ټوله شپه
تا سره، په دې جزیره کې
سیند ته نږدې ویده شوی یم
ته د خوبونو او خواهشاتو،
د اور او اوبو تر منځ
وحشي او غلي وې.
ښايي ډیر وروسته، یا په لومړیو کې او یا هم په وروستیو کې
زموږ خوبونه سره یو ځای شوي و،
لکه لوړ ښاخونه چې هماغه باد یې زنګوي
او لاندې
لکه هماغه سرې ریښې چې لاندې یو بل سره لمسوي
ښايي ستا خوبونه له ما څخه جلا شوي و
او د سمندر په تیاره کې یې د پخوا په څیر زما لټون کاؤه
دا چې تا لا هم شتون نه درلود، نو تا ته د پام در اوختلو نه پرته دریاندې تیر شوم
ستا سترگې د داسې شیانو په لټه کې وې چې اوس یې زه پریمانه درکوم:- ډوډی، شراب، مینه او غوسه-
ځکه ته هغه جام یې چې زما د ژونډ ډالیو ته سترگې په لار و.
ستا سره یو ځای ټوله اوږده شپه ویده شوی وم
هغه مهال چې دا تیاره ځمکه له مړو او ژوندیو سره اوړي،
او کله چې د تیارې په منځ کې ناڅاپه ویښ شوم،
لاسونه مې ستا تر ملا تاو و
شپه او زموږ خوبونه موږ نه شي جلا کولای
زه له تا سره ویده شوی یم، کله مې چې ستا خوله ویښه کړه او له خوبونو نه راووته،
ما ته یې ستا د ژوند له ژورو نه د ځمکې، د سمندر د اوبو، د سمندر د لرگي خوند راوڅکه.
ما ستا مچکه چې سهارني شبنم لنده کړي وه ترلاسه کړه او داسې مې حس کړه چې،
خپل شاوخوا سمندر مې ښکل کړی دئ.
پابلو نورودا