جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهپرېکړه (لنډه کیسه) عبدالرقیب سایل

پرېکړه (لنډه کیسه) عبدالرقیب سایل

زلمي غږ وکړ:

ـ ادې وادې!

هغه په دهلیز ننوت. شاوخوا هېڅوک ور ښکاره نه شو. اخوا دیخوا یې سترګې ورغړولې. بیا یې ادې ته نارې وکړې. له ځان سره یې وویل:

ـ دا چېرته دي!؟

زلمي دوه ـ دریو کوټو ته هم سر دننه کړ. هغه د دهلیز په دروازه وزنګل. بیرون ووت. د لویې کوټې په کړکۍ کې یې وړکی وراره را ودرید. هغه سترګې مښلې. دومره یې وویل:

ـ انۍ پاس ده.

زلمی سم له واره ور په بیړه شو. د پاس کوټو په زینو کې یې کړپا خته. پورته یې د ادې خرا واوریده. هغه د کوټې ور ورو پرانیست. زلمی په توشکه وغزید. اړخ پړخ اوړیده. دده په شور یې ادې را ويښه شوه. زلمي اوږې په بالښت اېښې وې. سر یې شاته ځوړند ښکاریده. شونډې یې سره خوځېدې. لکه د کوټې تیران چې شماري!

ادې ته یې دی ستړی ښکارېده. د زلمي په زړه کې څه و، خو ویلی یې نه شو. ادې یې له ستړې مشي وروسته وویل:

ـ زلمیه! څنګه ګډوډ معلومیږې. خیرت خو به وي؟

هغه په ويښتو کې ګوتې وهلې. ښکاره په خیال کې، په یو لوی مصیبت کې بند پاتې و. ادې یې بیا وویل:

ـ زویه!

دا ځل یې د ادې پر خوا سترګې ور کږې کړې. ويښتان یې پرمخ راغلل. ورو یې خبرې وکړې:

ـ نه؛ هېڅ هم نشته. هسې لږ ستړی یم.

ادې یې زیاته کړه:

ـ غوښتل مې تا ضرور له کاره را وغواړم.

زلمي جټکه وخوړه. ادې یې خبرې پسې وغزولې:

ـ زویه! دا څو ورځې اخوا دیخوا ګرځم. غواړم چې چېرته کومه نجلۍ درته وګورم.

زلمي زړه را لوی کړ. مخ کې یې رنګونه درېدلي و. هڅه یې کوله، چې وغږیږي، خو ادې یې بیا پرې وار ړوبۍ کړ:

ـ زویه! نور خوښه تاته درکوم.

له دې سره زلمی وموسید. ادې یې وویل:

ـ د آکا، ماما او که هغه پورې کلي کې د ملک لور!؟

زلمي یوه سوړ اسویلی  وکېښ. را کېناست. زړه یې درزېده. فکر یې وکړ، چې د ټول عمر خبره ده. باید زړه وکړم. هغه اوږده ساه وکښله. ادې ته یې وویل:

ـ یوه هم نه!

ـ زویه! نور ستړې شوم. اخر نو څوک؟

ـ ما پرېکړه کړې.

ـ رښتیا! نو ولې وايې نه؛ زه او پلار دې هم په همدې دعا رازي وو.

زلمي په زوره وخندل. ادې ته ورپه غاړه شو. سمدستي یې له خولې ووتل:

ـ خدای دې هرچاته زما غوندې مور ورکړي!

ـ زویه! دا ستاسې حق دی ځکه تاسو باید خوشاله ژوند وکړئ.

۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۹مه

کابل ـ خاکجبار

۸: ۴۵ د شپې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب