شنبه, مې 4, 2024
Home+د مارچ لومړۍ/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د مارچ لومړۍ/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د 0772 كال په دې ورځ چينايي شاعر (Po Tjiu-i) دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1788 كال په دې ورځ رومانيايي ليكوال (Gheorghe Asachi)دنيا ته سترګې وغړولې.

د 1828 كال په دې ورځ ايټاليايي ډرامه ليكونكى (Vittorio Bersezio [Carlo Nugelli]) زېږېدلى دى.

د 1837 كال په دې ورځ د بېروونكو كيسو ليكوال (Ion Creanga) وزېږېد. د دغه رومانيايي ليكوال مهم اثر (Amintiti the Copilarie) نومېږي.

د 1837 كال په دې ورځ امريكايي ناول ليكوال (William Dean Howells) ويليم دين هاولز دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1892 كال په دې ورځ جاپانى ليكوال (Ryunosuke Akutagawa)وزېږېد.() د هغه مهم اثر دى.

د 1905كال په دې ورځ ليكوال او ناول ليكونكى پال لي راى (Pol le Roy ) دنيا ته سترګې غړولې دي.

د 1914 كال په دې ورځ امريكايي ليكوال رالف والدوايلسن Ralph Waldo Ellison دنيا ته سترګې وغړولې د دغه امريكايي ليكوال مشهور اثر (Invisible Man, Shadow & Cast) نومېږي.

په 1917 کال په دې ورځ شاعر رابرت لاويل Robert Lowell دنيا ته سترګې رڼې كړې. د هغه په اثارو كې تر ټولو مشهور (Lord Weary’s Castle, Near the Ocean) دى.

 په دې ورځ امريكايي ليكوال لاورينس فيرلينټي Lawrence Ferlinghetti دنيا ته سترګې رڼې كړې. (Coney Island of the Mind) د دې شاعر مهم ادبي اثر دى.

د 1920 كال په دې ورځ امريكايي شاعر، ناول ليكونكى او كره كتونكى هاوارد نيمروف Howard Nemerov وزېږېد.

د 1921 كال په دې ورځ امريكايي شاعر ريچرد ويلبر Richard Wilbur دنيا ته سترګې وغړولې.د هغه په اثارو كې مهم دا دي: (Ceremony, Walking to Sleep)

تلين

د 1535 كال په دې ورځ ايټاليايي ليكوال (Bernardo Accolti) په ابدي خوب ويده شو.

د 1619 كال په دې ورځ بريتانيايي شاعر كمپوزر Thomas Campionپه درې پنځوس كلنۍ كې د تل لپاره له دنيا سترګې پټې كړې.

د 1633 كال په دې ورځ انګرېز ليكوال جارج هربرت George Herbert په نهه دېرش كلنۍ كې له دنيا سره دتل لپاره خداى پاماني وكړه.

د 1970كال په دې ورځ هالنډي شاعر او ليكوال (Ed[uard] Hoornik) په نهه پنځوس كلنۍ كې د تل لپاره سترګې پټې كړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب