پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+آیا د لرغوني غور اوسیدونکي سهاک ول اوکه سوریان؟

آیا د لرغوني غور اوسیدونکي سهاک ول اوکه سوریان؟

آیادلرغوني غوراوسیدونکي سهاک ول اوکه سوریان؟
شهسوار سنګروال
د افغانستان د تاریخي جغرافېي څرنګوالي کتاب د «فضایل بلخ» له قوله کښلي دي، چې: «په ختیځ کې د ادم «ع» له ښار (هندوستان کې د اوق ښار) نه وروسته بلخ د نړۍ دویم ښار ګڼل کيږي .»[1]
د اریایانو په نامتو کتاب اوستا کې باختر د بختي baxthi په بڼه چې پخوانی نوم یې باختري baxthri وو راغلی دی.
هغه مهال چې باختریان د یو شمېر ټولنیزو لاملونو له مخې د هېواد ختیځ، لویدیځ او جنوب ختیځ پلو ته کډه کېږي، بیا په بیلابیلو نومونو یاد شویدی.
د هېرودوت، سترابو، پلني، آرین، او ولسن د لیکنو او څرګندونو پر بنسټ اریایان بیا په آریا aria یانې اوسني هرات کې اوسېدل.
هغه وخت چې بیا په بیلابیلو څانګو ووېشل شول یوه څانګه یې د «آریا» اوښتې بڼه په اوریان، غوریان، اروان، اغوا ن، وروسته اوغان او ورپسې په «افغان» نامتو شوه.
د «غوریان» هېواد چې یو لړ څېړونکو یې یادونه کړېده، پخپل وخت کې څلور خواوې داسې په ګوته شویدي:
په شمال او ختیځ کې د جیحون له روده تر سنده، چې وروسته یې د ګنګا تر څنډو پراختیا ومونده.
که چېرې د منهاج السراج جوزجاني اندونو او څرګندونو ته تم شو، هغه په دې ټینګار کوي چې «د ضحاک یو زوې بسطام نومېده چې د هندوستان چارې په لاس کې وې، خو کله چې ضحاک د فریدون په ولکه کې پرېووت، بیا یې د هندوستان د نیولو تکل وکړ. بسطام چې له هغه سره د مقاومت کولو جوګه نه وو… په پاې کې د غور غرونو ته پناه یووړه، وروسته د ضحاک نوراولادونه هم غور ته وغوښتل شول او هلته یې استوګنه غوره وګڼله.»[2]
ګڼ شمېر څېړونکي او لرغونپوهان په دې ټینګار کوي، چې معرب شوی تورانی ضحاک، هماغه «سهاک» دی، چې ریښه یې تر «ساک، سکزي، سهاکزي، ساکا، ساکان او ساکانو پورې رسیږي.
سترابو او بطلیموس له هېرودوت سره په لږ توپیر د هغه ډبر لیک له مخې چې «ساکا- را- اوکها» نومیده وایي چې دوئ له اومې (۷ م ز) مخزیږدي پېړۍ نه، په یوې پراخه سیمه کې استوګن ول. «ضحاک او سهاک بیرته هغې لومړئ کلمې «ساک» او ساکانو ته ورګرځي، چې په اصل کې د ټبر له مخې اریایان دي، په سکستان کې، چې وروسته په سیستان واووښت ودان شول.»[3]
دمخه مو وویل چې بسطام غورته ځکه وتښتېد، چې له فریدون سره یې د جګړې وس نه درلود، د هغه دوه وروڼه سوري او سام نومېدل او د نوم ورکي لیکوال «تاریخ سیستان په وینا» د غور بنسټ د نریمان زوی سام ایښی دی …»[4]
فردوسي او نورو لرغونپوهانو د بسطام د واکمنۍ یادونه کړېده، چې د یوه آتل په توګه یې په شغنان، تخارستان، بامیان او غور حکمراني کړېده او له ده نه وروسته له دغه ټبر څخه دوه وروڼو «سول» او «سام» چې دوئ دواړه د «سوري» ټبر واکمن ګڼل کېږي په غور واک چلوه .
