پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب د isi مشر سره لفظي شخړه کړې

ملا یعقوب د isi مشر سره لفظي شخړه کړې

تاند: ( شنبه، د حوت ۶ ) نا تایید شوي راپورونه وایي، چې د طالبانو د رژیم د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد کابل ته د پاکستان د پوځي پلاوي د سفر پر مهال د دغه هېواد د پوځي استخباراتو آی ایس آی له مشر جنرال ندیم‌احمد انجم سره لفظي شخړه کړې ده.

د ځینو رسنیو د راپور له مخې، دغه پاکستاني مقام طالب مشرانو ته ګواښ کړی چې په افغانستان کې به د پاکستاني طالبانو د ادعا شوي حضور خلاف عملیات وکړي.

سرچینه وایي، چې د هغه په ځواب کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب غبرګون ښودلی او ورته ویلي:( نړۍ پوهیږي، چې امریکا کوم برخلیک سره مخ شوه).

ویل کیږي، چې ملا یعقوب د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د سولې مذاکراتو د منځګړتوب چمتووالی ښودلی، خو ویلي چې د هغوی خلاف نه خپله عملیات کوي او نه بل چا ته په افغانستان کې د هغوی د ادعا شوي حضور خلاف د عملیاتو اجازه ورکوي.

د پاکستان د حکومت او طالبانو سرچینو د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

ملا یعقوب د طالبانو په اداره کې له محدودو پاکستان ضدو څېرو څخه ګڼل کیږي.

د هغه په اړه ادعا کیږي، چې د پلار په مشرۍ یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د پرزولو او بیا په پاکستان کې د خپل پلار ملا محمد عمر د مرموز مرګ په اړه پاکستان پړ ګڼي او ورڅخه متنفر دی.

د طالبانو مخالفان بیا داسې راپورونو ته د شک په سترګه ګوري او وایي په داسې خبرو هڅه کیږي، چې طالبانو ته د ولسي ملاتړ د پيدا کیدو هڅه وشي.

8 COMMENTS

  1. دا د شک خبری کیدای شی د بن د تړونوالو ،افغانستان انترنشنل او هغه چی بیا د وینو سیلابونه جوړول غواړی،تړاو ولری،ملا یعقوب اکثرا د اسلامی اصولو سره سم له افغانی ملی ګټو دفاع کوی ،که صادق وی الله رب العزت دی قوت ورکړی او والله علیم بذات الصدور
    خو د تعاونوا علی البر والتقوی پر معیار د شک پر ځای باید تقویه شی او د عقدوی برخورد پر ځای
    اصلاحی اړخ او روش اختیارول ماته اقرب للتقوی ښکاری والله اعلم
    اوس زاړه لیوان بیا نوی خوبونه وینی ،دهغوی د شر نه دی الله ج ملت او افغانستان وساتی ،بل مناسب بدیل پیدا کول سخت کار ښکاری ۰

  2. الله دی کامیاب لره ثانی عمره مونږ در باندی افتخار کو او دې دال خور په مقابل کښې دې خپل سر په بیه در سره ولاړ یو مونږ تل ازاد افغانستان غواړو.

  3. زموږ مومن ملت یو خادم مشفق امیر ته سخت ضرورت لری او الله رب العزت دی په موږ عمر ثالث حاکم وګرځوی ـ، فکر کوم چي عمر ثانی ،حضرت عمربن عبدالعزیز رض بلل کیږی چی د هغی په خلافت کی په ټول اسلامی قلمرو کی د رعیت دومره پالنه او امرا یی په حال خبر وو چی مستحق د زکات ورکی نه موندل کیده ۰
    که څه می سم نه وی ویلی لطفا زبیر صاحب دی تصحیح کړی ۰

  4. we have to support who really son of this country.
    Pakistan isi îs our enemy.pakistan army can not be our friend,
    BUT PAKISTAn PUBLIC IS OUR BROTHERS
    thank you

  5. ملا یعقوب وروره ډیر درباندی ویاړم.
    ستا مخکینی اختار او د توری غږ نن د آی ایس آی ندیم‌ انجم او دفاع وزیر کابل ته راوستل. مګر په کابل کی دیی هم د توری غږ د دوی تر غوږونو ورسوو، انشآالله ته په خپله دنده کی کامیاب افغان وختلی. بیا در باندی ویاړم

  6. دملا یعقوب خبری هندیانو نقل کړی چی مصدر یی نده مالوم. خو باکستانیان تایدوی چی ملا یعقوب هغوی دامریکایانو سره يه همکاری او دافغانستان په هوایی حریم تجاوز باندی متهم کړی وو. دا خبری پاکستانیانو تایید کړی. بل چیرته می ولوستل چی دداعش یا پنچپیرانو سره همکاری باندی هم پاکستانیان متهم بلل سوی وو. دا خبری دملا یعقوب له خبرو مالومیږی. هغه خپلو سرتیرو ته نصیحت کاوو خو هغه نصیحت پاکستان ته اخطار هم بللی سو.
    اوس نو مالومیږی چی طالبانو ته دستوخو خبرو چل ورځی. او مالومیږی هغوی دافغانستان له دښمنانو سره څنګه چنی وهی. یوه بله خبره هندیانو نشر کړی چی ملایعقوب له پاکستانیانو غوښتی چی دټی پي پی په خاطر داسلامی امارت دعملیاتو مالی لګښت باید پاکستان ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب