جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله امنیتي تدابیر زیات شوي

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله امنیتي تدابیر زیات شوي

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) د کندوز لپاره د طالبانو د ادارې د امنیې قومندان ویلي، چې په دغه ولایت کې د امنیتي ضد فعالیتونو راپور نشته او هیڅوک افغانستان ته ګواښ نه دی.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان- تاجیکستان ترمنځ پر ګډه پوله امنیتي تدابیر زیات شوي او چا ته به اجازه به ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو پر ضد وکارول شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، اوس هم د تاجکستان پولې ته څېرمه د قلعه زال، امام صاحب او کولباد په ښارونو کې سرحدي امنيتي ځواکونه او سيمه ييز پوليس فعال دي.

څه موده وړاندې د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سیدروف ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د داعش د ځواکونو شمېر شاوخوا ۶۵۰۰ تنه دی او تر ۴۰۰۰ زیات غړي یې د تاجکستان په جنوبي پولو کې متمرکز دي.

ویل شوي وو، چې دغه داعش جنګیالي تر ډېره په بدخشان، کندوز او تخار ولایتونو کې مېشت او فعال دي.

طالب چارواکو تل په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتیا خبرونه رد کړي او تازه یې د یوناما دفتر له قوله ویلي، چې دغه دفتر د داعش ډلې خلاف د دوی مبارزه ستایلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب