Homeخبرونهروسیه کې د سکي افغان ورزشکارانو خپلې سیالۍ پیل کړې

روسیه کې د سکي افغان ورزشکارانو خپلې سیالۍ پیل کړې

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ )  افغان ورزشکارانو د روسیې په کوزباس ایالت کې د اسیا د ماشومانو لپاره په جوړو سکي سیالیو کې خپلې لومړنۍ سیالۍ ترسره کړې.

 په دې سیالیو کې له افغانستان سره په ګروپ کې د تاجکستان او قرغیزستان ورزشکاران شامل دي.

د لومړۍ ورځې په سیالیو کې د تاجکستان او قرغیزستان هیواد ورزشکاران له افغان ورزشکارانو څخه مخکې وو.

د یادونې وړ ده، چې په یادو سیالیو کې له افغانستان څخه درې تنو د سکي ورزشکارانو:  ابوالفضل حسیني، حمزه باتوري او علي رضا براتي ګډون کړی، چې عمرونه یې له څوارلس کلونو څخه کم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....