جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهبغدادي پیر/ نصیر غورځنګ

بغدادي پیر/ نصیر غورځنګ

دې خلکو ته که هر څومره ووایم، چې او ساده ګانو! بغدادي پير د انګریز جاسوس دی، انګریزان به هغه څوک څنګه خوښوي، چې د انګریز دښمن وي، له انګریزانو سره جنګیدلی وي، ماته یې ورکړي وي… نه یې مني! بس سبا له همدې لاوډسپیکر سره کابل ته ځم ، لمن به مو په سر واړوم.

قدم شاه وویل:

دې ته دې نو زه نه پریږدم.

یو دم یې د ځوان ژامې ته سوک ورکړ، ځوان پر کتابونو ولوید، ما یې تر غبرګو ورنونو لاسونه تاو کړل، قدم شاه یې پر ټټر  کیناست، د ځوان تر ستونې يې د دواړو لاسونو ګوتې تاو کړې، تر یو څه وخته پورته، پورته غورځیده خو وروسته یې سېکه وخته…

اه!

دا د نصیر احمد احمدي د دوهم تاریخي ناول ( بغدادي پیر) تر ټولو دردوونکې صحنه ده چې تحصیل کړی ځوان ( عبدالله) غواړي د بغدادي پیر اصلي څیره څرګنده کړي، خو غږ یې د غره په یوه ګاره کې غلی کیږي.

دې هېواد کې د عبدالله په څېر د ډیرو روشنفکرانو ستوني د بغدادي پیرانو لخوا خپ شول، چا د ګوډ ملا په نوم ترقي غوښتونکی پاچا له هېواد وشاړه او چا د چا په نوم، د افغان فیلسوف شهید بهاوالدین مجروح غاړه پریکړه.

د اوس شرایط د بغدادي پير د کراماتو له وخت سره فرق لري، نن هر څوک لاوډسپیکر او درمل پیژني، خو د بغدادي پير کرامت دادي، چې له همدې شرایطو سره ځان عیار کړي،  نن ددې پر ځای چې ۱۲ هفتې حمام ونکړي، ګيره اوږده کړي او زاړه کالي واغوندي، د تلویزیون له پردې څخه، د آیرکنډیشن لاندې په چټه ګیره او نکټایي کې غازي امان الله خان د کفر فتوا ورکوي.

ناول کې داسې ډیر څه شته، چې لیکل پرې وشي خو غټ کار به مو دا کړی وي، چې ددې کتاب لپاره پراخ کمپاین وکړواو حد اقل په درو نفرو یې ولولوو انشاالله چې د فکر جوړولو په برخه کې به مو لوی کار کړی وي.

د افغانستان له سینما او خصوصي فلم جوړولو له شرکتونو مې هیله داده، چې ددې فلم په ناول کولو کې کوښښ وکړي.

په پای کې د بغدادي پير په اړه د ملګري نثار جبیب دا ټپیزه درته ډالۍ.

دا نو د شلمې پیړۍ پير دی

دا چې په خلکو یې تاثیر دی

عقل تړلی په ځنځیر دی

ولس د پیر په دام کې ګیر دی

پاچا فقیر دی په ژړا له ملکه ځینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب