یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهایټالیا کې د ډوبې شوې کښتۍ ۸۰ سپاره افغانان دي

ایټالیا کې د ډوبې شوې کښتۍ ۸۰ سپاره افغانان دي

تاند: ( سې شنبه، د حوت ۹ ) د طالبانو د ادارې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ایټالیا کې د پناه غوښتونکو د ډوبې شوې کښتۍ ۸۰ قربانیان افغانان دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ایټالیا په سویل کې څو ورځې مخکې یوه بېړۍ سمندر ډوبه کړه، چې د نورو هېوادونو پناه غوښتونکي هم پکې شامل وو.

د طالبانو ادارې له خلکو غوښتي، چې له ناقانونه سفرونو ډډه وکړي.

د دوی منتقدین بیا وایي، چې په افغانستان کې پر خلکو د طالبانو ظلم او جبر له هېواده د پراخې تیښتې سبب شوی.

څه موده مخکې په بلغاریا کې ۱۸ افغان پناه غوښتونکي، چې په ناقانونه ډول دغه هېواد ته تللي وو او نورو اروپایي هېوادونو ته یې د تګ پلان و، په یوه بند موټر کې د اکسیجین د نشتوالي له امله مړه شوي وو.

5 COMMENTS

  1. الله رب العزت دی، پدی ملت رحم وکړی ، ټول سخت ګنهکار یو خو بیا هم د الله ج مغفرت ،رحمت او احسان ډیر وسیع دی ،الله ج دی دا فرار په قرار او سکون بدل کړی ،دا ملت لارښود ته ضرورت لری ،خادم مشفق حکام غواړی ، راټولول او په کور کول یی د امراوو مسئولیت دی،شړل ،ځورول ،مکتب او پوهنتون نه محرومیت ،کوتک او ټوپک په ژبه د مومن مجاهد ملت سره چلند دا ټول د انسانیت د سقوط علایم دی،وظیفی نه خلک محرومول ،تدریجی مرګ او فرار ته لار جوړول ملت شیندلو سره مستقیم تړاو لری،عاملین یی ظالمان او د ملت دښمنان بلل کیږی،حکام او شتمن خپله ډوډۍ د خپل ورور سره باید نیمه کړی دا انسانی رسم دی ۰
    د ملت سره د مور او میری سلوک یا دوه ګونی تعامل د ناکام او جاهل حکامو چلند دی ،ملت راټولول
    انسانی اخلاق او سړیتوب غواړی ،الله ج فرمایی؛
    فبما رحمه من الله لنت لهم ولو کنت فظاََ غلیظ القلب لانفضوا من حولک
    همدا نسخه د ملت راټولولو لپاره الهی نسخه ده،ښه سلوک رحمت بلل شوی ، بد سلوک او دوه ګونۍ تعامل د ملت سره همدا عواقب لری ؛ځان غرقولو ،وهلو او انواع د شکنجو ته ورکوی خو جاهل
    ظالم سره نه اوسیږی ،اوس څوک ویلۍ شی چی دا ډول امارت غضب دی که مصیبت ؟

  2. همت صاحب ستا تبصره بیلکل ټیک ده زه در سره منم خو موږ سرتمبګیو خود خواهیو ، دروغجنیو او فساد فیصله کړو چې دغه مو حال دی!
    ڼړۍ او ڼړیوال له افغان ولس سره د خپلو ګټو پر بنا بوخت دی. راځۍ دا برخه اوس پرېږدو چې اسلامی امارت څه کوی؟
    کله چې وایو جګړه او دکړکېچ ابزار بهرنی دی داخبره واقعیت لری او دغه نیابتی سناریو کې بهر نیانو افغان پر افغان وواژه موږ خو نه وسله درلوده او نه پیسه نه ټوپک اونه پټاکۍ دا دجنګ اصلی عامل دی او له بهر څخه تهیه شول.
    تر اوسه پورې ڼړیوالو ۳۳ کنفرانسونه دافغا نستان په نوم رامنځ ته کړی هر هېواد دخپلو ګټو ترانې په کې ویلی
    کوم یوه په دېپلوماتیکو لارو چارو داسلامی آمارت سره ګام اخیستی او کوم یوه دافغانستان لانجه لکه څنګه چې لازم ده سمه څېړلې؟
    دڼړیوالو فرهنګ له پیل څخه کوږ ،دروغجن، کمزوری،پلمه کوونکی،دوه مخی، او ډیر زهیر وه. بهر زموږ فرهنګ په سیالیو ، دالرو، ابزاری خوب او خیال، ویزو،تشویق او په غلطو لار و یې خلک بلد کړل نوځکه په الوتکو ورونښتل . دغه اړیکی په نو رو مسایلو کې په لوړه کچه دیر ستر مثالونه لری چې هر یو یې داندېښنې وړدی.پټې معاملې روانې دی!!!
    دفرهنګ بنسټ،اهمیت او اغیزه د یوې ټولنې په ترکیب کې ډیر ارزښت لری خو دغه فرهنګ دمادی ابزارو سبب وګرځید چې ځینې کسان په دې برخه کې قناعت نشی کولی ان خبره یې تر بېړۍ پورې رارسیږی.
    امریکا اروپا په ډاګه خلک راوستل او دراتګ خواخوږې یې ژور اړیکی لری هغوې دا کار دجهاد له وخته راپیل کړی او لا دوام لری.
    کاشکې دافغانستان دقا چاقبرو لپاره مناسب تصامیم ،تدابیر ، او د لمنځه وړلو لپاره یی په ټولو سیمو کې یې مخه نیول شوې وای دلته خو دحکومت چارواکی لاس ور سره شریک دی یا کم له کمه حکومت دومره جهذان بینی در لودای چې ددې ناروغی مخه ونیسی نو نامعلومه او ناقانونه دواړه هابیلی او قابیلی اټکلی اعلا میه به څه وکړی هغه هم په داسې وخت کې

  3. ددي بد بختيو تل(تاداو) ګلبدين که ګلبيدين، ملا رباني او مسعود ان د داودخان په دوره کي يښی چي ثمر يي د د ځوانانو ارمانونه په مديتراني کي لاهو کړل. دد ځور او غم مخه اوس هم نيول کيدای شي خو که دا خيټور ليږ خپل وجدان ته سر ور ټيټ کړي دا ځوانان ټول د مکتب او حتا د پوهنتون فارغان دي او شمير به يي ايله زرهاوته رسي نه و مليون ته رسيږي کار په افغانستان کي پيدا کولای شي خو دد خر مرګو لپاره ښکاري چي د د ځوانانو مرګ بي تفاوته ده

  4. محترم ورور شریف زاد صاحب او درنو لوستونکو ته
    السلام علیکم
    تاسی ښو ټکو ته مو اشاری کړی ، خو موږ بنا پر حدیث شریف چي معلم د بشریت صلی الله علیه و
    سلم فرمایی؛ لایومن احدکم حتی یحب لاخیه مایحب لنفسه ، نو باید بل ورور حق ته هم توجه وکړو،
    دجنګ او تخریب دور باید ختم کړو،اخوت ،خدمت او ملت سازی پړاو ته ځانونه تیار کړو ،دښمن تبلیغات باید عمل کی شنډ شی ،داچي نورو تخلیه شروع کړه ،خو زموږ تخلیه په بحرونو ،ځنګلونو او داړونکو ته ده له ګاونډی نیولي تر نړۍ زموږ درد نشی دوا کولی ، موږ باید خپل مسئولیت د رعیت او
    ملت په وړاندی منحیث انسان افغان مسلمان درک کړو،د ملت راټولول ، خدمات ،مساوی حقوق،درونی استحکام ته لار جوړوی،ژوند ټول تخریب ،کوتک او وژل ندی ،انسانی رفاه او مکارم
    اخلاق هم اصلی او لویه برخه ده۰
    ملت، افغانستان او اسلام د ټول ملت دی ، نباید غصب یا غلط استعمال شی ،موږ یوه ډله نه چاغوو ، موږ باید ملت جوړ کړو، ترڅو داخلی او باندنی مسئولیتونه اداء کړی شو او دی کار لپاره
    څلویښت میلیونه افغانان کم دی ،نړیوالو ته هم ضرورټ لرو ،ملت ساتنه او ملت جوړونه وړوکی
    ګوندی یا د یوی وړی مدرسی کار ندی ،ولی ڼن ورځ هر چیری د ڼنه او بیرون افغان مری ،تحقیر کیږی
    ،ګاونډی او ټوله نړۍ ورسره په عذاب اخته دی ؟
    خلاصه هرکی را دردی رسد ناچار ګوید وای را
    خو قرانی حل دا دی؛ فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون ۰

  5. الله ج دیی د ایټالیا او بلغاریا د دردناکی او ډیری غمجنی پیښی شهیدان وبخښی، کورنیو ته یی غټ صبر او زغم غواړم.
    په دغه ۴۸ کالو کی هره ورځ بخښنی، غمونه، وژنی، زندانونه، مهاجرتونه او په زرهاوو نورو بدبختیو ځمونږ ژوند ډیر ذلیله کړیدی. الله ج دي ځمونږ په خلکو غیبی رحم وکړی نور دا غمونه د زغم وړ نه دی.

    د ښاغلی ورور ع.شریف زاد صاحب دغه جمله زمونږ د روانو غمیزو او بد بختیو ستر عامل دی. (کله چې وایو جګړه او دکړکېچ ابزار بهرنی دی داخبره واقعیت لری او دغه نیابتی سناریو کې بهر نیانو افغان پر افغان وواژه موږ خو نه وسله درلوده او نه پیسه نه ټوپک اونه پټاکۍ دا دجنګ اصلی عامل دی او له بهر څخه تهیه شول.)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب