Homeخبرونهترکمنستان: سږ کال افغانستان ته د ټاپي له لارې افغانستان ته د...

ترکمنستان: سږ کال افغانستان ته د ټاپي له لارې افغانستان ته د ګازو صادرات پیلېږي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳۱ مه) په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر آتاجان مولاموف په اسلام‌اباد کې د «سفیرانو ماښام ۲۰۲۶» په مراسمو کې ویلي، ټاکل شوې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د لېږد د «تاپي» نل‌لیکې د «سرحدآباد–هرات» ستراتېژیکه برخه د روان کال په ترڅ کې بشپړه شي.

هغه زیاته کړې چې د دې برخې بشپړېدا به په ۲۰۲۷ کال کې افغانستان ته د طبیعي ګاز د لېږد د پیل لپاره لازم شرایط برابر کړي.

مولاموف همدارنګه د تاپي پروژې او د سیمې د انرژۍ د نورو پروژو عملي کېدل د باثباته انرژۍ د برابرولو او په پاکستان کې د صنعتي پراختیا او اقتصادي ودې لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو مهم بللي دي.

د تاپي ګاز نل‌لیکه شاوخوا یو زر او ۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۷۴ کیلومتره برخه یې د افغانستان له خاورې تېرېږي. دغه پروژه د ترکمنستان د ګالکینیش له ګازي میدان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د کال تر شاوخوا ۳۳ میلیاردو متر مکعبه پورې د ګازو د لېږد لپاره طرحه شوې ده. ټاکل شوې افغانستان د ګازو پر ترلاسه کولو سربېره، هر کال شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالره د دې پروژې له لارې د ترانزیت عواید هم ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې د زمري میاشتې په نیمایي کې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم د ترکمنستان له ملي مشر قربانقلي بیردي‌محمدوف سره د تاپي پروژې د چټک عملي کېدو په اړه خبرې کړې وې. همداراز «ترکمن‌ګاز» او «افغان ګاز» شرکتونو د ګازو په برخه کې د همکارۍ یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړی و.

د ګالکینیش ګازي میدان، چې د تاپي پروژې د ګازو اصلي سرچینه ده، د نړۍ له تر ټولو سترو ګازي زېرمو څخه دی او ترکمنستان د دې پروژې عملي کېدل په سیمه کې د انرژۍ او ترانسپورتي همکاریو د پراختیا د خپلې پالیسۍ یوه برخه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...