په ټوله کې دوئ د «ماهوری سوری» پنامه یاد شویدی چې د سام او سوري نومونه راتلونکو نسلونو ته هم لېږدېدلي دي، لکه ملک بهاوالدین سام او محمد سوري چې د غور حکمران وو. سراولف کارو د «سور» او «سوري» کلمې ته ورته د «سورین» یوه کلمه پخپل نامتو کتاب کې کاږلې ده …
آیا دا هماغه سام او «سوري »دی، چې د لرغوني غور اوسیدونکي دي او که بل څوک؟ ده کښلي دي چې: «د سورین د کورنۍ پارتیان هم په شان او شوکت کې اوسېدل، که چېرې رښتیا هم د «ساکاو» پشان دوی د پښتنو د جوړښت لپاره څه کړي وي، نو خامخا به ډېر ښه او لوړ وي.»[5]
ښایي د سراولف کارو موخه د پښتو او «ساکا» له تړاو نه دا وي لکه څرنګه چې جورج مارګنسټرن له ډارمستټر نه وروسته د پښتو په اړه د پرتلیزی او تاریخي ژبپوهنې له مخې چې کومې څېړنې کړیدي: «پښتو په ختیځو ایراني ژبو کې د ساکانو لرغونې ژبې ته دومره نږدې بولې، ان دا چې د ساکا ژبې لهجه یې ګڼي.»[6]
پروفیسر مورګن چې په ۱۳۵۵ لیږدي لمریز کال په کابل کې د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز په پرانسته کې برخه درلوده، د یوې وینا په ترڅ کې، چې ګڼ شمېر ژبپوهانو او تاریخپوهانو هم شتون درلود، پښتانه یې ساک وبلل او یو شمېر ګډې ژبنۍ بېلګې وړاندې کړې.
دده د څرګندونو موخه دا وه، چې د غور «ساکه هوما ورګه» پښتانه دی، ولې یو شمېر څېړونکو نیوکه وکړه، چې پوهاند مورګن سترن د سلیمان د غرونو مېشت لرغوني پښتانه یاد نکړل.
د سراولف کارو «سورین suren» په نورو لرغونو متونو کې هم تر سترګو شوېده او څرنګه چې ساکو د لمر لمانځنه کوله او د دوئ رب النوع «سور باش»، سړي ته، د ساک او«سور» کلمې په زړه کوي او همدغه د سور کلمه، عربو څېړونکو د «زور» په بڼه کښلې ده. ګڼ شمېر نورو څېړونکو هم په دې اړه څرګندونې کړیدي، چې د یو شمېر لیکوالو اندونو ته چې له اریایانو پيلږي، تم کېږو او له څو بېلګو یې یادونه کوو.
څېړنې او انګېرنې
۱ـ ماکس میولر max muller په دې اند دی، چې اریایان، د هندو اروپایانو نیکونه دي او د ده د نظر نور پلویان ګورډن چایلډ، هډسن، مالوري، تیمز او نور دی .
اریایانو شپږ زره کاله دمخه په یوې ګډې ژبې خبرې کولې، چې اریک نومېده .(د ډېرو معلومات لپاره وګوری د اریان په نوم د ګورډن چایلډ اثر او د ج، پ مالوري، د هندو اروپایانو په پلټنه کی)
۲- ګرشمن په دې ټینګار کوي، چې د هندو ایراني په نوم د اریایانو یوه ډله د کسپین سمندر ګی ختیځ پلو ته راغله او په دوه څانګو ووېشل شول، چې یوه برخه یې له کپکاس نه واووښتل «فرات» لور ته یې مخه کړه او بله ډله یې ختیځ ته ورسېده او له سر دریا او امو نه راپورېوتل او په باختر کې ځاې پر ځاې شول .
(وګورئ ګرشمن د پنګون خپرونه …۱۹۶۱) ګرشمن هغه څوک وه چې د سیستان د کندنو له مخې ووېل، چې اریایان بیا په ویدي پېر کې (۱۹۰۰-۲۰۰۰ م ز) له باختر نه کډه شول.
۳- هېرودوتس ویلې چې هخامنشي پاچا «داریوش» وغوښتل چې معلومه کړی اباسین چېرته په سمندر ګډیږي؟ دغې ډلې خپل سفر د پاکتیوک paktiuke له هېواده د «کاسپاتورس» له ښاره پيل کړي دي. (سراولف کارو دغه ښار پاسکاپورس چې پېښور دی په ګوته کړیدی). زما په اند د پاکتیوک (پختیوک) هېواد هغه مهال دومره پراخ وه چې پېښور یې یو موهم ښار وو. (د ډېرو معلوماتو له پاره وګورئ هېرودوتس ۴ کتاب ۴۴ مخ)
۴— له هېرودوت نه «۵۰» پنځوس کاله مشر د یونان یو بل نامتو جغرافیه پوه او لرغون پېژندونکی د هیجس اندر hegesander هیکاتایوس (۵۰۰ م ز کال) hecataeus of miler همدغه د هېرودوت کاسپاتورس ښار په ګندهارا کې په ګوته کړیدی . پاکتیوک او ګندهارا تر ډېره برید د افغانستان په لرغوني تاریخ کې بیلابیلو پراوونو کې په لږ توپیر او کله هم په ډېر توپیریوه ټاکلې جغرافیه بلل شوېده او دا چې په نومونو کې توپیر تر سترګو کېږي، (د مثال په ډول د سنسګرت «پور شاپوره» چې چینایي هیون تسانګ «پولو شاپولو» لیکلی دی) اصل مینځپانګه له مینځه نشي وړی.
ګڼ شمېر څېړونکو د داریوش د ټولواکمنۍ اووم ولایت ګندهارا په ګوته کړیدی، نو که «سایلکس scylax» خپله بېړۍ له ګندهارا روانه کړي وي او یا هم له «پاکتیوک» نه کوم لوې توپير نه لري.
۵- برنارد ډورن پخپل کتاب، د افغانانوتاریخ یادښتونه کې د هندو اروپایي اریایانو په اړه کښلي دي، چې پښتانه د هندو اروپایي ولسونو د سترې کورنۍ غړي دي، چې لرغونی تاریخ لري. دی په دې ټینګار کوي لکه څرنګه چې جرمنیان، هندیان، سلوانیان او یونانیان د هندو اروپایي کورنۍ غړي دي دارنګه افغان او پښتون ولس هم یو لرغونی ټبر دی . » (ډورن د افغانانو تاریخ یادښتونه ۷۲ مخ)
دی دا مني چې پښتانه له بل هېواده ندي راغلي او د سر ویلیم جونز په اند پښتانه او افغانان د لرغونې پارو پامیزاد یانې مرکزي افغانستان اصلي او ځايي اوسیدونکي دي، چې له دغو سیمو څخه یو هم غور دی.
۶- الفسټن هم د پوهاند برنارد ډورن په څېر د مرکزي افغانستان خبره کوي او په ځغرده یې د دې خبرې پخلی کړی، چې د غور لرغوني اوسیدونکي اصلاً پښتانه دي مستر بیلو هم ټینګار کوي، چا چې د هند د سترو غنایمو کاروان مخ په افغانستان راروان کړی وه هغه سلطان محمود وو، چې په لاره کې غلزیو پښتنو لوټ کړ، دوئ د همغه قوم (غوریانو) اولاده وه، چې محمود په ۱۰۱۰ ه کال پرې خونړی برید وکړ.
(مستر بیلو د افغانستان تاریخ ۷۸ مخ)
۷- له غور نه پرته د پښتنو د یوې بلې څانګې یادونه ګریرسن او سټاین کړې ده، د هند د ژبو سروې پنامه کتاب کې (linguistic survey of indian) د هېرودوتس پاکتیوک paktiuke او په ګندهارا کې د یوې قبیلې، چې اپاروتای aparutai نومیده نني اپریدي ګڼلي دي … مورګن سترن هم د فونیټیکي بدلون له مخې د دې خبرې پخلی کړیدی.
دلته د ژبې د فونیټیکي بدلون خبره وشوه، «کلا پروت» د ټولو ژبني او فونیټیکي جوړښتونو له مخې «پښتو یوه اریایي ژبه ګڼي او په دې ټینګار کوي چې پشتو د هندو جرمانیک ژبو یوه څانګه ده. (وګورئ راورټي پښتو ګرامر مقدمه ۱۷ مخ) له دې سربیره که د مورګن سترن د خبرو پخلی وشي، چې پښتو د ساکو یوه لهحه ده نو په دی بنسټ د پښتو ژبې تاریخ د ساکانو له واکمنۍ سره متناسب دی.
۸- که موږ د ساکانو د واک نېټه په ګوته کړو نو بیا خو د پښتو ژبې شتون له دوه (۲۰۰۰) زره کاله اوړي او جورج ګریرسن د پشتون کلمه هماغه د ریګوید د «پکتاس =پختاس) سره یوه ګڼي. (ګریرسن، جورج د هند د ژبو سروې ۱۰ ټوک ۵ مخ) سره د دې چې مارګنسترن د هېرودتس پکتویس نه مني، خو لکه دمخه چې ووېل شول، مارګنسترن اپاروتي اوسني «اپريدي» ګڼي او نوموړی د دې خبرې پخلی هم کوي، چې د «افغان» نوم د لومړي ځل لپاره یوه لرغوني هندی منجم «وارهه میهیره» د پنځمی پېړۍ په پاې کې د «اوګانه» (اوغانه) په بڼه کښلی دی، یانې له اوس نه «۱۵۰۰» کاله وړاندې.
(اسلامي دایرة المعارف لومړی ټوک ۲۱۷ مخ)
۹- بطلیموس هم د تېرو څرګندونو پر بنسټ، «پښتیخا» «چې هېرودوت پکتیس «پختیس» ورته وایي، دغه وګړي په پارو پامیزاد یانې مرکزي افغانستان کې اوسېدل.
پروفیسر لاسین lassen چې د ګریکو باختري پاچایانو تاریخ یې لیکلی دی د «ترومپ trump» او ګریرسن په شمول په دې اند دي، چې «پختویس» اوسنی پښتون دی.
بطلیموس په پروپامیزاد کې د پرسیوه او پرسیه قومونو یادونه هم کوي او دوئ په لویه پښه کې ساکان ګڼي.
۱۰- بطلیموس نه وړاندې او وروسته یو شمېر څېړونکي د دې سترې سیمې ډېرې تاریخي پېښې کښلي او راغبرګي کړیدي، چې موږ د بېلګې په توګه پتولیمي Ptolemy، سترابو strabo، اریان، رالین سن، هېرودوت اونوریادولی شو.
د سراولف کارو د څرګندونو پر بنسټ، د هېرودتس څېړنې ډېرې کره ګڼل کیږي او نوموړی هغه څه ته کوته نیسی، چې هېرودوت په افغانستان کې د څلورو ډلو یادونه کوي لکه سته ګيدای sattagydae، اپه ریتاې aparytae، دادیکای dadicae او ګنداري gandarii.
وروستۍ کلمه ګنداري په اصل کې سنسګرت دی په کابل کې استوګن ول، چې په اوستا کې دغه نوم د «ګندروا» په بڼه کښل شوېده او په ریګویدا کې د سوما د ساتونکي په توګه یاد شویدي.
دوئ یو مهال له «اسپه» ټبرسره په جګړه کې ښکیل شول. ښایي همدا لامل به وو چې د دوئ یوه ډله له امونه پورېوتل سغدانیه کې ځاې پر ځای شول او بله ډله کونړونو ته لاړل او هلته غرنیو سیمو کې مېشت شول.
خو کله چې «زراسپه» له باختر (باکتر) نه د هند په لور وخوځېدل، تر ډېره بریده دوی د ګنداریانو سیمې لاندې کړي.
هغه وخت چې سکندر کونړ ته ورسېد د همدې اسپه کورنۍ، چې په «اسپیزو» نامتو وو له ګواښ سره مخ شو.
یو شمېر څېړونکي انګېري چې دغه «اسپه زي» ښایي اوسني یوسفزي وي …له دی سربیره د سکندر په وخت کې همدغه وګړي د اسواکا، اسوه غانه په نامه هم یادیدل.
اسوغانه اسپه سي اوسني یوسفزي دي. «د کونړ اسپیزو، چې غالبا اوسني یوسفزي وي … د سکندر له ځواکونو سره ښکېل او د کونړ په سیمو کې تر باجوړ پورې د پښتنو له کلک مقاومت سره مخ شو … دوه ځله ټپي شو… د اسپيزي امیر د سواست (سوات د ناوي په یوه ښار کې مقاومت کاوه….»(حبیبي پوهاند عبد الحی، د افغانستان لنډ تاریخ ۴۷ مخ)
۱۱- په لرغونو متونو کې ساکان، پارتیان (د هېرودتس اپاریتای) او پختیان (پکتیان) پخپلو کې خپلوان او تربوران ګڼل شویدي . باختري پارتیانو چې د «باختري-یوناني» پاچایانو پر وړاندې پاڅون وکړ، د اریایي هېواد په لویدیز کې
 (۲۴۹ م ز) د یوه سلطنت بنسټ کېښود او بیا د پارتي سلطنتي کورنۍ څو پېړۍ حکومت وکړ.
ساکانو هم په پاې کې د بلخ د باختري یونان واکمنۍ (۹۷ م ز کال) نسکوره کړه او د یوې ستری ټولواکمنۍ بنسټ یې کېښود. یو وخت پارتیان او ساکان دغه دواړه وروڼه قومونه کوچیان ول او په مخزیږدي کلونو کې د کسپین سمندرګي او یورال په شاوخوا کې ګډ ژوند کاوه.
«روفوس » د سکندر په تاریخ کې دېته ګوته نیسي چې سکندر پخپله خپلو سرتیرو ته په یوه وینا کې ویلي دي، سغدیان، دهای، مساګیتاې، ساکا، هندیان او باختریان (چې ښایي موخه به یې پارتیان ول، ځکه چې دوی په بلخي پارتیانو ډېر یاد شویدي .لیکوال) ټول له یوه نسله دي. (روفوس، د سکندر تاریخ ۱۲۲ مخ)
۱۲ـ هېرودوت د «پښتیخا» د وګړو په ټاټوبي غږیږي او د هغوې د دودونو، جامو (کالېیو) او ښارونو یادونه کوي او وایي چې دوی د څاروېیو له پوټکو نه ځانته جامې جوړولې، غیشې او لیندۍ یې کارولی …کله چې هېرودوت بیا د ساکانو دودونه او د هغوئ د خولېیو او کالېیو ډولونه څېړي ډېر ستر توپير له پختیانو سره نه لري .
(وګورۍ هېرودت له ۲۶۶نه تر۲۸۸مخ پورې )
بطلیموس چې بیا له هېرودت نه سوونه (دویمه زیږدي پېړۍ) کاله وروسته د پښت او پښتیخا د وګړو په اړه څرګندونې کړیدي دوی یې د پکتین (پختین=پشتین) پنوم یاد کړیدی او ټینګار کوی، چې دوی د پارو پامیزا د سهل ته پراته دي.
په ویدي سرودونو کی هم ویدي پکتهاس او د لسو خانانو (پاچایانو) تر مینځ خپل مینځي جګړه کې د «پکتهه paktha» ټبر یادونه شوېډه ، په لږ توپير بیا هېرودوت او بطلیموس هم د دوئ زکر کړیدی، دمخه یې یادونه وشوه چې د پکتاسیانو پاچا د «توریانا» په نوم یاد شوی دي. (ریګویدا ۳۷۷- ۳۷۳ – ۳۶۸-۳۶۶-۳۶۵ مخونه )
۱۳- سراولف کارو د «پارتیانو» ژبې ته په اشاره وایي چې د میدیان media او سایتیان Scythian له ژبو سره ګډه شوېده او همدا ډول ښایي دا د پښتو ژبې ريښه وي. (پټانز ۱۱۰ مخ)
ګریرسن د ډارمستر له انده کاږلي دي «پختو» د اریایي ژبو له ختیځ ګروپ څخه یوه ژبه ده … پختو (پښتو) د بلوچي او پامیري ژبو سره یو ځای، ختیځې اوستا سره ارتبات نیسي ، چې اوستا او زند دواړه زردشتي اثار دي.
(پټانز ۱۱۱ مخ)
 د افغانستان په لرغوني تاریخ کې د یو شمېر قومونو ژبو او کلتور ته د تاریخ په دغه ټاکلي پړاو کې ډېر زیانونه اوښتي دي ، دا ځکه چې هخامنشیانو د دوه پېړېیو په شاوخوا کې په یادو ټبرونو حکومت وکړ او تر ډېره بریده یې د دوئ په ټولو مادي او معنوي ارزښتونو سیوری وغورځوه .
يوه پېړۍ زیاتو کم د سکندر پاتې شونو یوناني باختریانو، په دوئ حکومت وکړاوتر یوه بریده یې دوی یوناني کړل او بیا د یوې پېړۍ په شاوخوا کې د موریا هندي واکمنو پرې واک وچلوه، تر ډېره د دغې جغرافېې قومونه د هغوئ د مذهب او مدنیت تر اغیز لاندې راغلل ، نو همدا لامل دی، چې د باختري اریایانو او په دغه لړ کې په ساکانو، پارتیانو او پختیانو دروند اغیز پرېووت.
۱۴- دمخه مو وویل، چې ښایي اسپه سي یوسف زي وي او همدا شان په یو شمېر لرغونو متونو کې د سورین suren کلمه ډېره کارول شوېده. ان دا چې پارتیان د «سورین» د کورنۍ غړي بللي دي.
د سورین وګړو جګړه ییزه وړتیا ترډېره بریده ستایل شوېده. یوناني تاریخپوهانو په وار وار کښلي دي، چې ساکا وګړي لکه د خپلو تربورانو پارتیانو په څېر جنګیالي، په تورو او زغرو سمبال دي. د پارت غېشي ویشتونکي ماهر او د جنګي اسونو په ځغلولو کې تکړه او وېروونکي وو. د دوئ نیکونو «سورین» جنګیالېیو به په زرګونه ساتوونکي روزل، تل به په ځغرو پټ ول، آسونه به یې چې پونده کړل لکه بریښنا الوتل.
دغه د «سورین» کلمه ښایسته موده وروسته په لږ بدلون په «سوري» واووښته، چې ان تر اوسه پورې سورې او لودي پښتانه د سیمې په تاریخونو کې زکر شویدی او په خپل وخت کې له افغانستانه ترهنده پورې دواکمنتیا وړتیا ښودلې ده .
ولې څومره چې د ساکا او پارتیا د وګړو د واک او ځواک خبره ده. ساکان د سکندر نه دمخه هم په سیستان کې اباد وو، ځکه چې «مک ګورن» د Thomas تهاماس له قوله وایي چې دوئ په اوومه (۷ م ز) مخزیږدي پېړۍ کې د رنګیانه لاندې کړي وه ، ولې د سیستان نوم په دویمې (۲ م ز) پېړۍ کې د ساکستان د نامه ځاې ناستی شو.
 د «پارتیا» ټبر په ۲۵۴ م ز کال د ارساک (ارشاک = ارڅاک) په مشرۍ خپله واکمنۍ پیل کړه. سکندر چې باختر ته ورسېد «ساکا» وګړو د باختریانو په ملاتړ، چې ښایي د باختریانو په لړ کې به پارتیان او پختیان هم ول، د جګړې ډګر ته راووتل.
د بخدي والي «بېسوس»، چې وروسته «سپتامنز» د هغه ځاې ناستی شو له سکندر سره سخته او خونړۍ جګړه وکړه . د تاريخپوه احمد علي کهزاد په اند، چې پوهاند محمد حسن کاکړ د هغه له قوله لیکلي دي:
«سپتامنز د کهزاد په وینا پښتون وو او هغه د ساکا ولس په ملاتړ تر «بېسوس» نه ډیر له سکندر سره وجنګېد.»
(پوهاند ډاکتر کاکړ پښتون، افغان …۱۰۲ مخ)
«پتر ګرین »پخپل نامتو کتاب د سکندر ژوند لیک کې دغې جګړې ته د ملي پاڅون او خوځښت نوم ورکړی دی.
۱۵- سراولف کارو د البیروني له قوله لیکلی دي چې کله افغانانو (پښتنو) اسلام غوره کړ دغو جنګیالیو له کابله تر اباسینه هوارې ځمکې د هند تر پولو پورې لاندې کړې وې.
بیا د «ابن بطوطه» څرګندونو ته په اشاره وایي چې له افغانانو سره تړلو خلجیانو او لودیانو په ډيلي حکومت کړیدی.
ورپسې د العتبي alutbi د خبرو پخلی کوي چې افغاني عسکرو په هند کې ډېر څه ترلاسه کړل.(۱۰۱۵م کال )
 ولې له بلې خوا کېرو په پټانز کې کښلي دي، چې «غزني لومړی د بخارا د ساماني امپراتورۍ یو ولایت وو، چې د صفاریانو د فتوحاتو په لړ کې، کله چې پر ۹۰۰ زیږدي کال عمرو بن لیث په بلخ کې ناکام شو ، سامانیان چې د صفاریانو غوندې په خټه ایرانیان وو او د ترکو د «مملوک» په وسیله یې چې اصلاً د جنګ اسیران وو، حکومت چلاوو، دوئ د مریانو د خرڅلاو له بازارونو څخه په پیسو را نیول شوي وو.» (د ډېرو معلوماتو لپاره سراولف کارو ۱۸۸ مخ وګورۍ)
همدا ډول په وار وار سراولف کارو پخپل کتاب کی (۱۸۷ مخ) د خلجیانو او لودیانو یادونه کړې ده. په دې اړه تاریخپوه غبار هم پخپل کتاب کی لیکلی دي چې یو شمېر تاریخ پوهانو «غرچ یا غور، خلج یاد کړیدی لکه کېرو چې هم ګوته ورته نیسي. ده په دې اړه په تفصیل سره داسې لیکلي دي:
«له تاریخ نه دمخه پېر کې چې اریایان په بلخ کې او هرات کې ځاې پر ځاې کېږي او بیا د هېواد نورو سیمو ته لاره پیدا کوي، د «پختانه» وګړو یوه څانګه غور ته رسېږي. نو همدا لامل دی چې د «غور» کلمه مینځته راځي .
 د غور او یا «غر» لغت د «پختانه» ټبر په ژبه کې اوس د استعمال وړ دی. د وخت په تېریدو دغه کلمه په غرج، غرچ او یا غرش اوښتې ده او په اسلامي پېر کې په غرجستان یاده شوه هغه مهال چې غوریان زرتشتیان وو او بیا پکی بودیزم خپور شو، له دغو بدلونو سره یو شمېر سیمه ییزو ژبو او نومونو هم بدلون وموند او پښتو ژبې پراختیا ومونده، چې بیا په «پختانه» وګړو کې دننه هجرت پیل شو (غبار جغرافیه تاریخي ۱۷۴ مخ)
د تاریخپوه غبار له څرګندونو نه ښکاري، چې پښتانه له بلخ نه وروسته په لرغوني غور کې استوګن شول، دوئ یو مهال ګندهارا ته کډه وکړه او د خپل مینځي اخ و ډب له مخې بیرته غور ته راستانه شول.
«بیلو» هم د دې خبرې پخلی کړیدي چې پښتانه د دویم ځل لپاره له ګندهارا نه د غور ټاپو ته رالېږدېدلی دي او دغه لېږد په لومړئ عیسوي پېړۍ کې ترسره شویدی.
تاریخپوه کهزاد هم پخپل کتاب کې په دې ټینګار کړیدی چې د «غور شنسبیانو له بامیانو سربیره په شمال کې په تخارستان، همغسې تر کابله او د هېواد ختیځ ان تر کشمیره پورې سلطنت کړیدی.»
(کهزاد، افغانستان در پرتو تاریخ ۱۶۷ مخ)
قاضي منهاج السراج هم دا منلې ده، چې د پښتنو ستر نیکه شنسب وو. د شنسب له نامه نه یو شمېر څېړونکي د «شین اسپه» مانا اخلي، چې په لرغوني تاریخ کې هم د «مهراسپه» شیداسپه، ګشتاسپ او نور نومونه هم، چې وروستاړی په «اسپه» پایته رسیږي شتون لري.
۱۷- دمخه مو ووېل د مستر بیلو له قوله چې غوري پښتانه د دویم ځل لپاره له ګندهارا نه غور ته راکډه شول. همدارنګه په غور کې د «کاسي» په نوم یو ځای شته، چې په دغه نوم د پښتنو قبیلو کې د کاسیانو یو قوم موجود دی ښایي دوئ لکه د نورو په څېر له بابل نه شړل شوي او خپل پلرني ټاټوبي غور ته راستانه شوي وي.
دغه اصطلاوي لکه کاسي، کیسی (سلیمان غرونه)، ساک، سور، سورین، سوری، زوری، سهاک، ضحاک، پښتیخا، پکتین، پختیس، پشتین، اسپه، شین اسپه او په لسګونو، نور نومونه، یو ناڅاپي مینځته نه دي راغلي، هرومرو یوه مخینه لري.
څومره چې د شین آسپ (شنسب) خبره ده، په دې اړه منهاج السراج د دې کورنۍ د یوه تن «امیر بنجي د نهاران شنسب زوې یادونه کوي، چې دی د غور له سترو امیرانو څخه وو. »
د تاریخ فرشته په لومړی ټوک او ۱۶ مخ کې راغلي دي چې غور د حضرت عثمان په خلافت کې په ۳۱ ه ق کال ونیول شو او جوزجاني په دې ټينګار کوي، چې د غوریانو مشهور نیکه شنسب نومېده، چې په «شنسبانیه» نامتو وو او د حضرت علي په زمانه کې د اسلام دین ومانه. (جوزجاني لومړی ټوک ۳۱۹-۳۲۰ مخونه)
 د فرشته او جوزجاني د اندونو تر مینځ یوازې څو کاله توپير لیدل کېږي محمد هوتک د محمد بستي«د تاریخ سوري» » له مخې د غور د اوسیدونکو پخلی کوي چې امیر کروړ د امیر فولا د سوري زوې په خټه سهاک په
هجري۳۹ ۱کال د غور په مندېش کې امیر شو.
ولې منهاج السراج وايي چې «بنجي د نهاران شنسبی» زوی، د غور د یوه بل ملک یا امیر سره چې د بهرام زوې شیش نومېده یو ځای د هارون الرشید دربار ته ورغلل، امیر بنجي د «قسیم امیر المومنین »په نامه او شیش د غور د لښکر مشر وټاکل شو.
د صفاریانو د واک په مهال د غور سلطنت د شنسبیانو له سلطنتي کورنۍ نه امیر سوري ته ولېږدید.
د سوري ټبر واکمن محمد سوري، چې دمخه یې یادونه شوې ده، د بیهقي او ابن اثیر د څرګندونو پر بنسټ د غزنوي محمود له خوا چې زوې یې شیش هم ورسره وو بندي شو.
جوزجاني (لومړي ټوک ۳۲۴ مخ) پخپلو څرګندونو کې په ګوته کړي ده، ابو مسلم خراساني چې د امویانو پر ضد پاڅون وکړ، خلک د ملک شنسب بن خرنک (حرنک) د یوه زوې امیر فولاد په مشرۍ د آمویانو پر وړاندې ودریدل. «همو» زیاتوي امیر فولاد د خپلو نیکونو نوم او واک یو ځل بیا را ژوندی کړ او د غور په زیاتو سیمو یې حکومت کاوه.
) فضایل بلخ، ۵ مخ، د تاریخي جغرافېي څرنګوالی ۱۲ مخ[1]
) قاضي جوزجاني، منهاج السراج لومړی ټوک ۳۲۱-۳۲۲ مخونه[2]
) تاریخ سیاسي و نظامي دود مان غوري ۲۱ مخ او عمو ۲۹۹ مخ.[3]
) تاریخ سیستان ۲۴ مخ[4]
) سراولف کارو پټانز ۱۲۱ مخ[5]
) مارګنسټرن.جورج، اسلامي دایرة المعارف لومړی ټوک ۲۲ مخ[6]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب