جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکالمونهقانعد قطر دفتر او د طالب جان غومبر/ عصمت قانع

د قطر دفتر او د طالب جان غومبر/ عصمت قانع

دا څو ورځې کېږي چې د قطر کیسه ګرمه ده. که مجلسونه وي، که محفلونه، که تلیفوني تماسونه وي او یا کمپیوټري ایمیلونه، که تلویزیوني بحثونه دي یا راډیویي خبرونه ټول د قطر غومبر ته وقف مجاني دي او د قطر غومبر هم د پیریانو داسې اتڼ دی، چې اتڼ چیان لاسونه په کې پړک وهي، د لاسونو پړک یې اورېدل کېږي، د اتڼ چیانو څڼې او څرخېدونکې اداګانې نه لیدل کېږي.

په داخل کې هغه طالبان چې دولس کاله وړاندې په واک کې وو اوس یو ځل بیا د واک ګدۍ ته د ورختو خوبونه ویني، څڼې یې په واسلینو غوړې کړې دي او شوق یې یو ځل بیا د کابل په کوڅو کې د نویو وادونو په خوندونو او مزو باندې اوښتی دی.

پرون د چهار اسیاب په یوه مدرسه کې میلمه وم، چې یو غیر نظامي طالب مې ولید. له طالبانو سره یې کلکه خواخوږي درلوده، په خبرو خبرو کې یې پوه کړم، چې خوله دې پر اتام ښوروه بیا زموږ حکومت را روان دی، په خدای د پنځه وخته لمانځه پرځای خو به شل وخته لمونځ درباندې وکړم.

ـ خو آیا په رښتیا طالب راځي که راوستل کېږي؟

د لوګر د بابوس محمد شاه ډریور چې دا دېرش کاله بار وړونکی ټریلر چلوي وایي، چې طالب راوستل کېږي او په خپله د راتګ لپاره نه دم لري او نه قدم.

محمد شاه کاکا زیاتوي، چې طالب، طالب نشته فقط د جنګ لپاره بهانې دي او تر ټولو لویه بهانه په خپله د طالب نوم دی، چې د جګړې تبه ګرمه ساتلی شي او د پښتنو پر کور او کهول باندې د جګړې د اور لوخړې ښه ګرمې ساتي. اوس چې امریکایان دغه بهانه ختموي، خدای دې خیر ورکړي چې جنګ ختمېږي، نو طالب دې راشي.

په کابل کې هم د قطر د دفتر اوازو یوه بله فضا جوړه کړې ده. په کهنه فروشیو کې د کور د استعمال سامان آلاتو خرید او فروش خپل اوج ته رسېدلی دی، هغه قوماندانان چې په تېرو دولسو کالو کې د امریکا د ډالرو پر سوړو روږدي وو د خپلو بې خرطه ډالري کڅوړو په زور غواړي چې کورنۍ یې لندن، استرلیا، امریکا او فرانسې ته ولاړې شي.

د کابل د پروان په کارته کې قیمتي کوچونه، غالۍ، د خوب پالنګونه او ښایسته وریښمینې پردې په نه بیه خرڅېږي.

خو هغه کسان چې له خپل وطن څخه د بیا تللو اراده نه لري او د ډالر قربت او خپلوي هم نه لري، هغه بیا صرف د دغو سامان آلاتو په لیدلو سترګې خوږوي او د رحمان بابا په قول:

د دنیا کارونه واړه په دنیا شي
رحمان څه وکا چې نه لري دنیا

آخوا بیا شته داسې کسان چې له وروستیو انکشافاتو څخه خوښ بریښي، په تبصرو او مجالسو کې ویل کېږي، چې حکومت که لس کاله نور هم خپل اقتدار ته دوام ورکړي همدا حال به وي.

بېسوادان به والیان وي، پنجشیریان به جنرالان وي، غله به سرداران وي، کمېشن کاران به حاکمان وي، لنډه غر به وکیلان وي او افغانستان به هک حیران وي، ښه ده چې دغه لعنتي جګړه په یو نه یو ډول ختمه شي.

هسې هم نه طالب د ځان اختیار لري او نه د افغانستان اوسني حاکمان د امریکا له منترونو سره د مقابلې توان لري. دواړه د نواب صاحب نوکران دي. نواب صاحب ښه پوهېږي، چې دواړه څنګه سره غاړه غړۍ کړي.

د کندهار د شهیدانو چوک لوی لالا تبصره کوي، چې امریکا داسې خدمتګاران غواړي، چې د خدمت کولو توان او قدرت ولري.
د لوی لالا په وینا، موږ هم د امریکایي پیر مریدان یو او پاکستان هم د امریکایي پیر مرید دی، خو پاکستان تر موږ په دې ښه دی، چې د پیر د سترګو په اشاره پوهېږي او د شونډو په رموز یې هغه څه کوي چې پیر یې غواړي، خو زموږ دا نه دي ایزده چې د پیر صاحب په اشارو ځان پوه کړو.

پنجابیان به حتماً په دغه لوبه کې د لوی پیر د التفات او توجه وړ وګرځي، ځکه موږ کستاخ مریدان یو.

د لالا په قول امریکا دلته خپلې ګټې غواړي، ډیموکراسي د بشر حقوق دا نور شیان چې په راډیو ګانو کې ویل کېږي تش ګپ دی.

اوس چې طالب د امریکا د ګټو لپاره مناسبه نسخه ده، که دلته طالب وي که نه وي د پیر دستګیر کمالات طالبان له اسمانه راکوزوي او خپلې ګټې پرې ساتي.

هسې هم امریکا د قطر د دفتر د پرانستلو په مراسمو کې خپل کرامات ښکاره کړل یعنې سهار یې په طالب باندې بېرغ پورته کړ او د اسلامي امارت د دفتر لوحه یې پرې نصب کړه، ماښام یې بېرته پرې راکوزه کړه او دنیا ته یې وښوله، چې د طالب ټول غور او پش د امریکا د تاکتیکي کراماتو نښه او نښانه ده، که څوک باور نه لري رادې شي ودې ګوري.

آخوا کابل ته هم په قوت سره دا پیغام ورسید، چې طالب هم امریکایي کوتک دی که مو څټ وښوراوه په دغه کوتک به داسې ووهل شئ چې بیا به له یوه ګوزاره سره ولاړ شئ.

خو یو څه چې ډېر روښانه دي هغه د طالب بهرنی ماهیت دی. دا اوس په ډاګه شوه، چې نه طالب او نه یې کردار د پښتنو د مدني کلتور پیداوار دي.

هغه طالب چې د لسو زرو افغانیو معاش په اخستلو یې افغان عسکر د څټ لخوا حلالوه اوس په خپله د قطر په امریکایي قوماندانۍ کې د امریکا په جیب دفتر خلاصوي او پر امریکایي ډالرو غومبر وهي.
اوس نو دنیا ته څرګنده شوه، چې دولس کاله د پښتنو عام قتلونه، وژنې، د پښتنو پر کلیو او کورونو بمبارۍ د نړۍ د حاکمیت هغه جنایت وو، چې د طالب او افراطیت په نامه یې توجیه کاوه.

اوس د افراطیت ادرس هم د امریکا په کتابچه کې منقش دی او طالب هم Made in America دی.
له محور ورځپاڼې په منننې.

2 COMMENTS

  1. سلام اوحترمات درته واړاندی کوم : خدای دی وکړی چی صحت ولری پورتنی متن ولوستلوخدای شته چی خلک وای سل فیصده داپلانی کاردکیدوالادی اوزه وایک چی لس زره فیصد داستاسی لیکنه واقیعت ده ستاسی فکروکړی چی په یوه ورځ دقدرت انتقال اوپه یوه ورځ دطالبان ددفترپرانستل هغه ستاسی په خبره ارمان مودافغانستا ن تنکی ځلمینان دی چی څوک په یونوم اوڅوک به بل نوم وژل کیژی …….مننه …

  2. خدای دی تل ژوندی لره قانع صیب، د نن تکی آسیا (د تروریستانو پاڼه) ته مو ښه سبق ووایه. دا هغه پاڼه دی چی دی پاکستانی مزدورانو له خوا په کی لیکنی کیږی او تل د تاند، قانع او پسرلی صیب پسی تهمتونه کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب