پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپاکستان: بېوزله افغانستان دې خپلې وسلې او تجهيزات را باندې خرڅ...

پاکستان: بېوزله افغانستان دې خپلې وسلې او تجهيزات را باندې خرڅ کړي

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) ‏پاکستاني چارواکو، په داسې حال کې چې خپل هېواد یې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، له طالبانو څخه غوښتي، چې د افغانستان وسلې او تجهيزات پرې خرڅ کړي.

د دغه هېواد ډاون ورځپاڼې ويلي، چې دا غوښتنه د پاکستاني طالبانو او ترهګرو ډلو لاس ته د دغو وسلو او تجهيزاتو د نه غورځيدو او د پاکستان خلاف یې د نه استعمال د مخنیوي په موخه کړې ده.

 ورځپاڼې ويلي، چې طالبان په افغانستان کې پيسو ته اړتيا لري او پاکستان په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو د پاتې وسلو او تجهيزاتو د لاسته راوړلو لپاره هر اقدام چې اړتيا يې وي، ترسره کوو.

معلومه نه ده، چې طالبانو په دې اړه پاکستان سره څه ډول معامله کړې ده؟

پاکستان دا موضوع په داسې مهال مطرح کړې، چې له څو ورځو راهيسې يې لوړ پوړي چارواکي د افغانستان د بشري ناورين د شدت په اړه ډېرې څرګندونې کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد ويلي، چې د دغه ناورين له امله تر ۸ پورې افغان ماشومان مړه شوي دي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د مخکيني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د افغانستان د بشري ناورين شدت ته په اشارې ويلي، چې پاکستان د طالبانو په وسيله همداسې افغانستان غوښت، چې اوس غوندې تر ۲۳ ميليونه پورې خلک يې وږي او بې رهبره وي.

څه موده مخکې پاکستاني رسنيو وويل، چې د افغانستان له لارې يې په لومړي ځل په مستقيم ډول، په پاکستاني موټرو کې خپل صادرات ازبکستان ته واستول.

د طالبانو منتقدین، دا ډله د پاکستان د ګټو لپاره د لاسپوڅو په بڼه واک ته رسېدلي ګڼي او وايي تر هر څه ډېر پاکستان او ګڼو ته يې ژمن دي، خو طالبان بیا پر ځان داسې تورونه ردوي او بې بنسټه یې ګڼي.

6 COMMENTS

  1. طالبان باید په ښکاره ډول ددی موضوع وضاحت ورکړی او یا د نوموړی ورځپانه د اسنادو وړاند کولو ته را کش کړی ، کنه دا ډول ګونګی خبری به د طالبانو محبوبیت په افغانی ټولنه کی چه ټول د پاکستان خلاف دی له لاسه ورکړی او د پخوانی حکومت ټولی ادعاوی به تحقق پیداکړی او یا کیدای شی دا به د دښمن [ پاکستان ] یو توطیه وی او غواړی طالبان د شا له خوا په حنجر ووهی .

  2. we believe most important American heavy tanks went to pakistan&iran.
    if talibs show freedom pakistan will bring another group against talibs.
    now also think HAQANI group is under rule of isi working.
    HAQANI NET MUST THINK ABOUT ZADRAN TRIB HISTORY.
    BE AFGHAN AND HONEST FOR AFGHANISTAN
    THANK YOU

  3. د افغانانو په فرهنګ کې وسله د ناموس حیثیت لري. دا دغه معنی لري چې پنجابیانو له طالبانو غوښتې چې خپل ناموس ورباندې خرڅ کړي. اوس به ګورو د طالبانو نیت او غیرت!

  4. دا دا طالب مال ندی دا ددی غریبو افغانانو هستی دی او که طالب دا کار وکړی دا ځل په ډیر بد حالت باندی ددوی حکومت له منځه ځی خو موږ انشاالله مطمعین یو چی دا کار طالبان نکوی ولی کیدای شی بعضی طالبان دا کار وکړی. افغانان به له لوږی ډبری وخوری ولی ددی مسایلو سره موافقه نکوی. پاکستان دی ځان د چینایانو له قرض خلاص کړی چی نوری پاکستانی پیغلی د سود په بدل کښی کافرو چینایانو ته ورنکړی، له الله تعالی مو غوښتی چی دا پاکستان سره له مزدورانو یی د الله ج په هغه عذاب اخته سی چی اسلامی نړی ورته حیرانه سی تاسو وایاست آمین.

  5. اوس يې ښه خوند وکړ.
    د لېوني ارمان پوره شو
    پر لاره ځي په کاڼو ولي زيارتونه
    پنجاب غوښتل چې افغانستان بايد له اتيا زره زيات پوليس او اردو ونه لري. د نجيب په وخت کې يې هم په جهاديانو او همدې طالبانو هر څه له مينځه يووړل. شل کاله يې پرې د امريکا د اشغال په نوم جنګ وکړ او چې دا دی وخت د رښتياو راغی، نو بيا يې هم د غني په هڅو بيا لږوډېر رغول شوې اردو له مينځه يووړه او نن يې ترې غوښتي چې د فقر او نېستۍ له امله او هم داعش ته د لاسته ورتللو له امله يې پر دوی وپلوري. طالب ته خو دا دونيا نه، بلکې هغه دنيا اعتبار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب