Homeخبرونهبدخشان کې ۴۴ نوي روغتیايي مرکزونه جوړېږي

بدخشان کې ۴۴ نوي روغتیايي مرکزونه جوړېږي

تاند: ( سې شنبه، د حوت ۹ ) د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو د رژیم د پلان او پالېسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي وایي چې په را روان کال کې به په بدخشان ولایت کې ۴۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شي.

هغه وویل، د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونو ته په کمي او کیفي توګه ارتقا ورکړي.

نوموړی وایي، د عامې روغتیا وزارت یو پلاوى بدخشان ته تللى و او هلته یې له خلکو سره له نږدې ليدلي او د هغوی ستونزې يې اورېدلې دي.

هغه زياتوي، د یاد پلاوي د ارزونې په پايله کې به په راتلونکي کال کې د بدخشان ولايت د روغتيايي مرکزونو شمېر له ١٥٠ څخه ٢٠٠ ته لوړ کړاى شي.

  ډېر مهال د ژمي په موسم کې د واورې ورېدو له امله د بدخشان د ولسواليو لارې له مرکز سره تړلې وي او خلک يې نه شي کولاى خپل ناروغان مرکز او يا هم نورو ولايتونو ته انتقال کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...