Homeخبرونهیوناما د داعش او نیشه یي توکیو پر ضد د ط مبارزه...

یوناما د داعش او نیشه یي توکیو پر ضد د ط مبارزه ستایلې

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وایي، چې په کابل کې د یوناما دفتر مرستيال مارکس پوتزل د دغه وزارت له لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري سره د لیدنې پر مهال د داعش ډلې او نیشه یي توکیو پر وړاندې مبارزه کې د دغه وزارت د مشرتابه هڅې ستایلي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې مولوي عمري ویلي چې د دوی امنيتي ځواکونه په تېره ملي پوليس د يوناما د ټولو د فتري څانګو، سفارت خونو او نورو بهرنيو بنسټونو د امنيت ټينګښت خپل لومړيتوب ګڼي او  ډاډ يې ورکړ، چې ټول بهرني بنسټونه چې د طالبانوادارې سره د همکارۍ ليوالتيا لري، په سوله ييزه فضا کې کولی شي خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

سرچینه زیاتوي:(( د ملګرو ملتونو معاونت استازي ټينګار وکړ، چې ددوی ټولنې د حاکمې ادارې لاسته راوړنې،  په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت هڅې، چې د داعشيانو ځپلو، نشه يي توکو سره. مبارزې او هم د روږدو د راټولولو او درملنې په برخه کې دي ستايلي او  په راتلونکې کې هم ورته هلې ځلې ستايي.))

 طالبان په داسې مهال د داعش ډلې خلاف د خپلو لاسته راوړنو خبره کوي، چې د دوی د ادارې سیمه ییز متحدین په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش ډلې له پياوړتیا پرله پسې اندیښنې څرګندوي.

طالب چارواکو په ځلونو د داعش ډلې د نابودۍ ادعاوې کړې، خو وروسته د دې ډلې د بریدونو او فعالیتونو خبرونه ورکړل شوي.

تازه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې کابل کې د وروستیو عملیاتو پر مهال یې د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو او عملیاتو برخې مشر قاري فاتح وژلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...