تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳۱ مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال ملا حیاتالله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت به دغو بریدونو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.
تر دې مخکې د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم ویلي و چې پاکستان د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ولایتونو ځینې سیمې بمباري کړي دي.
د هغه په وینا، په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي. مجاهد ویلي، ټول وژل شوي او ټپیان ځایي ملکي وګړي وو.
نوموړي زیاته کړې چې په پکتیکا کې یو کور او یو دوکان هم په نښه شوي، خو په دې برید کې مرګژوبله نه ده اوښتې. هغه ویلي، افغانان به دغه «تجاوز» ته مناسب ځواب ورکړي.
ملا حیاتالله مهاجر فراهي نن په سمنګان کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په اړه په یو ورځني سیمینار کې وویل: «له بده مرغه پاکستان یو ځل بیا زموږ پر ګران هېواد افغانستان برید او بمباري کړې، چې له امله یې یو شمېر بېګناه کسان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، وژل شوي او ټپیان شوي دي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، فراهي ویلي چې د افغانستان پر ولایتونو د پاکستان بریدونه به د طالبانو د حکومت له خوا بېځوابه پاتې نه شي او «اسلامي امارت به دغو بریدونو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.»
هغه ویلي: «د افغانانو ویاړلی تاریخ ټولو ته څرګند دی. دا چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا پر افغانانو هوايي بریدونه کړي، معنا یې دا ده چې دغه بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي او په مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړل شي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت «یوناما» هم تایید کړې چې په کونړ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
یوناما یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي، څو د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیول شي.