جمعه, مې 3, 2024
Homeادبد میلان کوندرا شهکار ناول د ده په خپل وطن کې څو...

د میلان کوندرا شهکار ناول د ده په خپل وطن کې څو لسیزې وروسته چاپ شو

تاند- د ميلان كوندرا (Milan Kundera) ناول The Unbearable Lightness of Being ژوند نه زغمل كېدونكى سپكوالى) چې په ۱۹۸۲ كال يې ليكلى و، په چك جمهوريت كې تازه (د ۲۰۰۶ په نوومبر کې) چاپ شو او له خپرېدو ژر وروسته د كال تر ټولو زيات خرڅېدونكى كتاب شو. دا ناول تر دې دوه ويشت كاله پخوا په فرانسه كې چاپ او په لنډ وخت كې په ګڼو ژبو وژباړل شو. په ايران كې د ښاغلي كوندرا دا اثر پروېز همايون پور د (بارهستي) په نوم ژباړلى دى. په امريكا كې فليپ كوفمان ورڅخه فلم جوړكړى.

 The Unbearable Lightness of Being ناول چې لومړى پلا په ۱۹۸۴كې په فرانسوي ژبه ګاليمار خپرندويې ټولنې په پاريس كې چاپ كړ، د يوې ځوانې چكي جوړې (ښځه او خاوند) له نظره د پراګ د ۱۹۶۸ كال پسرلى  بيانوي. هغوى (توما او ترزا) د شوروي پوځونو له خوا د چكسلواكيا له غصبولو وروسته سويس ته جلاوطنه كېږي او ډېر كلونه وروسته خپل هيواد ته ستنېږي.

ميلان كوندرا د خپل ناول د چكي متن په سريزه كې ليكلي  چې دا ناول يې د۱۹۸۰ او ۸۱ كلونو ترمنځ ليكلى، هغه وخت چې په جلاوطنۍ يې ډېر كلونه اوښتي ول او د چكسلواكيا يې يوازې يادونه په ذهن كې ګرځېدل.

پراګ پوست اوونيزې په چك جمهوريت كې د ميلان كوندرا د ناول د چاپېدو په اړه په يوه تبصره كې ليكلي، په اويايمه ليسزه كې چې چكسلواكيا د شوروي پلوو كمونستانو په لاس كې وه، كوندرا د پوهنتون استاد ؤ. هغه د پراګ د فلم په ښوونځي كې محصلانو ته دوې سپارښتنې وكړې، لومړۍ دا چې مخكې تر دې چې دېرش كلنۍ ته ورسېږي تورات دې ولولي او بل دې لږترلږه يوه بهرنۍ ژبه زده كړي. د پراګ پوسټ په نظر كه چكانو د كوندرا دوهمې سپارښتنې ته غوږ نيولى واى، دوه ويشت كاله مخكې به يې د هغه دا ناول لوستى واى.

اوس چې د كوندرا كتاب چاپ شوى او چكان يې په لېوالتيا اخلي او لولي، ډېر پوښتنه كوي چې ولې هغه دومره ناوخته په چك كې په چكي ژبه خپور شو؟ كوندرا په هنر او كمپوز جوړولو كې هم استعداد لري او په اووه اويا كلنۍ كې يې په شعر ويلو هم پيل كړى خو نړيوال شهرت يې په ۱۹۶۷ كې د (The Joke) له ليكلو وروسته په ناول ليكنه كې لاسته راوړى دى. په دې ناول كې د يوه ګوندي كيسه كوي چې شخصيت ته يې په دې خاطر سپكه اړول كېږي چې پر رژيم يې نيوكه كړې وه.

اووه كاله وروسته په داسې حال كې چې كوندرا فرانسې ته په سفر تللى ؤ، د چكسلواكيا چارواكو د دۀ تابعيت فسخه اعلان كړ او دى يې مجبوره كړ چې په تبعيد كې واوسي. ميلان كوندرا د ۱۹۲۹كال د اپريل په لومړۍ نېټه د چك په دوهم لوى ښار برنو (Brno) كې په يوه كلتورپاله كورنۍ كې دنيا ته سترګې رڼې كړې. لومړنۍ زده كړې يې په ۱۹۴۸ كې په برنو کې بشپړې كړې، ورسره يې له خپل پلار څخه پيانو زده كړه او بيا  د پراګ په مشهور پوهنتون چارلس كې د هنرونو د پوهنځي د ادبياتو په څانګه كې داخل شو خو دوه سمستره وروسته يې زده كړې پرېښودې او ځان يې د پراګ د هنر د اجرا او تمثیل اكاډيمۍ ته تبديل كړ. هلته يې لومړى د فلم دايركتري او سناريوليكنه ولوسته. په ۱۹۵۰ كې موقتاً په سياسي وجه د زده كړو پرېښودو ته مجبوره شو خو په ۱۹۵۲ كې له فارغ التحصيل كېدو ورسته د فلم په اكاډيمۍ كې د نړيوالو ادبياتو استاد شو. كوندرا له ۱۹۷۵ څخه په فرانسه كې اوسي. هغه په ۱۹۸۱ كې د فرانسې تابعيت اخيستى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب