په ژمي او څوړمني ښایسته وي. په پسرلي کې ونو نوې شګوفې کړې وي او د واورور په وخت په واورو پټې ونې داسې ښکارې لکه د شګوفو هارونه چې دې په څانګو پورې پیلي وي.

د ځنګله سړک ته چې اوښتم د شپې دولس بجې کیدې او له اوښتو سره سم یو سړی د سړک په منځ کې د موټر مخې ته و درېد. دلته نارینه و ته څوک لږ موټر دروي چې له ځای سره یې بیا د شپې په مخه تر یوځایه ورسوي ځکه چې خلک دا ویره لري چې هسې نه ډاکو ماکو وي، خو د ونو څانګې باد کړوپې کړې وې، د یخې سیلۍ لپاره مې بریک ته پښه ورغله او د موټر له دریدو سره سړی له تا ویلو ما ویلو پرته راوخوت. د الکحولو بوي یې ته، سخت نشه و، سریې زنګیده او پوړیده. ما په انګریزي ورته وویل، چیرته ځې؟

دی له خندا شین شو، سر یې وخوځاوه مخې ته یې اشاره وکړه چې همدې خوا ته. بیا مې ورته وکتل سړی ګنکس و او یو څو ګامه مخې ته یې زه له لاسه ونیولم راته ویې ویل، کوزیږم. ما موټر د سړک اړخ ته ودراوه.

سړی راته وکتل په زنګیدلي غږ یې راته وویل: « بل چا ته موټر مه دروه هسې نه ستا له سړیتوبه څوک بده استفاده وکړي» بیا یې پوښتنه وکړه: « وبښه ستا نوم څه دی؟»

ما نوم ورته واخیست، خپل نوم یې هم راته یاد کړ خو پرې پوه نه شوم چې څه وایي. سړي راته وویل« ته پوهیږي چې زه مازدیګر په نریو جامو کې تللی وم ..اوس که تا موټر نه وای درولی ښایي بس.. په یو ساعت کې هم نه وای راغلی زه به له یخه سخت ناروغ شوی وم خو له تا یوه هیله کوم بل ځل موټر چا ته مه دروه…»

یوه پښه یې له موټره بهر کیښوده « زه ښه سړی یم په ښو مې ښه لوریږي» د بای له ویلو سره یې د موټر ور کلک پورې کړ او سړي ته مې کتل چې کوپ کوپ زنګیدلی زنګیدلی د ونو په سیورې کې زما له سترګو پناه شو.

2 COMMENTS

  1. عجیبه ده چې دغلته هم غله شته!
    مونږ خو داسې انګېرله چې په پراګ کې به په هر سړک کامرې نصب شوې وي او څوک به غلا نه شي کولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب