شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهدره نور کې ملي پارک جوړيږي

دره نور کې ملي پارک جوړيږي

تاند: ( شنبه، د حوت ۶ )  د طالبانو د کرنې وزارت د طبعي زيرمو رئیس مولوي عبدالاحد خليل د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته سفر په ترڅ کې ویلي، چې په دغه ولسوالۍ کې ملي پارک جوړوي.

د هغه په وینا، له دې سره به دغې سمسورې او غره ییزې سیمې ته ډيری سيلانيان را جلب او ور سره به د سيمې خلکو اقتصاد پياوړی شي.

نوموړي وويل، چې په ټول هېواد کې د ځنګلونو ساتنې په موخه جدي هلې ځلې کوي او د دې ولايت ځنګلونو ته يې د ښې پاملرنې هوډ وښوده.

د کرنې وزارت د طبعي زيرمو لوی رئيس په دره نور ولسوالۍ کې د نيالګيو قوريو څخه هم ليدنه وکړه او زياته يې کړه چې راتلونکي کې به زيات نيالګي وروزي.

دره نور د ننګرهار له هغو ولسوالیو څخه دی، چې ډېر سیلانیان یې لیدو ته ورځي او له طبیعي منظرو یې خوند اخلي.

د طالب چارواکو ورته څرګندونې د خلکو هرکلي سره مخ کیږي.

ځينې خلک په داسې څرګندونو شک څرګندوي او وایي په عمل کې به وویني، چې طالب چارواکي پر ژمنو دریږي کنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب