جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور ط ته؛ د هبت الله اطاعت وکړئ، له ده او...

شېخ دلاور ط ته؛ د هبت الله اطاعت وکړئ، له ده او خدای پرته هیڅ نه لرو

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) د طالبانو د رژیم د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور باور لري، چې طالبان له الله او ملا هبت الله پرته هیڅوک نه لري.

د نوموړي د یوې وروستۍ وینا ترلاسه شوې ویډیویي بڼه کې هغه د طالبانو یوې لویې غونډې ته وایي، چې له همدې امله باید د خپل عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده اطاعت وکړي.

شېخ دلاور د کابل یوه مدرسه کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که د ملا هبت الله اطاعت ونه کړي، د ده په ټکیو د جمهوري نظام د مشرانو په شان به رسوا شي.

 شهاب الدین دلاور زیاتوي:(( هغوی لا ښه دي ډېرې دروازې ورته خلاصې دي، باداران لري، دوی ته خو اوس هم طیارې راځي، بې پاسپورټه، بې ټکټه او بې ویزې ورته وایي راځه، موږ ته هیڅ دروازه نه ده پاتې)).

نوموړی طالب پلویانو ته وایي، چې د ملا هبت الله له اطاعت سره خدای تعالی او د خدای رسول ورڅخه خوشالیږي او که اطاعت ونه کړي، هم به ملا هبت الله، هم د خدای رسول او هم به خدای تعالی ورڅخه ناراضه وي.

د شېخ دلاور دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو له مشر څخه د هغه د پلویانو د نافرمانۍ خبرونه زیات شوي او څه موده مخکې د هغه یوه مرستیال او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه عمومي غونډه کې نوموړی په کنایوي ډول د قدرت په انحصار او پر نورو د خپلې خوښې په تپلو تورن کړ.

سراج الدین حقاني له نورو جزیاتو پرته خبرداری ورکړی و، چې دغه وضعیت نور د زغملو نه دی.

له سراج الدین حقاني پرته د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب، د دوی د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي او یو شمېر نورو چارواکو هم په وروستیو کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو اړوند کنایوي نیوکې او څرګندونې کړي.

6 COMMENTS

  1. دا دې ملا دلاور دې ایمان ضعیف والی شې بیشکه چی خدای یو ده او بدون دې الله نه مونږ نور هیڅ نلرو ولب ملا هیبت کوم بوتل ده هغه ژوندې مړ ده او لکه لنګه سمسارې هیڅ کله خپل سورې نه نه راوځې په کال کی یوارې را ښکاره شې هغه هم مخ دیوال ته کړې کونه خلکوته واړه وې که هیبتی یو پوه عالم وېې نو مونږ به بیا دا خبره تاید کړې وه مګر دې یو بیسواده ډارن انسان لکه هیبت که وې یا نوې هیڅ معنا نلرې دې دلاور له خبرو معلومیږې چی دا دې ای اس ای افسر ده او یوازی همدا ای اس ای ور پاتې ده او بس نو که دا ستاسی وحشی توب او خلک تورو تیارو ته ټیل وهل وې ډیر زر به رسوا شې او نور به په جومات کی هم څوک ځای نه درکوې

  2. شیخ دلاور ته: که د هیبت الله اخندزاده فرمان شرعی وی بله سرته رسول یی لازم دی که غیر شرعی وی بیا خو حد اقل مشوره ورکرو. د اناثو تعلیم او کار بندول شرع حرام دی، یوازی طالبانو ته وظایف غت موقفونه ورکول د شرعی خلاف دی، کار اهل کار ته نه سپارل حرام دی، ایا شیخ دلاور صاحب تاسو د دغه وزارت ورتیا لری؟ ایا شیخ ندیم د لورو زده کرو ورتیا لری؟ بهترین جانس اسلامی امارت په لاس کی دی خو داسی احساس کیژی چی د یو منظم پلان لمخی زینی د اتحاد ، پیشرفت او قوی یو موتی افغانستان اساسات قصدا تخریب کیژی. د یو مسلمان په حیث پوشتنه کوم چی کار اهل کار ته نه سپارل کیزی، موقفو ملایانو ته ورکول کیزی، د استادانو بی عزتی کیزی، تکبر روان وی، دوهمی دریمی او سلورمی کوزدی روانی وی ایا د مذکوره بدو اعمالو مطابعت لازم دی؟ اسلامی امارت کی شه خلگ دیر دی او شه کارونه هم روان دی خو بهتر کولو لپاره مو ذکر شوی ستونزو ته اشاره وکرل. په درنشت

  3. ستا ښځه له هیبت الله سره غیم ، ستاسې د چړي له کونې او عربی زاړه کلتور څخه بل څه نلرۍ! دفاسد زامنو ژوند مادي قوانین لري نه ستاسو استسماري جاهلانه زاړه دینی قوانین ! دین نن هغه دوا ده چې اولسونه سر بداله کوي او جهالت ته قدرت ورکوي ! نالت ستاسو په دین .

  4. تاسو د دې دروغجن ملا دری کاله مخکې خبرو ته پدې کلیب کې غوږ شی چې مخکې تر واکه د ښځو د حقوقو پخاطر ېې څومره باټې او درواغ ویلي مګر اوس چې د وزارت پر چوکۍ ناست ده د خپلو وعدو پرخلاف وائي د ملاهیبت الله چی کړنې او فرمانونه ېې د ښځو د ټولو طبعي او انساني حقونو پر خلاف دي باید اطاعت وشي دې ته وائي منافقت او دوه مخي .

    https://youtu.be/20BX7PbQlpw

  5. د تا ښځه له دغه د پنجاب له اورتې سره وغیم 😡دغه مردګاو چیرې ده له خدای ج سره ناست سي بیله دغه سوډره دجال د بل چا عبادت اطاعت ونکړي ؟🐖🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب