پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+بېوزلان یو کلاسیک اثر | ذبیح الله شفق

بېوزلان یو کلاسیک اثر | ذبیح الله شفق

” ګناهکار هغه څوک نه دی چي ګناه کوي؛ بلکې هغه څوک ګناهکار دی چي د تور تم لامل ګرځي. “
بېوزلان د فرانسې د مشهور لیکوال ویکټور هوګو ( ۱۸۰۲ – ۱۸۸۵ ) یو نړیوال کلاسیک شهکار ناول دئ چي پخپل آدبي رنګ او روانو پېښو ئې د نړۍ په مختلفو سیمو کي یو ځانګړی ارزښت پیدا کړی. د دې ناول په باب ویل کېږي چي تر دې مهاله تر شپېتو ډېرو ژوندیو ژبو ته ژباړل سوی او په زرګونو ټوکه پلورل سوی دئ. ” بېوزلان ” په لږ وخت کي د فرانسې سرحدي پولي ماتي او د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري ورسېد. حتا ویل کېږي چي د سړې جګړې پر مهال ئې په هغو هیوادونو کي لوستل جبري وه چي سوسیالسټي افکارو پکښي په تېزۍ څرخون درلود. ” بېوزلان ” اصلاً  د هوګو هغه شهکار دئ چي د فقر،  بېوزلۍ، د قانون د نامناسب حد، د تودې میني د کشمکشي او تلوسي جریان او انساني بدلون او خواخوږۍ په باب یو ښه درس او انساني محوره پیغام لري. ما د ” بېوزلان ” په باب ولوستل چي یوازي ۴۵  فلمونه او نندارې ور باندې جوړي سوې او یوه ملګري خو بېخي په مبالغوي ډول د ” بېوزلان ” په هکله راته وویل چي که یو وخت فرانسه ټوله لوټي لوټي، او حتا پر دا بل مخ را واړوي؛ او بېوزلان اثر وي نو بیرته به فرانسه له سره تر اوسنۍ بڼي ښه ورغول سي.
عموماً د نړیوالو آثارو ښګېڼه دا وي چي د بهرنیو ټولنو د بدمرغیو، روایجو او حالاتو بیان پخپل ځان کي لري، او زموږ لوستونکي د خپلي غمځپلې او درد ځپلې ټولني د ناخوالي جریانونو او نادریو انعکاس او انځور پکښي لیدلای سي. هغه لوستونکي چي لوړ سطحه او کلاسیک آثار لولي د هغو لوستونکو سره چي د یوې محدودې ټولني د لیکوالو د آثارو تر تر ویلو پوري محدودي وي، هم په ذهني او هم په شعوري لحاظ د بدلون وړ وي. ښه اثر خپل تاثیر نه بایلي او ژوند ئې د محدود پر ځای نامحدود وي، ځکه خو د نړیوالو افکارو درلودونکي لیکوالان داسي آثار پنځوي چي نړیوال شکل غوره او د نړۍ د هر فرد لپاره موضوع او پیغام ولري. زموږ مضبوط فکره او قلم زوره لیکوال ډېر په نشط حساب دي، او که چېري وي هم؛ زموږ په ټولنه کي تر ډېره مطرح نه دي. او د ډېریو آثار یوازي د پښتني ټولنې پر نادریو او نادودو را څرخي. یوه خبره چي د کلاسیک آثارو په باب مهمه ده، هغه زما په آند د ډېر وخت موضوع ده. زموږ لیکوالانو پر خپلو آثارو ډېر وخت نه دئ تېر کړی، ځیني پښتو ناولونه خو حتا په ورځو او میاشتو لیکل سوي وي. د هوګو “، بېوزلان ” د اوولسو کالو په جریان کي؛ د تولستوی ” سوله او جګړه ” شهکار په شپږ کاله او دغه راز نور نړیوال آثار هم په کلونو کلونو ترتیب او لیکل سوي. که پر یوه کتاب اوولس کال  وخت کار کېږي نور ولي به نړیوال اهمیت نه مومي؟ د بهرنیو آثارو سره پیوستون د نورو وګړو او ټولنو د ستونزو، قوانینو او ژوند څخه خبرېدنه  ده. او پر پښتو او افغاني افرادو ئې هم اغېز بې څه نه دئ.
د بېوزلان کیسه:
بېوزلان ( په دری کي ” بېنوایان” ) د لومړی ځل لپاره په فرانسوي په ۱۸۶۲م کي چاپ سو. د هوګو دې تاثیر ګزار اثر ډېر ژر د فرانسې پولي ماتې او د ختیځ په ګوټ ګوټ کي لاس پر لاس سو. وروسته انګلیسي فارسی او ګڼو نورو ژبو ته وژباړل سو او نړیوال آدبي شهرت ئې پیدا کړ. د استاد رفیع د سریزي پر اساس په پښتو کي د دې ناول اولنۍ هڅه د پښتو ژبي لوی خادم علامه حبیبي کړې وه چي په هغه وخت کي ئې ګڼي برخې د کندهار په ” طلوع افغان ” کي خپرې دې. نوموړې ژباړه د ” بېوزلان ” د چاڼ سوي او لنډیز سوي متن څخه وه. کلونه وروسته بیا دا کتاب  په ۱۳۹۰ هـ کي عبدالحلیم همت په پښتو کړ چي د استاد رفیع، زرین انځور او استاد لېوال په ښو لیکنو او سریزو هم بناء دئ. ما همدا ژباړه چي په اصل کي د ګورګیس اقاسی د فارسی متن څخه ژباړل سوې ولوسته. دا کتاب دوه ځله ۲۰۱۱ او ۱۵ کي رحمت موسسې چاپ او  اوس هم بازار کي سته. د بېوزلان کیسه د بدبخت او وخت ځپلي ژان والژان نومي کس چي د ناول مرکزي کرکټر دئ د ژوند او کړاو څخه پیلېږي چي د فرانسې د استبداد الشکله قانون لخوا د یوې ډوډۍ د غلا په تور پنځه کاله د تورو تمبو شاته غورځول کېږي او څو ځله د بند څخه د ناکامو هڅو په لړ کي د تېښتې په تور دا موده نونسو کالو ته پسي غځېږي. والژان د آزادۍ وروسته یو دیو ډوله انسان وي. چي په جوړښت کي ئې تر ټولو مهم لاس د وخت نامناسب قانون لري. دی نا آشنا او لالهنده د پاریس کوڅو کي ګرځي او خلک حتا د انسان په سترګه هم نه ورته ګوري. د اوسېدو  او خوراک په ځای پسي حیران وي. والژان د خلکو د بد نظریو او نا انساني کړنو څخه چي ماشومانو په ډبرو ویشت او چا په مېلمستون کي د زندان د کاټ له کبله پرېښووی نه، دونه نه آرامه کېږي چي خپل ځان تر یوه نجسه حیوان (سپي) هم کمتر احساسوي. بلاخره دی د یوه مذهبي کشش په کور کي د هغه په غوښتنه تم کېږي او د هغه مهرباني او نېک خویه چلند ته دونه حیران او دریان کېږي چي دا وخت ئې هیڅ باور نه راځي، او هغه ته د یو انسان په جامه کي د یوې فرښتې په نظر ګوري چي شاید خدای د مرستې لپاره ورته را لېږلې وي. والژان تر دې دمخه د مهربانۍ، میني، دوستۍ او اخلاقي چلند څخه بېخي لیري وو. اخیر دی نونس کاله په یو نا انساني مکان کي بې آزادۍ هستېدلی وو. چي په دې ټول دوران کي ئې د ناوړه چلند، شکنجو او بدخونده الفاظو څخه پرته بل څه نه وه لیدلي. والژان د مذهبي مشر (اسقف) د کور څخه تر غلا وروسته بیا پولیس نیسي، خو اسقف ورته وایي چي دا د ده دوست او د کور شیان ئې پخپله خوښه ورکړي. ژان والژان د تعجب نړۍ ته ځي، حیراني ئې پسي اخلي او د اسقف د هغو لارښوونو څخه چي دته ئې د ښه انسان د جوړېدو په باب کړې وي دونه متاثیره کېږي چي اخیر خپل اصلي ځان ویني، هغه والژان ویني، چي وحشت، کرکې، لوږي، شکنجو، ناوړو الفاظو، یوازيتوب او رنګارنګ نادریو پر ملا غوټ مات کړی وي.  په دې وخت کي والژان ځان د نړۍ یو ډېر بدمرغه انسان احساسوي او د خپل تقدیر څخه دونه ناخوښ وي لکه یو ستړی، غم ځپلی او کاریګره غلام چي د خپل برخلیک او ژوند څخه وي. ” هغه په داسې یو حالت کې ځان په ډېره نا آرامۍ په یوه تیګه (ډبره) وغورځاوه. سر یې په ځنګنونو کېښود او په خپلو ویښتو کې یې په ګوتو وهلو پیل وکړ. هغه په هم دغه حالت کې وویل: زه څومره بدمرغه یم. په دغه وخت کي یې زړه راوپړسېد او له سترګو یې د اوښکو بهیر را مات شو. دا لومړی ځل و چې هغه نولس کاله وروسته ژړل. ” (د ناول د متن څخه.)  والژان د اسقف د پېروزینې او لارښوونو څخه وروسته یو داسي بدلون پخپل ځان کي راولي چي د نېکۍ او مهربانۍ له پولو اوړي. دا نېک خویه او ښه خویه بدلون په اصل کي د والژان د تېر ژوند څخه غچ اخیستنه ده. دی د هر کړاو ځپلي او غربت ځپلي حالت ویني، درکوي یې او لاسنیوی ئې کوي. ډېره شتمنه پیدا کوي، ښاروال کېږي او د خلکو په منځ کي ښه شهرت مومي خو دا شهرت لنډ مهاله وي. دی خپله ټولي هستي او ثروت د یوه کس د ژوند ژغورلو په خاطر له لاسه ور کوي او د ضمیر خبره اوري. دی یو ځل بیا د مندل بابا او ښاروال څخه ژان والژان کېږي. هغه والژان چي  خلک ئې د یوه پخواني مجرم او زنداني په توګه پېژني. د ناول سره پېیلو پېښو او کرکټرونو د ناول خوند ډېر کړی. په ناول کي د والژان پر داستان سربېره د یوه پوځي افسر ژاور چي د قانون د پلي کولو تږی وي داستان هم بیانېږي. چي په اصل کي د فرانسوي ټولني د دولتي بې کیفایتۍ او د قانون د حده وتلې ناسمي، او نا انساني متروکې څخه پرده پورته کول دي. د ناول دوه نور کرکټرونه فانتین او د ماریوس نیکه نورماند دي چي هر یو په جلا جلا رولونو او پېښو کي لیکوال لوبولي. ” بېوزلان ” یوازي د فرانسې د وګړو بېوزلې نه بیانوي. دا ناول د یوې تودې خو په عیني حال کي د تلوسي میني داستان هم په منځپانګه کي لري چي د ناول د پېښو رنګ ته ئې ځانګړې ځلا ورکړې. دا مینه د ماریوس او کوزت مینه ده. یوه داسي مینه چي د حالاتو د جبر، او ټولنیزو  نادریو له امله د ځنډ او بېلتون ښکار کېږي. ” نور هرڅه پای ته رسېدلي وو، کوزت د مینې په سمندر کې ډوبه شوې وه او د ارم باغ ور ورته بیرته شوی و. په کوزت دغه ټوله ورځ په یو ډول جذبه یی حالت کې تېره شوه، ځان ته یې د زیري ورکولو زړه نه شو کولای. نوره دنیا ورته نه ښکارېده. اننګي یې تاوده شوي او نور ټول وجود یې سوړ اوښتی و. ” (د ناول د متن څخه.) د ناول تقریباً ټول کرکټرونه په داسي شکل لوبیدلي چي یو له بله سره څو واري مخ کېږي او مسلسل جریانونه او پېښي د دې باعث کېږي چي لوستونکی د ځان سره وساتي. هوګو په دې ناول کي د جګړې او انقلاب صحنې هم لري. د هیواد سره د پوځي د میني را واخله بیا د قانون تر جبر پوري ئې ټول بیان په داستاني ژبه په ډېر منظم او سم شکل کړی دئ. د مرکزي کرکټر ژان والژان په ګډون ژاور، فانتین، کوزت، ماریوس، نورماند او تاندریه نومي کرکټرونه هم برخه لري چي یو د بل پسي په پېښو کي څرګندېږي. د ژان والژان یو ناڅاپي او نېکه رویه بدلون دا پیغام را کوي چي په ټولنه کي ښه او اخلاقي انسانان څونه رول لري. او د یوه کس د مثبت تغیر لپاره یوازي د هغه درک او سمي لاري ته په سم ډول رهنمایي کول کفایت کوي. ” بېوزلان ” یوازي د نولسمي پېړۍ د فرانسې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي حالت نه بیانوي، بلکي موږ ته د زور واکو، سیاسیونو او نامنظمو دولتي جوړښتونو او د نامناسبو قوانینو د جبر څخه پرده هم پورته کوي او دا په زباد رسوي چي د انساني ژوند د بدمرغیو لامل یوازي او یوازي زورواکي، سیاسون او بې وجدانه رهبران دي. د ژاور کرکټر موږ ته د قانون بې ساری جبر ښیي. د والژن پر ځای د بل کس زنداني کول موږ ته د دولت د ناسمو ارګانونو او نامسلکي اشخاصو بې ځایه قضاوت ښيي. بېوزلان د یوه یا څو وګړو کیسه نه ده. دا داستان د بشریت د بدمرغیو، بېوزلیو، ظلمونو او کړاونو اصلي عوامل بیانوي او د هرې ټولني افراد د خپلي ټولني ناوړه څېره پکښي لیدلای سي. هوګو د دې داستان په مټ دا ثابتوي چي د کرکې په بدل کي کرکه نه بلکي مینه پکار ده. کرکه هیڅکله د تاوتریخوالي مخه نسي نیولای. دی په دې عقیده دئ چي جرم د ټولني د فرد نه بلکه د هغه چا ګناه ده چي د دي جرم پیدا کولو ته لار هواروي دی وایي:
” ګناهکار هغه څوک نه دئ چي ګناه کوي؛ بلکه هغه څوک ګناهکار دئ چي د تور تم لامل ګرځي. “
هوګو دې پایلي ته رسېدلی چي د کرغېړنتوب ځواک د قانون د آندازې څخه د وتلي متروکې په مټ نسي ورکېدلای. سخت ګیري، او زور زیاتی دئ چي ورانکاران زېږوي. کرکه ده چي کرکه منځته راوړي. هوګو په دې آند دئ چي د افرادو د  ټولنیزي ناخوښۍ لامل د یوه فرد بدلون نه، بلکه د ټولني د آجنډا بدلون دئ. که والژان د لوږې له کبله د یوې ګولې  د ډوډۍ غلا ته مجبورېږي دا د هغه غلطي نه؛ بلکي مجبوریت دئ. او دې مجبوریت او غلا ته د ده د اړ کېدو لامل د ټولني بنسټیز جوړښت د دولت څخه را واخله بیا تر نورو افرادو پوري دئ. دا چي قانون د دې غلطۍ په بدل کي  دته نونس کاله د بند سزا ور کوي دا په اصل کي باید دته د کار، ډوډۍ او ژوند ورکولو د حق بدله و اوسي نه د کرکې او وحشت د ورکولو بدله.
بېوزلان د فرانسې د هغه وخت پر ټولنیز وضعیت سربېره د فرانسې سیاسي وضعیت ته هم کتنه لري. د فرانسې د هغه مهاله رژیم پر ضد د انقلابي خوځښتو او داخلې جګړو ته هم هوګو زغلنده نظر کوي. او د دغو پېښو په کشمکشي جریان کي یو په بل پسې د ناول مرکزي کرکټرونه هم برخه اخلي. د ناول د مهمي پوښتني په باب په انګرېزي د سریزي لیکوونکی آرلي لویین داسي څرګندونه لري: ” د دغه ناول مهمه پوښتنه دا ده: د بشریت د بدمرغیو وروستنی پازوال څوک دی؟ دولت؟ او که فرهنګ؟ . “
دا ښایي د ناول تر ټولو مهمه پوښتنه و اوسي. ځکه بېوزلان د نړۍ د یوې داسي طبقې کیسه بیانوي چي څو  ګوتو په شمارو زوراکي افرادو د دوی د انساني ارزښتونو د غضب ولکه په لاس کي اخیستې او په نړۍ کي ښایي هر د فقر او بېوزلۍ دوران د دوی له کبله منځ ته راغلی وي. موږ که څه دپاسه یوه نیمه پېړۍ وړاندي د فرانسې  وضعیت مطالعه کوو او د والژان په څېر د بې وسو اشخاصو کیسه لولو نو دې پایلي ته رسېږو چي جرم او فقر د ټولني په څو محدودو اشخاصو پوري تړاو نلري. بلکي تر شاه ئې د قانون په نوم پلي کوونکي زورواکي او سیاسیون لاس لري. دا د فرانسې ناسم بېوزله حالت دئ چي والژان د یوې ګولې ډوډۍ غلا کولو ته اړ کوي. دا د دولت له لخوا د خپل ولس د حقونو او ټولنیز نظام ته نه کتنه ده چي فانتین خپله ګران لور د بېوزلۍ له کبله پردۍ کورنۍ ته پرېږدي او بلاخره ئې د هغې بېلتون و بستر ته بیایي او له بستر څخه په هم دې بېلتون او بد قسمتۍ کي له دریمي نړۍ څخه مخه ښه پسي کوي. د یوې سروې پر اساس امریکا په افغانستان کي د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ جګړې پر مهال ۲.۳ ټریلیونه ډالر چي څه دپاسه ۲۳۰۰ میلیاره ډالر کېږي مصرف کړي وو. دا پیسې که په هغه وخت کي د افعانستان پر څلوېښت میلیونه نفوس ویشل سوې وای نو هر افغان وګړي ته به ۵۷۵۰۰ ډالر ( ۴۱۴۰۰۰۰ افغانۍ ) ور رسېدلې وای. مګر سربېره د امریکا پر دونه مصرف په افغانستان کي داسي کورنۍ وې چي د ماښام په ګوله پسي حیران وو. ماشومان له زده کړو څخه محروم وو. په ښارونو کي به ئې کاغذان او سبا ته د یوڅه د پیدا کولو لپاره به ئې سوال کاوه. د دې بشري بدمرغیو څخه بېوزلان ناول په ډېر ښه ډول پرده پورته کوي او د انساني بېوزلۍ انعکاس پکښي له ورایه ښکاري. ” د بېوزلان ” تصویري ژبه او فلسفي مکمالې او جملې تر ډېره د ستایلو وړ دي. هوګو په دې آدبي داستان کي یو داسي منظر کشي کړې، چي لوستونکی به د پېښو د لوستلو پر مهال ځان د مرکزي کرکټر سره ډېر نژدې احساس کړي: ” ژان والژان په خپل حساب پوره یو نیم ساعت مزل وکړ، خو بیا یې هم د دمې جوړولو اراده نه درلوده، یواځې خپل ښی لاس یې لرې کړ او په چپ لاس یې د ماریوس لاسونه ونیول. په دغه ځای کې تورتم بیخي ډېر زیات و، خو د تور تم دغه ډېروالي هغه لا پسي ډاډه کړ. ( د ناول د متن څخه) ” باسوت ټوپک لرونکو ته مخ واړاوه او د اوربل غږ یې وکړ. د غشیو وېشتنه پېل شوه، او له دې سره دواړه لوریو په یو بل د مرمیو باران پېل کړ، په ډېر لږ وخت کې ټوله کوڅه له لوګیو ډکه شوه. یو محشر جوړ شو. یو شمېر انقلابیانو له خپل مورچل څخه راټوپ کړو، او په دولتي سرتیرو یې برید وکړ. ګاوروش هم په دغه انقلابیانو کې و، ګاوروش په خپل ټوپک یو سرتېری په نښه کړ او ویې واژه خو یو ناڅاپه د انقلابیانو سترګې رډې راووتې او په ګاوروش ورټول شول، ځکه هغه په مرمۍ باندې د لګېدو له امله یوځل هوا ته پورته شو او بېرته په ځمکه را وغورځېده. ” ( د ناول د متن څخه ) ” کوزت د دې پوښتنو په ځواب کې یوه شېبه ځنډ هم ونه کړ، یواځي یوسړی …هغه!
بیا یې ټول یادونه را ژوندي شول، اروا پکې له سره غځونې وکړې، د وجود په تنه او تنسته کې یې د مستۍ یو ژور احساس راوزېږید. پخپله هغه و! هماغه چې دا لیک یې ورته لیکلی و! هماغه چې هغه ځای کې و! پخپله هغه چې لاس یې په اوسپنیزو ډنډو کې ننویستی و، ور یې له نظره تېر کړی و، او تللی و.
په داسې حال کې چې کوزت هغه د هیر نړۍ ته سپارلی و، خو هغه ځوان یې یوه شیبه هم له خیال څخه نه و وتلی او تل به یې د هغه په اړه سوچونه کول. هغه کوزت ته ګران و، بې کچه مینه یې ورسره درلوده. منډه یې کړه کورته ستنه شوه، خپلې کوټې ته ننوته، او ور یې په ځان پسې بند کړ. د لیک په لوستلو یې پېل وکړ، او دومره یې ولوست چې د هغې ټول مطالب یې په یادو یاد شول. بیایې لیک ښکل کړ او په خپله سینه یې کېښود. ( د ناول د متن څخه) د ناول روان نثر چي پښتو ژباړه ئې هم همداسي روانه ده لوستونکی ډېري ستړیا ته نه ورکوي. او رومانټیکه او ښکلې منظر کشي ئې هم هغه څه دي چي د پېښو او مکالمو علاوه ئې په ناول کي مهم رول آدا کړی. د بېوزلان تلوسه او د ژان والژان د کرکټر صحنې هم جالبي او هم حیران پارونکې دي. که څه هم ګڼو لوستونکو ته د بهرنیو آثارو په ځینو جملو پوهېدل ګران کار وي خو د هوګو بېوزلان له یوه اړخه فلسفي او له بله اړخه له فهم او روان شکل څخه ډکې مکمالې او جملې پخپله منځپانګه کي لري.
په دې اُمید چي د ” بېوزلان ” اثر بشپړه  ژباړه یو وخت په خوږې پښتو کي ولرو، په پای کي به د ناول هغه جملې دلته راوړم چي زما د لوستلو پر مهال خوښي او هره یوه له ډېرو ماناوو څخه ډکه ده:
🔸ګناهکار هغه څوک نه دئ چي ګناه کوي؛ بلکه هغه څوک ګناهکار دئ چي د تور تم لامل ګرځي.
🔸ګروهه او اخلاق هغه مرستندویه ځواکونه دي چي انسان له دننه څخه نیکۍ ته هڅوي او له بدۍ یې ژغوري او قانون د ټولنیز نظم د خوندیتوب شعار پر سر لري.
🔸اه، ځنځیرونه، اوسپنیزي ډنډې د خوب لپاره ډبرینه تخته، تودوخه، ساړه، بد اخلاقه او بد چلنده مامورین، دورې او شکنجې ټول د رنځونو سرچینې دي.
🔸کتابونه، ساړه دوستان دي خو البته د ډاډ وړ. (زما د خوښې جمله.)
🔸مرګ د تر ټولو لویې رڼا پر لور لوی ور (دروازه) ده.
🔸د تقدیر ګوزارونه دغه ځانګړنې لري چي زموږ احساسات څومره پیاوړي او منظم وي، هغومره مو د اروا له تل څخه بشري ذات راپورته کېږي، او موږ دې ته اړ کوي چي د دغه بشریت له مخي د نورو لپاره قرباني ورکړو.
🔸موږ ټول یوه مور لرو – ځمکه او فانتین د همدې مور غېږ ته ولاړه. (فانتین د ناول یوه کرکټره.)
🔸یوازي بې وزلي او غربت دئ چي د ماشومانو سرونه ټیټوي او له شور او شوخۍ څخه ئې پریباسي.
🔸په سهار کي، غوټیو د صبا باد ته مچي ور کولې، او یخ باد الوت.
🔸د لمر په راختلو سره د شفق ښه والی دا دئ چي له سترګو څخه خوبونه الوځوي او په شونډو موسکا خپروي.
🔸یو وخت ما د ژوند د تېرولو لپاره یوه ټوټه ډوډۍ پټه کړې وه، خو نن د ژوند لپاره نوم نه سم پټولای.
بېوزلان ناول ټول ټال په ۳۸۹ مخونو کي را ټول او د لوستونکي په فکر کي د ښې صحنې اچولو په پار ګڼ شمېر رسم سوي انځورونه هم لري. په وروستیو کي به متن په دې وینا پای ته ورسوو:
” د یوه کتاب تر لوستلو وروسته هغه څوک نه ئې؛ کوم چي اوس یې. “
ذبیح الله شفق
۲۰۲۵/۹/۲۷ – شنبه، کابل میرویس میدان (کوټه سنګي)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...