Homeټولنیزپه افغانستان کې د ورور له وژل کېدو وروسته، بل ورور څلور...

په افغانستان کې د ورور له وژل کېدو وروسته، بل ورور څلور کاله وروسته خپل نیمګړی سفر بشپړ کړ

تاند (سې شنبه) د ۱۹۷۰ کال د جون په ۲۰مه، د امریکا د مینې‌سوټا ایالت له واسیګا ښار څخه دوه وروڼه، ۳۰ کلن ډېوېډ کانسټ او کشر ورور یې ۲۲ کلن جان، د یوه داسې سفر لپاره ووتل چې هغه مهال یې ډېرو لږو کسانو د عملي کېدو تصور کولی شول.

د دوی هدف دا و چې ټوله دنیا وویني او په پښ، تر ځمکې راتاو شي.

دوی نقشې، لږې پیسې او د «وېلي مېک اېټ» په نوم یوه کچره لرله. کچرې یې د سفر سامانونه او د کمپ کولو وسایل لېږدول.

څه باندې څلور کاله وروسته، ډېوېډ خپل ښار ته بېرته ستون شو؛ خو هغه مهال یوازې و. د سفر په نیمایي کې یې ورور جان په افغانستان کې د وسله‌والو کسانو په ډزو وژل شوی و.

د ګینس نړیوالو ریکارډونو له مخې، ډېوېډ کانسټ لومړنی کس و چې د نړۍ شاوخوا یې د ځمکې پر مخ د پلي تګ سفر په مستقل ډول ثبت او تایید شوی دی. د هغه سفر شاوخوا ۱۴ زره او ۴۵۰ میله، یا ۲۳ زره او ۲۵۰ کیلومتره اوږد و، چې له څلورو لویو وچو او ۱۳ هېوادونو څخه تېر شو.

(مطلب دا دی چې هغه د ځمکې شاوخوا اوږده لاره په پښو کچ کړه، خو د مسیر په اوږدو کې یې ۱۳ هېوادونه تېر کړل. د سفر د ځینو برخو لپاره، لکه له سمندرونو د اوښتو یا د مسیر د محدودیتونو له امله یې په ځینو برخو کې الوتکه او نور ترانسپورتي وسایل هم کارولي و.)

د مینې‌سوټا له ښار څخه تر اسیا پورې

د نړۍ شاوخوا د پلي سفر مفکوره هغه مهال د ډېوېډ په ذهن کې پیدا شوه چې له یوه ملګري سره یې په واسیګا کې خبرې کولې. هغه غوښتل په خپل ژوند کې نوی کار پیل کړي او وروسته یې خپل کشر ورور جان هم له ځان سره ملګری کړ.

کله چې دواړه وروڼه د سفر لپاره له خپل ښار څخه ووتل، د خلکو پام یې ځان ته واړاوه. زرګونه کسان راټول شوي وو چې د هغوی د سفر پیل له نژدې وویني.

«وېلي مېک اېټ» کچر هم د دې سفر یوه مهمه برخه وه. هغه د دواړو وروڼو د سفر سامانونه لېږدول او له دوی سره له یوه هېواد څخه بل هېواد ته روان و.

دواړو وروڼو د سفر په ترڅ کې په ډېرو ځایونو کې د نااشنا خلکو له مرستې او مهربانۍ ګټه واخیسته. د دوی سفر د رسنیو پام هم ځان ته اړولی و.

د سفر په جریان کې دوی د موناکو له شهزادګۍ ګرېس او د ناروې له مشهور سپړونکي تور هایردال سره هم ولیدل.

خو سفر تل اسانه نه و. دوی غوښتل چې د شوروي اتحاد له لارې تېر شي، خو اجازه ورنه کړل شوه.

وروڼه وروسته د اروپا له لارې ترکیې، ایران او افغانستان ته ورسېدل.

د ۱۹۷۲ کال په اګست کې، کله چې دوی افغانستان ته داخل شول، د خپل سفر نیمایي ته رسېدلي وو.

په افغانستان کې سخت سفر

د ډېوېډ کانسټ د روایت له مخې، افغانستان د دوی د سفر تر ټولو له سختو برخو څخه و.

سخته ګرمي، په لارو کې د اوبو نشتوالی او د لارو د ناامنۍ اندېښنې هغه ستونزې وې چې دوی ورسره مخامخ وو.

خو د دوی لپاره یوه بله ستونزه هم پېښه شوه.

د یوې افغاني ورځپاڼې د راپور له مخې، د ژبې یا معلوماتو د ستونزې له امله داسې انګېرل شوې وه چې دغه دوه امریکايي وروڼه د یونیسف لپاره پیسې راټولوي، حال دا چې د دوی هدف دا و چې خلک وهڅوي چې له یونیسف سره مرسته وکړي.

د دې ناسم برداشت له امله داسې انګېرل کېده چې دواړه وروڼه له ځان سره ډېرې پیسې لري.

همدا موضوع وروسته د یوې خونړۍ پېښې سبب وبلل شوه.

هغه شپه چې د یوه ورور ژوند یې واخیست

د ۱۹۷۲ کال د اکتوبر په ۲۱مه، ډېوېډ او جان په افغانستان کې د یوې نسبتاً ګوښه لارې په اوږدو کې روان وو چې وسله‌والو کسانو پرې برید وکړ.

د ډېوېډ په وینا، وروسته ورته داسې ښکارېده چې برید کوونکو ګومان کاوه دواړه وروڼه له ځان سره ډېرې پیسې لري.

وسله‌والو ډزې وکړې.

یوه مرمۍ د ډېوېډ په سینه ولګېده او جان په ډزو ووژل شو.

ډېوېډ سخت ټپي شوی و. هغه وېره لرله چې وسله‌وال به یو ځل بیا پرې ډزې وکړي، نو ځان یې مړ واچاوه.

برید کوونکو د دواړو وروڼو سامانونه وپلټل او وروسته لاړل.

ډېوېډ وروسته د افغان سرتېرو له خوا وموندل شو او کابل ته یووړل شو. په روغتون کې معلومه شوه چې مرمۍ یې کیڼ سږي ته ننوتې وه.

د جان مړینه د دواړو وروڼو د اصلي سفر یوه غمجنه او تراژیکه پایله وه.

ډېوېډ بېرته راستون شو

د ډېوېډ لپاره دا پېښه د سفر پای نه و. هغه د درملنې او رغېدو لپاره بېرته مینې‌سوټا ته ستون شو، خو یوازې څلور میاشتې وروسته یې پرېکړه وکړه چې هغه سفر به بشپړوي چې له خپل ورور جان سره یې پیل کړی و.

د ۱۹۷۳ کال په مارچ کې ډېوېډ بېرته افغانستان ته راغی. دا ځل یې بل ورور، پیټر، هم ورسره ملګری و.

دواړو له هماغه ځایه خپل سفر ته دوام ورکړ چې جان پکې وژل شوی و، او له افغانستان څخه د پاکستان او هند پر لور روان شول.

د ډېوېډ رسمي معلومات هم وايي چې هغه او پیټر د افغانستان له همدې سیمې څخه سفر بېرته پیل کړ او وروسته پاکستان ته واوښتل.

د خیبر له لارې پاکستان ته

ډېوېډ او پیټر د خیبر درې له لارې د تېرېدو لپاره ځانګړې اجازه ترلاسه کړه. د یوه قبایلي مشر د همکارۍ له امله هغوی ته اجازه ورکړل شوه چې له خیبر درې څخه تېر شي.

د سفر په لړ کې دوی اسلام‌اباد، لاهور او د پنجاب سیمې ته ولاړل او بیا هند ته داخل شول. په هند کې یې د امرتسر طلایي معبد هم ولید.

ډېوېډ وروسته له نوي ډیلي څخه تر کلکتې پورې پلي ولاړ او دا واټن یې په ۴۴ ورځو کې بشپړ کړ.

ولې یې د سفر لاره بدله کړه؟

د دوی د سفر پر مسیر سیاسي شرایطو هم اغېز درلود. د شوروي اتحاد او چین له لارې د تېرېدو اجازه نه وه ورکړل شوې، نو ډېوېډ او پیټر اړ شول چې له هند څخه استرالیا ته په الوتکه کې ولاړ شي.

وروسته پیټر هم له سفر څخه جلا شو او ډېوېډ یوازې پاتې شو.

هغه په استرالیا کې د خپلو سامانونو ګاډی په یوازې ځان کشاوه، چې کار یې ورته ډېر ستونزمن و.

په همدې وخت کې یوه استرالیايي ښوونکې، جېني ساموېل، له ډېوېډ سره مخامخ شوه. هغې د ډیویډ د سامانونو ګاډی له خپل موټر سره وتاړه او د ګاډي په کشولو کې یې ورسره مرسته وکړه.

د ډېوېډ او جېني ترمنځ وروسته اړیکه هم جوړه شوه او د سفر له پای ته رسېدو وروسته یې واده وکړ. د ډېوېډ د رسمي وېبپاڼې له مخې، دوی وروسته په امریکا کې ګډ ژوند پیل کړ.

څلور کاله، درې میاشتې او ۱۶ ورځې

بالاخره د ۱۹۷۴ کال د اکتوبر په ۵مه ډېوېډ کانسټ خپل سفر بشپړ کړ او بېرته خپل اصلي ښار واسیګا ته ورسېد.

هغه په څلورو کلونو، درېیو میاشتو او ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۲۳ زره او ۲۵۰ کیلومتره واټن وواهه.

د هغه د خپل حساب له مخې، په دې اوږده سفر کې یې ۲۱ جوړه بوټونه زاړه او بدل کړل.

د ګینس نړیوال ریکارډونه د هغه سفر د نړۍ شاوخوا د پلي تګ لومړنی تایید شوی سفر ګڼي.

د یوه ورور خوب، د بل ورور د ژوند تر پایه سفر

هغه سفر چې د ډېوېډ او جان د ګډې ماجرا په توګه پیل شوی و، په افغانستان کې په یوې تراژیدۍ بدل شو.

جان خپل کور ته بېرته ستون نه شو، خو ډېوېډ د خپل ورور د یاد او د هغه د ګډ هدف د بشپړولو لپاره سفر ته دوام ورکړ.

د دې سفر په ترڅ کې دوی له سختې تودوخې، د اوبو له کمښت، ناامنیو، سیاسي محدودیتونو، اوږدو واټنونو او ستړیا سره مخ شول؛ خو د ناپېژاندو خلکو له مرستو او مهربانۍ څخه هم برخمن شول.

په پای کې ډېوېډ هغه څه بشپړ کړل چې له جان سره یې یوځای پیل کړي وو او د نړۍ شاوخوا یې د ځمکې پر مخ د پلي تګ یو له تر ټولو اوږدو او غیرمعمولي سفرونو څخه ثبت کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...