شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهخلیزاد: غني او صالح وتښتیدل/ صالح: موږ په تاسو تېر وتو، خو...

خلیزاد: غني او صالح وتښتیدل/ صالح: موږ په تاسو تېر وتو، خو کیسه لا ختمه نه ده

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ )   د طالبانو او امریکایانو د دوحې سولې تړون له درې کلن کیدو سره د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، چې یاد شوی تړون یې طالبانو سره لاسلیک کړی و، د دغه تړون د ناکامۍ پړه یو ځل بیا پر پرزول شوي جمهوري نظام واچوله.

خلیلزاد په مشخص ډول بې واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح له افغانستانه په تېښته او د طالبانو پر وړاندې په نه مقاومت تورن کړل.

امرالله صالح د نوموړي په غبرګون کې وویل، چې دی نه پرون د طالبانو په پېژندلو تېروتی و، نه نن، خو د خلیلزاد، امریکا او متحدینو په ملاتړ یې تېروتی و.

د صالح په وینا، امریکایي لوري ژمنه کړې وه، چې طالبانو سره به یې یا د دوحې تړون ټولې برخې عملي کیږي، یا به هیڅ برخه نه عملي کیږي، خو داسې ونه شول.

د صالح په وینا، کیسه لا ختمه نه ده، دی د طالبانو خلاف مبارزه کوي او له بریالیتوب سره به امریکا او خلیلزاد مخ توري کړي.

د طالبانو او امریکایانو د دوحې تړون د کلیزې په مناسبت په پراخه کچه ډېر غبرګونونه ښودل شوي.

طالبان او امریکایان دواړه یو بل د یاد شوي تړون په نه عملي کولو تورنوي.

3 COMMENTS

  1. امرالله صالح د نوموړي په غبرګون کې وویل، چې دی نه پرون د طالبانو په پېژندلو تېروتی و، نه نن، خو د خلیلزاد، امریکا او متحدینو په ملاتړ یې تېروتی و.
    د صالح په وینا، امریکایي لوري ژمنه کړې وه، چې طالبانو سره به یې یا د دوحې تړون ټولې برخې عملي کیږي، یا به هیڅ برخه نه عملي کیږي، خو داسې ونه شول.
    د نر سړي نر ځواب وي.
    خليلزاد او پمپيو دوه هغه ناولې او پليتې څېرې دي چې ان د امريکا د هغه وخت د ملي امنيت مشر جان بولټن ورته د زل zal کليمه کارولې وه او دا له ده سره د امريکايي اتباعو کرکه او نفرت څرګندويي کوي او ټرمپ هم د ده په منډو ترړو پوهېده چې هسې چلتار دی. د هغوی دواړو خبرې هلته په انګريزي ليکنه او هم په يوې پښتو ليکنه کې هم شته. د ده کړنو ته د ((big mistake)) او ((terrible agreement)) او داسې نورې کليمې کارولي او په همدې اساس يې خپله استعفاء ټرمپ ته وړاندې کړه چې هغه د دې منډې ترړې خوښې نه وې.

    https://timesofindia.indiatimes.com/world/south-asia/former-us-nsa-john-bolton-calls-doha-agreement-big-mistake/articleshow/93651486.cms

    https://www.khaama.com/former-nsa-calls-doha-accord-terrible-agreement/
    خليلزاد د افغان حکومت نه، بلکې د امريکا وپاکستان په تېره بيا د پاکستان غوښتنې عملي کړي او د باجوه د غوښتنو ښکار شوی وو.

  2. خلیلزاد د دوحې د خبرو په دوران کي څه نا څه دیارلس واره اسلام آباد ته ولاړ. ددې څخه ښکاري چي اصلي جدي خبري په راولپنډی کي په جی اچ کبو کي کېدلې او د دوحې خبري یو نمایش وو. د دوحې د تړون نوم باید د راولپنډی تړون کښېښول سي. د افغانستان د حکومت او اردو پرزول د پاکستان جدي غوښتني وې چي امریکا په ډېر اطاعت سره عملي کړې.

  3. سلام
    له بده مرغه په ۴۰ ملیونه انسانانو کې ، نیمه پېړۍ کړکیچ کې، لسو نظامونو په راتګ او له منځه تلو کې، دبن ککړې معاهدې کې، دیوې سپږې لپاره ټول پوستین ته اور اچول[ بن لادن او افغانستان]، دتخلیل زاد ډیر ناکام بډ بډ او جاهلو تخیلو کې، دستوان کلینردمړط ګېډې په نارو کې همدارنګه ما هم ویل غنی بابا خو زر پوه شوم چې مټکور دی او متفکر ته اهانت. دادومره خود خواه او بې فرهنګه وه چې په تېښته یې همدا ۴۰ ملیون ولس هک او پک کړل. دملت ټول ظرفیت یې دخاورو سره خمیر!
    ډېرو محترمو تبصره کوونکو او لوستونکو خلیل فکر کوی چې یوازی دی پوهه لری ځکه زموږ یوشمیر احساساتی کاسه او کبړیو له وخته مخکې په اټکل کریدت یا اعتبار ورکړ لکه کرزی ملی خاین ته چې لاهم یوشمیر لکه دنجو نو نانځکه پورته پورته کوی حتې ددوحې یو شمیر خیالی فاتحان! ای ولسه په یو ویشتمه پېړۍ کې اوسو خیر دی چې دملګرو ملتو مرستیاله آمینه محمد مو په لسمه پېړۍ کې شماری داهم بدلون دی خوا مه بدوی سبا بیا غونډه لری او موږ استازی نه لرو.
    یووالی ،عدالت، انصاف او اخوت انحصار له منځه وړی.
    اهانت او تحقیر، ګواښ او خالی پټکې، څوکی اومقام ، زر او زور، اکو بکو، صم بکم ، عمی ا و خالی بوجۍ بوجۍ ناندرۍ موږ هیح ځای ته نه بیایی داهندی درامه ده او دبالیوود سندره چې غنی هم دجاوېد امرخیل په غږ کې پاللې دادملت ظرفیت کته راولی خکه دډم او نغارې کار دی. اخوا د قیس الفت نه کلفت ډم، اریانا سعید نه پلیده، دستاره افغان ډم خانه هم له دې کمه نه وه. ستاره افغان او ولږی ولس!!
    دوحه والا غت پیټی ته ملا تړلې خوهرڅه خبل مایکروسکوب کې ګوری کتار روان وی لکه دلاندی پسونه دحکومتولی هنر نه لری چل یې هم نه ورخی، دانسانی علومو سره،دملت له ارادې او ضوابطوسره نا اشنادی« میم زبر زما ټوله دما یا دملا» داکوږ بار دی حتما چبه کیږی که سم نه شی دامسئله تاریخی ریيښه لری او باید غور ور باندې وشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب