یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهحاکم رژیم: ژر به نوي شرعي قوانین جوړ کړو

حاکم رژیم: ژر به نوي شرعي قوانین جوړ کړو

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) د طالبانو د رژیم د عدلیې وزیر  شیخ عبدالحکیم شرعي وایي، چې د دوی رژیم به ژر د قرآن، سنتو او حنفي فقې پر بنسټ ولاړ قوانین جوړ کړي.

 نوموړي د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره د دیني ـ علمي سمینار په نوم جوړې شوې غونډې ته دا خبره وکړه.

هغه په دې تړاو نور جزیات ورنه کړل.

 شېخ عبدالحکیم شرعي د طالبانو د رژیم د بیا واکمنیدو په لومړیو ورځو کې ویلي و، چې د دوی رژیم به د نوي اساسي قانون تر جوړولو پورې د افغانستان د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون په موقت ډول نافذوي، خو تراوسه لیدل کیږي چې نه هغه قانون نافذ شوی او نه بل قانون جوړ شوی.

حقوقپوهان د طالبانو د رژیم له واکمنیدو وروسته افغانستان د نړۍ یوازینی بې قانونه هېواد بولي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې د پوهنتون استادانو د پای ته رسیدلې درې ورځینۍ غونډې په اړه ویلي، چې په ترڅ کې یې د دوی د ملایانو له لوري د پوهنتون استادانو ته د طالبانو د نا لیدل شوي مشر حقوق او وجایب، د طالبانو له انده د « جهاد» په نوم د جګړې حقیقت او د دوی پالېسي بیان شوې ده.

په دې غونډه کې د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو وزیر مولوي نداء محمد ندیم د پوهنتون استادانو ته د داعش ډلې پر ضد خبرې کړي او په دې ټکیو یې د خپلې ډلې اطاعت ته بللي دي:(( موږ باید ډله ډله نه شو، د یوې مفکورې او یوه قیادت تر سیوري لاندې ژوند وکړو. ))

 د طالبانو د رژیم د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا په دغه غونډه کې د افغانستان د تعلیمي نصاب پر بشپړ بدلون او طالبانیزه کیدو ټینګار کړی.

نوموړي ویلي: (( زموږ ټولنه او دین بېل اصول او ارزښتونه لري، چې باید له کفري نړۍ سره یې تفکیک کړو. موږ پر تعلیمي نصاب کار کوو، تر څو له خپل دین او ارزښتونو سره سم نصاب جوړ کړو. ))

د طالبانو د لوړو زده  کړو وزارت علمي معین لطف الله خیرخواه ویلي، چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو ته به ورته غونډې په ولایتونو کې هم جوړې او د خپلې ډلې ملتیا او اطاعت ته به یې را بولي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د دوی ډېر تمرکز د تعلیمي او تحصیلي نظام پر طالبانیزه کولو دی.

څارونکي اندیښمن دي، چې د دغو هڅو دوام به د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د افراطي مفکورو د ودې او پراختیا سبب شي، چې ناوړه پایلې به ولري.

6 COMMENTS

  1. تاسې خو وايی چې قرآن زموږ قانون دی او. همدا زموږ شرعي قانون دی او شريعت نافذوو، نو بيا خو به شرعي قانون ته اړتيا نشته.
    بيا هم که بل جوړوئ هغه خو به اساسي مډرن قانون وي، نو بيا د شريعت ټکی ورته څه ته کاروئ؟
    شريعت خو يو دی، نو بل شريعت له کومه شو؟

  2. ددې جاهلانو ښځه له شرعي قانون سره بوکه کړم ! دوی په زاړه شریعت خپل قدرت ساتي او هغه اوس هیڅ په درد نخوري !

  3. دشریعت نوم وکافرو او منافقینو ته دمرګ ګولی دی. ددوی پت مرتدیدل مونږ ته ښیی.
    تاند ځینی لغات ویلی چی هغه دکافرانو لخوا دمسلمانو دبدنامولو لپاره ایښودل سوی. افراطی او طالبانیزه. تاند دافغانستان فعلی حکومت نه منی او وایی دطالبانو رژیم. په دی اساس مونږ باید ددوی خبری دمتحد افغانستان په خلاف وبولو او ددوی خبری دافغانستان دتخریب لپاره پروپاګند.
    سل کلنه الحادی او د ارتداد دوره تیره سوه. دهغو مردارخواره رهبران یا مړه او یا وتښتیدل او اوس دخپل بادارانو په دروازو کی ددرویزی کچکولونه ګرځوی. ځینی اوس افغانان ندی بلکه پردو بیرغو ته سلامی وهی. دا خلک وازمایل سول او دوی باید ځان پوه کړی چی افغانان یی پیژنی. دوی خپل مقصد ته رسیدلی که رښتیا دافغانستان دوستان وی پټه خوله دی کینی او نور دی دافغانستان ترنامه لاندی افغانان نه آزاروی. افغانستان مسلمان دولت دی او مسلمان حکومت ته ضرورت لری. تنها اسلام دافغانستان وحدت راوړی او عدالت.
    مسلمان افغانان له خپله دینه دومره ناخبر دی چی ددوی خبرو ته دسړی خندا او ژړا راځی. هغه مسلمان چی له خپله دینه خبر وی هغه باید له شریعته هم خبر وی. خو متاسفانه څینی دغربی اسلام غوښتونکی دی او سوچه ته افراط وایی. افراط او تفریط یو معیار غواړی چی هغه دملحدو خامی مفکوری نسی کیدلای. سوچه اسلام خپل معیار لری چی په هغه افراط او تفریط معلومیږی. سوچه اسلام اعتدال ته ویل کیږی. سیکیولر نظامونه اوس داسلامی معیار په مناسبت باندی افراطی او تفریطی بللی سو. امریکایی نظام اوس امریکایان د لیبرالانو افراط بولی چی دانسانیت آینده یی په خطر کی اچولی. هلته اوس خلک دبغاوت په حال کی دی.
    تاند باید دقانون پوهانو خبره نوای لیکلی ځکه هغه نیمه درواغ ده. امریکا او انګریز نالیکلی قانونونه لری چی هغه تراوسه چاته نه دی معلوم او دقاضیانو دپزی په اوږدوالی باندی اندازه کولای سو. ځینی یی دراز پری لری او ځینی بیا ډیر کوتاه. دا دشریعت په خلاف دی ځکه شریعت له قرانه او سنت نه اخیستل سوی او په فقه کی تشریح سوی. هغه دقاضی دپښی په اندازه نه تعمیل کیږی بلکه قاضی دفقهی احکامو مکلف بلل کیږی. په دی خاطر دتاند دلیکونکی خبره غلطه ده چی وایی طالبانیزه افغانستان جوړه وی. يه اسلام کی خلک په شریعت تلل کیږی نه داسی چی شریعت دطالبانو او یا نورو په خواهشاتو. مسلمانان دکرزی او اشرف غنی اسلام نه غواړی چی دحقوق بشر په کرغیړنو افکارو باندی یی متکی بللی وو. لیږ داسی خبری کول په کار دی چی هغه ګمراه کونکی نوی.
    ځینی خلک په دی نه پوهیږی چی قانون څه شی ده. خو بیا هم دقانون خبری کوی. ته به وایی چی قانون دسیکیولرانو یوه خاصه لاسته راوړنه ده. اول قران او سنت دمختلفو خلکو لخوا په بیلو بڼو زده سول. هغه داختلاف لیاره پرانیسته. بیا فقهاوو هغه دقانونی بڼی وڅیړل او غوړه نظر یی دتعمیل لپاره خلکو ته وروپیژاند. خو کله فقه هم دمختلفو افکار سره مخ سوه مسلمان حکمتو دفقهی له مختلفو افکارو نه یو غوره کړی او هغه یی په خپل قلمرو کی عملی کړی. دا کار په اروپا کی هم سوی او مسلمانانو هم کړی. امریکایی او انګریزی قلمروو کله ناکله دکمان لا نالیکلی قانون هم تدوین کړی او بیا یی دنورو له قانونی فارمولو سره یوځای کړی دی. ددی ښه مثال دهند دقراردادونو قانون دی چی هم انګریزی او هم اسلامی ماخدونه لری ولو که انګریزانو داسلام خبره پټه کړی ده.
    هیله ده خلک لیږ له عقل څخه کار واخلی. خپل ځان دی نه شرموی. شریعت زوړ دی خو دهغه قانونی اصول عام او دایمی دی چی داوسنی قانونی اصوله نه ډیر جګ دی. هغه چی وایی شریعت زوړ دی هغوی دشریعت له اصولو ناخبره وی. خبره دا ده یا دمثال په ډول چی اسلام دښځو دکرامت اصول لری چی دهغو له مخی ښځی دنارینه او تجارانو دابزاری نه خلاصوی. اوس که غربی سیکیولران وایی چی شریعت دغربی ښځو دغربی جامعی دشر او فساد نه نسی خلاصولی دا خبره نیمه رښتیا ده. بلی دغربی ژوند غوره کول په اسلامی اصولو نسی برابریدلای. که غربیان غواړی چی ښځی له اوسنی بازاری غلامی او ابزاری کارو نه خلاصی کړی هغوی باید اسلام ومنی او غربی اصول رد کړی او اسلامی زوند پیل کړی. دا خبره اوس ثابته سوی چی غربی مسلمانان داسلام نه وروسته څنګه دحریت او کرامت احساس لری.

  4. ای د لیونی زویه ! شریعت زاړه او د قدرت دساتلو قوانین دي هغه اوس په درد نه خوري اوس د علم اختراع ، ازادي دیموکراسي وخت دی د عربو زاره قوانین ځای نلري او اسلامي قواعد تغیر نشی کولی خو د انسان ژوند ، تخنیک ، اقتصاد ، دازادي بیان او نور حقوق یې د اسلام په زړو قواعدو کې نه ځائیږي !! اسلام اوس جهالت او د غلامي د ساتلو یوه اله ده !

  5. لوپر حانه، بیرته دی خپل لیکنه ووایه. تاسو زما جواب لیکلی دی او که مو صرف دخپل دماغ تعریف راته کړی؟
    یا خو بیخی ځوان یاست او یا مو صرف دخلکو خبری اوریدلی یا ویلی او باندی ښویدلی یاست. که تښتیدلی یی بس هلته اوسه دطالبانو له دوزخ نه وتلی یی اوس. چی څه وخت درباندی تیر سی او دماغ مو دفکر کولو لیاقت پیدا کړ بیا به پوه سی. اوس خپل وخت مه ضایع کوی او پریږدی چه افغانستان او افغانان دسولی نعمت په خوند پوه سی. که په افغانستان کی یاست دپخوانی ملګرو نه ځان بیل کړی او که مو دتعلیم وس کیږی نو يو ښه شی دځان لپاره انتخاب کړی او ځان ورسوی. لوپری مو دکمال نه راګرځوی. څه ورځی وروسته به بیا وپوهیږی چی اخیر دنن ورځی چورتونو مو څومره بی ځایه ول.
    که زوړ یاست نو عمر مو ناکرار دی. ستاسو لپاره څه نسته. فکر نه کوم چی ستاسو عقدی به دڅو کتابو په ویلو خلاصی سی. خدای دی هدایت درته وکړی. بیا هم ډیر زاړه دفکر خاوندان په اخر کی مسلمان سوی دی.

  6. لوپر خانه، هغه جی قانون وایی او یا یی ویلی وی هغوی دقانون جوړولو یوه قاعده لری. دهغی سره مطابق قانون جوړوی. اسلام هم همداسی قاعدی لری. تاسو که تراوسه اسلام نوی زده کړی او یا غربیانو او یا دهغو تربیه سوی خلکو څه نوی درته ویلی نو یو لعنت باندی ووایاست او هیر یی کړی. که مو خارجی زبه لکه عربی او یا انګلیسی زده وی نو کیدای سی دفقهی اصولو کتابونه ووایاست پوښتنی له خلکو وکړی چی مسلمانان څنګه دعصر سره سم قانون جوړولای سی. ځه یو ځای به زه درته دروښیم او بیا هلته غرقه مطالعه تاسو وکړی. هغه مصالح مرسله دمقاصد شریعه په اساس تحلیلول. دا حنفیانو نه بغیر مسلمانان منی. حنفیان قیاس او استحسان لری چی دهغه په اساس نوی شیان تحلیلوی او بیا قانون باندی جوړوی. له ملایانو نه سوا په دی کی ټول ناکامیږی. تاسو به هم زیات درس ته ضرورت ولری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب